افغانستان

چين: د افغانستان د خپلواکۍ درناوی کوو او له نوي حکومت سره ښې اړيکې غواړو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل):  د چين حکومت د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوې سرپرستې کابينې په اعلان غبرګون ښوولی او ويلي يې دي، چې د افغانستان د خپلواکۍ درناوی کوي او له نوي حکومت سره د ښو اړيکو هيله لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بن ويلي، د افغانستان د خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی کوي او له نوي حکومت سره د ښو اړيکو ساتلو هيله لري.

چين تر دې وړاندې هم ويلي و، چې د افغانستان له نوي نظام سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دي او له نړيوالو يې هم غوښتي و، چې پر افغانستان د فشار واردولو پر ځای بايد له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن هم تېره ورځ ويلي و، چې روسيه، ایران، چين او پاکستان هڅه کوي، چې له طالبانو سره يوې هوکړې ته ورسيږي.

د بايډن په وينا چين به د افغانستان له نوي حکومت سره مالي مرستې وکړي.

تېره ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف هم هيله ښکاره کړې وخ، که طالبان ټولشموله حکومت اعلان کړي، دوی به يې په رسميت او د لوړې په مراسمو کې به يې ګډون هم وکړي.

د چين او روسيې سربېره برتانيې، جرمني، اروپايي ټولنې، ترکيې او يو شمېر نورو دولتونو هم له طالبانو سره تعامل کولو ته چمتووالی ښوولی او غوښتنه کړې، که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، دوی به له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx