افغانستان

رباني: نړیواله ټولنه دې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو ته بیړه نه کوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اسلامي امارت له لوري‌ د نوي حکومت د کابینې تر اعلانولو وروسته د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر «صلاح الدین رباني»‌ توند غبرګون ښودلی او له نړیوالو یې غوښتي چې نوی حکومت په بیړه په رسمیت ونه پېژني.

د نوي حکومت د کابینې د اعلان په تړاو د صلاح الدین رباني‌ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کابینه کې قومي او مذهبي تنوع او همه شمولیت په نظر کې نه دی نیول شوی او طالبانو یوازې خپل کسان‌ په لوړو بستونو ګمارلي‌ دي.

ده وړاندې ادعا کړې، چې د طالبانو له لوري روان «انحصاري» سیاست به نه یوازې افغانستان ته سوله او ثبات نه راوړي؛ بلکې دده په خبره، روان بحران به داسې یوه حالت ته ورسوي چې بیا به یې هیڅوک په حل کولو بریالي نه شي.

رباني په نړیوالې ټولنې او د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو غږ کړی، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته بیړه ونکړي او په افغانستان کې د روان وضعیت د بدلون لپاره مبارزه وکړي.

رباني داسې مهال د افغانستان له نوې کابینې سر ټکوي، چې تېره ورځ د افغانستان اسلامي‌ امارت د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نوی سرپرست حکومت اعلان کړ او د کابینې غړي یې اعلان کړل.

طالبان وايي،‌ اوسنۍ کابینه سرپرسته ده او د اصلاحاتو، تغیر او تبدیل او نویو ګمارنو ترسره کېدل پکې شوني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ربانيخل ،شمالي ټلواله، شروا نظار، ستميان ،خراسانيان او نور ملحد ډلې نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات را شي. همدوي د افغانستان او افغانانو دښمنان او د پردیو جاسوسان دي باید محاکمه او مال او اموال ئې مصادره شي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx