افغانستان

ازبکستان د افغانستان له نوي‌ حکومت هرکلی کړی او همکارۍ ته یې چمتووالی ښودلی

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې له لارې په افغانستان کې د نوي حکومت له اعلانېدو هرکلی کړی او ورسره یې له حکومت سره ګډ کار ته چمتووالی ښودلی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ازبکستان په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو هرکلی کوي او تمه لري‌ چې دا ګام به په افغانستان کې د یوه ملي توافق او د سولې او ثبات د تامین لامل وګرځي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي‌ «موږ د افغانستان له نوي‌ حکومت سره رغوونکو مذاکراتو او د همکارۍ پراختیا ته چمتووالی لرو.»

ازبکستان داسې مهال د افغانستان له نوي‌ حکومت هرکلی کوي، چې تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د نوي‌ سرپرست حکومت تشکیلات اعلان کړل او د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یې د نوې کابینې له جوړېدو خبر ورکړ.

تر ازبکستان وړاندې چین هم ویلي و، چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لري‌ او له نوي حکومت سره ګډ کار ته چمتو دی.

بل لور ته امریکا چې تازه یې په افغانستان کې نظامي حضور پای ته رسېدلی، د نوي حکومت اعلان ته په اشارې ویلي، چې دوی یې د ځینو غړو د سابقې په اړه اندېښنه لري.

امریکا وایي، دا تعهد باید پر ځای وي‌ چې د افغانستان خاوره به د نورو پر خلاف نه کاول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x