نظــر

ښځينه فعالانو ته!

سليمان سعيد

پر کابل د اسلامي تحريک تر غلبې وروسته بهرنيو تبليغاتي چينلونو کې د يو شمېر افغاني مېرمنو نارې سورې بيخي ډېرې شوې دي. تر دې چې اوس يې په کابل ښار کې مارشونه هم پيل کړي او لګيا دي منظمې مبارزې ته ځان چمتو کوي.

موږ په ړومبي سر کې له هغوی نه يوازې همدومره پوښتل غواړو، چې ايا دوی پر اسلامي شريعت باور لري او که نه؟

که ځواب يې منفي وي، نو موږ يې هم په غوڅه توګه پوهول غواړو، چې افغان مؤمن او مجاهد ولس د همدې شريعت لپاره بې درېغه قربانۍ ورکړې دي او که اړتيا پېښه شوه، تر دې لا زياته بيه به اداء کوي، خو ستاسې فرمايشات به ونه مني!

ښکاره ده چې د دغو مېرمنو ځواب مثبت دی او حتماً به وايي چې دوی هم شکر مسلمانانې او د شريعت په چوکاټ کې دننه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

دا ډېره ښه خبره ده او موږ هم د همدې سپېڅلي شريعت د هر اړخيز تطبيق غوښتونکي يو.

خو دا ياد ساتئ! چې افغان مسلمان او مجاهد ملت به هيڅکله د شريعت په زدکړه کې د بي بي سي، ازادي، امريکا غږ او ډېوې راډيو شاګردي ونه کړي.

دې ملت څوارلس سوه کاله د اسلامي شريعت په زده کولو کې تېر کړي او ډېر ښه پوهيږي چې د اغيارو دا خبرې: «شريعت به تعبير طالباني!» څه معنی لري؟

افغانان شکر دی کلک مؤمنان او باوري دي چې اسلامي شريعت ايکي يو تعبير لري. ځکه هغه څه چې څوارلس سوه کاله ړومبی فرض و، اوس هم فرض دي او حلال، حرام، مکروه، مباح، واجب، سنت، مستحب او فضيلت ګرد سره هماغه دي.

د مثال په ډول ايا بازارونو کې د ښځو ډلې ډلې ګرځېدل او دغه شان نارې سورې د چا او په کوم تعبير روا دي؟

درسي ټولګيو، دفترونو، کارخانو او دوکانو کې د نارينه او ښځينه ؤ اوږه پر اوږه ناسته ولاړه، هغه هم ځوانان او د بشپړ سينګار او کاملې بې سترۍ په صورت کې؛ د کوم تعبير په اساس جواز لري؟

د کوم تعبير له مخې د ميرمنو لپاره د پلار، ورور، مېړه او داسې نورو محارمو د کورونو په نسبت هغه سرکاري «امن کورونه» ډېر ډاډمن وو، کوم چې څو لنډغرو چرسيانو به يې څوکيداري کوله؟

نو ای مسلمانو مېرمنو! که د روزګار غم کوئ، نو پوه شئ چې زموږ هېواد کې اصلاً نارينه ډېر بې روزګاره دي. ښځې خو ټولې خپلو خپلو کورونو کې هماغه کارونه او مکلفيتونه لري، چې اسلامي شريعت ورته ټاکلي او له همدې امله يې د دوی نفقه هم د نارينه و پر غاړه ور اچولې ده.

او که تاسې غواړئ چې نور افغانان که له لوږې مري هم خير دی، خو هغو څو زره ښځو ته دې حتماً هماغه امتيازات جاري وي، کوم چې پخواني تپل شوي بې دينه رژيم کې يې تر لاسه کول، دا نو بيا له عدالته ډېره ليرې او د نورو عامو وګړو په حق کې ستره بې انصافي ده.

لنډه دا چې افغان مېرمنې بايد وپوهيږي چې د افغانستان په شان غريب هېواد کې چې په لکونو ځوانان يې د نېستۍ او بې روزګارۍ له لاسه سمندرونو ته ځانونه اچوي او د نړۍ ګوټ ګوټ کې روزګار او مزدوري لټوي، خو په اطرافو کې د ښځو حال ته له کتلو پرته، کابل کې بيا يو محدود شمېر ښځو ته د ملت له اقتصادي سويې ډېر پورته امتيازات ورکول د څه هدف لپاره ؤ؟

نو که بحث په رښتيا سره د حقوقو وي، راځئ د علمي او عقلي اصولو په رڼا کې بحث پرې وکړو او سره سپينه يې کړو چې د هېواد اوسنيو شرایطو ته په کتو تاسې ته څه ډول چلند په کار دی؟ او که په هر صورت نازونه او پالنې غواړئ نو ښايي زموږ له وسې پورته وي.

بل دا چې تر اوسه خو طالبانو هم د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو له حقوقو انکار نه دی کړی، نو تاسې ولې نارې سورې وهئ؟!

هغه برخې چې ښځو ته پکې ضرورت دی، لکه طب او تدريس هلته به حتماً ښځې ټاکل کيږي، خو که هيله مو وي چې بيا ځل د ولايتونو مرستيالي، وزارتونه او نور لوړ مقامونه درکړل شي، نو دا هيله به مو ګور ته يوسئ.

ځکه چې د اسلامي شريعت مطابق په لوړو چوکيو د ښځو ټاکل هيڅ جواز نه لري. الله تعالی د مشرۍ او رهبرۍ صلاحيت په نارينه ؤ کې پيدا کړی.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: لن يفلح قومٌ ولّوا أمرهم امرأة. رواه البخاری
ژباړه: هغه قوم به هيڅکله کامياب نه شي، چې مشري يې ښځو ته سپارل شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروره هیڅ شی هم نشه چې ددوی سا ت ور تیر کړي ! پخوا به له کوره څخه امریکایې کمپاین تلې خو علت به یې پټ وو ، کله به یې چې میړه خپل اواز جګ که چې په کمپاین کې څه کوي ؟ ڼو دې بی شرمې به ورته ویلې چې یا کمپین او يا طلا ق ؟ او دداسې‌فاسدو ښځو ترڅنګ د افغانستا غل او زنا کاره حکومت هم ولاړ وو ! اوس امریکا یې کمپاین نشته خپل وخت په مظاهرو تېروي !!!

عبدالرقیب

ځانونو ته د میړونو په لټه کي دي یا خپل ګیراکان ډیروي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx