روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې سلګونه روغتیایي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان ځینې چارواکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طبي توکو د نه شتون له کبله سلګونه روغتیایي مرکزونه د بندیدو له خطر سره مخ شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو ادارې سیمه ایز بیړني رییس «ریک برینن« په یوه مرکه کې رویټرز ته ویلي چې په افغانستان کې د ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونو شاوخوا ۹۰ سلنه ودانۍ ممکن ددې اونۍ په پای کې وتړل شي.

افغانستان په تېر حکومت کې د روغتیایي توکو او درملو زیاتره بسپنه پر لویدیځ کوله، خو اوسمهال دغه هېوادونه ممکن داسې مقررات ولري چې طالبانو سره له معاملې پرته دغه مرسته وځنډوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ویلي وو چې دوی د اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو څخه په غیر مشروط ډول د بشري مرستو غوښتنه کوي.

روغتیايي مسوولان هم د روغتیا له نړیوال سازمان نه غواړي چې سیاسي او امنیتي مسایلو ته له پام پرته د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو رییس ریک برینن وایي، «موږ به ددې (روغتیایي تاسیساتو) د لویې برخې په عملیاتو کې له ځنډ سره مخ شو، د ځینې اټکلونو له مخې تر ۹۰ سلنه روغتیایي مرکزونه به شاید د اونۍ په پای کې خپل فعالیت ودروي او دا به د ناروغۍ او مړینې د ډیریدو لامل شي».

هغه وویل، د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې ۵۰۰ روغتیایي مرکزونو ته د اکمالاتو او تجهیزاتو د تمویل په ورکولو دغه تشه ډکه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو اداره له قطر سره د الوتکې له لارې افغانستان ته د طبي توکو د لیږلو لپاره اړیکه نیسي، «موږ د قطر له حکومت څخه تمه لرو چې تر دوه یا درې الوتکو پورې بار وړونکي توکي راتلونکې اونۍ کابل ته ولیږدوي، په دې کې به د کووید-۱۹ ناروغۍ اړوند اکمالات او نور وسایط شامل وي».

د رویټرز راپور زیاتوي چې د نورو مرستندویه ادارو سربېره د روغتیا نړیوال سازمان هم په کابل هوایي ډګر کې د ګډوډۍ له امله دوی د درملو کڅوړو په شمول د طبي توکو په لیږدولو کې له ستونزو سره مخ دي.

ملګري ملتونه زیاتوي چې د طبي تجهیزات د شمالي ولایت مزار شریف له لارې افغانستان ته تیریږي، خو د روغتیا نړیوال سازمان پر ګاونډي هېواد پاکستان د ځمکې له لارې پر اختیارونو غور کوي.

د افغانستان تر شلو ډیرو ولایتونو کې ډاکټران او روغتیایي کارمندان د روغتیایي مرستو له بندېدو اندېښنه لري چې د طبي توکو کموالي سره د کابل په یو شمېر روغتونونو کې ناروغان زیات شوي دي.

د کابل هوایي ډګر هغه مهال د پروازونو پرمخ له کاره ولوید چې امریکایي ځواکونو له وتلو وړاندې ددغه ډګر ټولې اسانتیاوې له منځه وړې وې، خو وروسته د طالبانو په غوښتنه د قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونو د کابل هوایي ډګر د محدودو الوتنو لپاره چمتو کړ.

په تېرو دوه اونیو کې د قطر، متحده عربي امارات او بحرین هېوادونو له لوري افغانستان سره د طبي توکو، لومړني خوراکونو او داسې نورې بشري مرستې شوې دي، چې په وینا یې دغه مرستې به لا هم دوام کوي او د هوایي ډکر په بشپړ چمتو کېدو سره به کابل ته راورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx