افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د قانوني مراحلو د طی کولو پرته هيڅ مظاهرې ته اجازه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې هیچاته تر هغه د مظاهرې اجازه نه ورکوي چې قانوني مراحل یې طی کړي نه وي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده  کړې چې ټول مظاهره کوونکي باید لومړی د عدليې وزارت څخه د مظاهرې اجازه واخلي او همدا راز امنیتي ارګانونه کم تر کمه تر مظاهرې ۲۴ ساعته وړاندې په جریان کې واچول شي.

اعلاميې زیاته کړې چې مظاهره کوونکي باید د مظاهرې موخې، شعارونه، د مظاهرې محل، د پای او پیل وختونه او نور جزئیات له اړونده ادارو سره شریک او اجازه ترلاسه کړي.

کورنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې د مظاهرو په مورد چې تر څو قانوني پروسه نه وي طی شوي هيڅوک باید مظاهره ونه کړي، ځکه ددې امکان شته چې ځينې کړۍ د مظاهره چیانو امنیت له تهدید سره مخ کړي.

اعلامیې له مخې که څوک تخلف وکړي او هر ډول پېښه رامنځته شي، مسئوليت يې متخلفینو ته راجع کیږي چې د سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده چې تېرې څو ورځې په کابل کې لسګونه ښځو لاریون کړی و او په ځينو محلونو کې یې امنیتي ځواکونه توند چلند ته په عمدي توګه هڅول.

کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې ځينې خلک د مغرضو کړيو په لمسون د مظاهرو په عنوان لارو او سرکونو ته راوزي، امنيت اخلالوي او عادي ژوند  ګډوډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز زنیخېل

جدآ یی تر کنترول لاندی ونیسی او هیڅ ویره اچونکی او لنډغر ته باید اجازه ورنکړل شی

ګل احمد

نن تر بل هر شي زیات امارت ډالرو ته اړتیا لري چي په مرکزي بانک کي یې ولري. هره ډله چي مظاهره کوي باید د هر راوتونکي مظاهره چي پر سر ۵۰ ډالره فیس او ۱۰۰ ډالره تضمین خساره د مرکزي بانک سره جمع کړي ځکه چي په مظاهره کي د عامه خدماتو څخه اضافي استفاده کیږي او کیدای سي چي مظاهره چیان د موټرونو او کورونو هنداري ورماتي کړي او لارویانو ته ښکنځل وکړي چي د متضررینو جبران خساره بیا د همدې تضمین خسارې څخه ورکول کیږي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx