افغانستان

جرمني: په افغانستان کې د حالت خرابېدل د هیچا په ګټه نه دي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې هیواد په بشپړ ډول د افغانستان د اسلامي امارت تر واک لاندې دی او بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي؛ جرمني وایي، که څه هم افغانستان کې روان حالت هیله بښونکی نه دی، خو دا د هیڅ لوري په ګټه نه ده، چې افغانستان سقوط شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر «هایکو ماس» له خپل امریکايي سیال «انتوني بلینکن» سره په ګډه یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې یو بشري بحران پېښېدونکی دی چې باید مخه یې ونیول شي او ټوله نړۍ له دې هیواد سره مرستې وکړي.

ده وړاندې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره د جرمني له چمتووالي خبر ورکړی او وړاندې یې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د پاتې الماني وګړو د ایستلو او دې هیواد ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اړینه ده چې له طالبانو سره خبرې وشي.

د ماس په خبره، د افغانستان امنیتي وضعیت د ټولې سیمې او نړۍ په ثبات او امنیت اغېز لري او دا د هیڅ لوري په ګټه نه ده، چې وضعیت نور هم خراب او افغانستان سقوط شي.

هایکو ماس هیله ښودلې، چې طالبان به کړې ژمنې پوره کړي او اجازه به ورنکړي چې افغانستان بیا ځلې د «ترهګرو» په ځاله بدل شي او افغان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکارول شي.

نوموړي د اسلامي امارت له لوري اعلان شوې کابینې ته په اشارې ویلي، چې افغانستان ددې مستحق دی چې یو هر اړخیز او پراخ بنسټه حکومت ولري.

د هایکو ماس پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي او طالبانو نوی حکومت اعلان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

په نامه طالبان لاکن د(I S I)جوړه کړی بیسواده ډله افغانستان نسی کنترولولای چه دافغانانوله پوهانوحکومت نکی جوړمطابق دوعدی بایدپراخ شموله حکومت جوړکی رمضان بشردوست یاعبدالواحد اڅګزۍ یی بایدصدرعظم وی تنهانورزۍ قوم افغانستان نسی پر مخ بیولای باید قومیت اوخپلوی په حکومت کی ونه چلیږی اونه دپاکستان استخفارات دافغانستان اوپاکستان دوستان دی دوی دانګریزانودپاره کارکوی باید بیله امتیازه پوهان دملک رهبران وی نه بیعلمه جاهلان درواغ بایدونه ویل سی .عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالرقیب

ورورکه نورزي د لمړۍ ورځي څخه د آی ایس آی سره نه وه ولاړ. آی ایس آی ته لمړی حیات خان ماما لاس وراوږد کړ. حیات خان ماما به د آی ایس آی په مجلسونو کي د نورزو ډیر غیبت کوئ چي دا نورزي داسي دي او هاسي دي. آخر آی ایس آی مشران سودایان سول چي راسئ چي دا نورزي هم وپیژنو. هغه وو چي د نورزو مشران یې پوښتنه پر پوښتنه پیدا کړل او بیا یې پټ روابط ورسره واچول. دا چي د حیات خان ماما اولادې د آی ایس آی ملګرتیا د هند د استخباراتو په انډیوالي… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

یاره اڅګزی صاحب چی خفه نشی ډیر اپلاتی او اوتی بوتی وایی. دا یاد ساته چی طالبان به هیڅکله مفت خورو ته د خپل حکومت په لوړو او آخری تصمیم نیونکو چوکیو کې ځای ورنکړی دا څوکی به صرف د هغو کسانو وی چی په عملی او فکری دواړو میدانونو کې ئې د طالبانو په ګټه نه ستړی کیدونکی مبارزه کړی او په عین حال کې ئې بیشماره مادی او معنوی قربانی ورکړی وی د عدالت او عقل تقاضا هم همدا ده او په هرځای د دنیا کې همدا معمول ده او هو دا هم یاد ساته چی زه نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx