شعـــــرونه

تورو تیارو ته د رڼا سپینه څپه راغلې/ حيدري

محمد اغا حيدري

خوب مې رښتیا شو نن د امن پرښته راغلې
تورو تیارو ته د رڼا سپینه څپه راغلې

زه به یې لمانځم په جشنو د ازادۍ په ویاړ کې
له ډیره وخته د خوښۍ داسې شېبیه راغلې

ښایسته اواز باندې هر خوا شولې نارې د تکبیر
په ګران هېواد د خپلواکۍ ښکلې نغمه راغلې

په ډیره مینه او اخلاص تاسو یې قدر وکړئ
دې جنګ ځپلي ولس ته سوله مېلمنه راغلې

شهیده! ستا ښکلي مزار باندې جنډې نصبوي
ورته ولاړه سپینه حوره مستانه راغلې

غرور دې وساته افغانه! غلامي ونکړې
وطن ازاد شو د اشغال نور خاتمه راغلې

هر یو مغرور متکبر ته ګورستان یاد شولو
د تېر تاریخ غوندې یوه داسې افسانه راغلې

حیدري! وایم په جهاد درنه غرور ونشي
ستا د تېر شویو تکالیفو شکرانه راغلې
ـــــــــــــــــــــــــــــ
محمدآغا حیدري
۱۴۰۰/۶/۱۷ل.ل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x