ورزش

ایا د افغانستان کرکټ لوبډلې بشپړ غړیتوب له خطر سره مخ دی؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره سم د سپورت په ګډون د کرکټ په اړه هم د نړیوالو ترمنځ اندېښنې څرګندې شوي، چې وایي دا به د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب له منځه وړلو لپاره ګواښ جوړ کړي.

په نړیوال کرکټ کې د افغانستان برخلیک چې په کې نږدې د شل اوریزو نړیوال جام او د استرالیا پر وړاندې ټیسټ شامل دی، د طالبانو له لوري د ښځينه کرکټ سره د مخالفت له کبله په شک کې ښکاریږي.

د استرالیا کرکټ اجراییوي مشر نیک هوکیلي ویلي، په دې غور کوي چې له افغانستان سره د ټیسټ لوبه وکړي که نه، دوی وایي چې په استرالیا کې د میشتو هزاره افغانانو سره، د استرالیا حکومت سره او د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې اړه مشورې کوي.

د نوموړي په وینا، که په استرالیا کې د هزاره ټولنې فکر کاوه دا لوبه ښه ده موږ به د افغانستان کرکټ بورډ سره پر مخ ولاړ شو که نه بیا په دې اړه خپل تصمیم ونیسو.

نړیوال اندېښنه لري چې د ښځینه کرکټ مخنیوی به د افغانستان کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب له خطر سره مخ کړي، ځکه چې طالبانو له دې وړاندې د ښځینه کرکټ مخالفت څرګند کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو سره سم باید د بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد به د نارینه کرکټ سره سم ښځینه کرکټ هم ولري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال احمد الله وثیق SBS نیوز سره د خبرو پرمهال ویلي وو چې د اسلام په رڼا کې او د افغانستان په کلتور کې ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي خپل عورت ښکاره کړي، او په کرکټ کې دغه څیزونه تر ډیره حده ممکن دي.

د نوموړي په وینا، «زه ګمان نه کوم طالبان به د افغان ښځو ته د کرکټ کولو اجازه ورکړي ځکه چې ددوی لپاره کرکټ کول اړین نه دي، په کرکټ کې به دوی د داسې حالاتو سره مخ شي چې ممکن ددوی د بدن ځینې اندامونه ښکاره شي، چې اسلام ښځو ته د داسې راڅرګندېدو اجازه نه ورکوي».

نوموړی زیاتوي، «اوس د رسنیو دور دی او هلته به عکسونه او ویدیوګانې د ټولې نړۍ پرمخ خپریږي او خلک یې ګوري، اسلام او د افغانستان اسلامي امارت ښځو ته اجازه نه ورکوي چې کرکټ وکړي یا دا ډول سپورتونه وکړي چیرته چې دوی څرګندیږي».

د افغانستان کرکټ بورډ تېر کال په هېواد دننه د ګڼ شمېر مخالفتونو سربېره ښځینه لوبډله اعلان کړه او د یو شمېر لوبغاړو سره یې تړون هم لاسلیک کړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر حامد شینواري په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې په افغانستان کې د ښځینه کرکټ لا دمخه له خطر سره مخ و.

تېره اونۍ د کرکټ بورډ سرپرست عمومي مشر عزیز الله فضلي طلوع نیوز او بي بي سي پښتو سره د مرکې پرمهال ویلي وو چې ښځينه لوبغاړو ته به د اسلام په چوکاټ کې د کرکټ اجازه ورکړل شي، د نوموړي په وینا ددوی لپاره به ځانګړی لوبغالی او ښځينه روزونکي ټاکل کیږي.

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ بورډ نن یا سبا پنجشنبه د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي، یاده لوبډله به په ګروپ کې د پاکستان، هندوستان، نیوزیلند او دوه ټيټو درجو لوبډلو سره مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx