افغانستان

سعودي د نوي حکومت د اعلان په غبرګون کې: د افغانستان د خلکو د انتخاب ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د وزیرانو شورا ځانګړې غونډه کې ویلي دي چې هېواد یې هیله مند دی چې نوی افغان سرپرست حکومت به په افغانستان کې ثبات راولي او تاوتریخوالي او افراطیت باندې به غالب شي.

شهزاده فیصل بن فرحان زیاته کړه چې سعودي د افغانستان د اینده لپاره د افغانستان د خلکو انتخاب چې د بهرنیو لاسوهنو څخه لرې وي ملاتړ کوي.

هغه وویل چې مؤقته اداره به د امنیت او ثبات تر لاسه کولو، تاوتریخوالي او افراط ګرایۍ رد کولو، په لور سم ګام وي.

تر دې وړاندې چین هم ویلي و، چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لري‌ او له نوي حکومت سره ګډ کار ته چمتو دی. همدا راز د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو هرکلی کړی و او تمه يې ښودلې وه‌ چې دا ګام به په افغانستان کې د یوه ملي توافق او د سولې او ثبات د تامین لامل وګرځي.

یاد هیوادونه په داسې حال کې د افغانستان له نوي‌ حکومت هرکلی کوي، چې تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د نوي‌ سرپرست حکومت تشکیلات اعلان کړل.

د نوي تشکیلاتو له مخې  ملا محمد حسن اخوند صدراعظم، ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي مرستیالان، ملا یعقوب دفاع وزیر، ملا سراج الدین حقاني کورنیو چارو وزیر او قاري فصیح الدین لوی درستیز ټاکل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود هم چې د بوټو ملاتړی وو د يو څه وخت لپاره ورسره مخالف شو او په خيبر پښتونخوا کې يې اسلامي حکومت رامينځته کړ او شريعت يې نافذ کړ، خو له مټې کلي پرته په ټوله صوبه کې چا ونه منلو او نه چېرې شريعت نافذ شو. کله چې د بوټو حکومت د پوځ او انګرېرانو په لارښوونه او مشوره بوديجه پرې بنده کړه او هم يې اوړه صوبې ته نه راپرېښوول، نو ډېر ژر له پښو وغورځېد او له مينځه ولاړ. ان تر دې ويل کيږي چې يو چا مفتي محمود په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx