افغانستان

بلینکن: که طالبان خپلې ژمنې پوره کړي امریکا ورسره کار کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې که طالبانو حکومت خپل تعهدات او وجایب سرته ورسوي، امریکا کولای شي چې له طالبانو سره کار وکړي.

انتوني بلینکن د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دوی د افغانستان له اینده حکومت څخه دا تمه او توقع لري چې بشري حقونو ملاتړ به وکړي او که طالبان دغه کار وکړي دوی کولای شي چې د طالبانو سره کار وکړي.

بلینکن په افغانستان کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه وویل چې د نوي حکومت رسمیت پيژندنه د طالبانو په کړنو تکیه ده نه دا چې طالبان څه وايي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د سرپرست حکومت د اعلان په غبرګونو کې ویلي چې دوی د طالبانو د اعمالو په اړه قضاوت کوي نه د هغوی په کلماتو. هغه زیاته کړې چې موږ ټولو ته دا واضحه کړې چې افغانان د یو ټولشموله حکومت مستحق دي او همدا راز طالبان باید د افغانستان خاوره د بل هر هیواد خلاف استفاده نه کړي.

د یادونې وړ ده چې د وږي په ۱۶مه د افغانستان اسلامي امارت د نوي‌ سرپرست حکومت تشکیلات اعلان کړل.

د نوي تشکیلاتو له مخې ملا محمد حسن اخوند صدراعظم، ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي مرستیالان، ملا یعقوب دفاع وزیر، ملا سراج الدین حقاني کورنیو چارو وزیر او قاري فصیح الدین لوی درستیز ټاکل شوي دي.

د نوي حکومت په اړه تر دې دمه چین، ازبکستان، سعودي او پاکستان مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښاغلی بلينکين،
وايی چې يوې کونډې خپلې لور ته ويلي :
هغه دغه دې دغه کړې؟
هغې ورته وويل :
((هو)).
هغه د غه مې دغه کړې.
نو تاسې پوه شه او د پنجاب د مدرسو طالبان چې څنګه سره جوړېږئ، خو چې وطن درڅځه نور په ارام شي او پنجاب له خپل غويمه توبه وغورځيږي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx