افغانستان

حکومت:‌ د تور لست په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړون سرغړونه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د امریکا دفاع وزیر وویل، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر «سراج الدین حقاني» یې‌ په تور لست کې دی او دوی ته د نظامي هدف حیثیت لري؛‌ د افغانستان حکومت یې په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې پاروونکې دي‌ او د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده مداخله ده.

د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند «ذبیح الله مجاهد» له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې ګواکې د اسلامي امارت په کابینه کي ځیني مشران یا د حقاني صاحب رحمه الله کورنۍ د امریکا په تورو لیستونو کې دي او داچي د دوی هدف دي. اسلامي امارت دغه دريځ د دوحې د تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي چې نه د امریکا او نه هم د افغانستان په ګټه ده.»

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، چې سراج الدین حقاني‌ او د هغه کورنۍ کوم ځانګړی تشکیل نه دی، بلکې د اسلامي‌ امارت برخه دي، چې باید د دوحې تړون په اساس چلند ورسره شوی وای او نومونه یې له تور لست څخه ایستل شوي‌ وای.

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې دا ډول دریځونه د امریکا او افغانستان په ګټه نه دي او باید په ډیپلوماټیکه راشه درشه بدل شي‌ «دا چې امریکا یا نور هېوادونه د افغانستان په داخلي چارو کې پارونکي نظرونه څرګندوي او د مداخلو هڅه کوي، اسلامي امارت دا دريځ په کلکو ټکو ردوي، د امریکایې چارواکو دا ډول څرګندوني د تیرو ناکامو تجربو تکرار او د امریکا په زیان دریځ دی.غوښتنه مو داده چې هرڅه ژر دغه ډول ناسم دريځ په دپلوماتیکه راشه درشه بدل شي.»

د حکومت تازه دریځ داسې مهال دی، چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر وویل، چې سراج الدین حقاني‌ اوس هم ددوی په تور لست کې دی او امریکایي امنیتي ادارو ته یو نظامي هدف دی.

تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د افغان حکومت کابینې ته په غبرګون کې ویلي وو؛ چې دوی د کابینې د یو شمېر غړو د «سابقې» په اړه اندېښنې لري.

یاده دې وی، چې د افغانستان اسلامي امارت وړمه ورځ د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د خپل نوي حکومت کابینه اعلان کړه او سراج الدین حقاني یې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

د سراج الدین حقاني تر څنګ د نوي حکومت د کابینې یو شمېر نور غړي هم د ملګرو ملتونو په تور لست کې دي او امریکا یې په نیولو او وژلو جایزې هم اعلان کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

تاسې او چټل پنجاب او خليلزاد او امريکايان پوه شه او کار مو چې څه ټول پټ وښکاره تړون مو کړی دی. شعار د اسلامي نظام وامارت (اسارت) مخته وړئ. مخې ته قرآن رامخته کړی وو او اوس خبره د دوحې د تړون کوئ، نو دا څه ډول تړون دی؟ سياسي دی که اسلامي او که نظامي يا اقتصادي؟ يو بل ته د دوحې تړون مخته کوئ، خو نه مو له تړون څوک خبر دی او نه مو له خبرو؟

Karwan

ځه ورک شه متعصب انسانه، له تعصب او بدبيني نه ډکي ليکني کوي. ددوحي تړون خو په مللي متحد کي تايد شوي. نو ته بيخبره چټي لگيا یي. دامريکا دالر ورک شول، ځکه مو د سپويو غوندي غال مغال اچولي. دتاسي رذيلانو له ليکنو داسي معلوميږي، چه داسلام سره کلکه دوښمني لري، الله مو تباه کړه.
کاروان

محمد

اى د طالبانو مخكينى او اوسنى مشرانو او كشرانو له امريكايانو او د هغه د ملگرو سخه هيس د شه طمع او توقع او يا د كمك توقع مه ساتى . امريكا په دوستى كى دغلباز په دخمنى كى دير شرير دى . امريكا د هر بشر وينى زبيخونكى دى خصوصا د مسلمانانو بيا د افغانانو ددنيا تيل او نور معادن يى په تشو بى پشتوانى قاغذى دالرو لوت كرل او عرب عياش ممالك يى صرف په دمكيو ترهولى او تر خپلو گوندو لاندى نيولى دى. داچى د افغانستان غيور ولس او مجاهدين ددوى دهغو ترهونكى كروزرنو او ميزايلونو بيا… نور لوستل »

محمد

اى بزدله امريكايانو او د هغوى ملگرو او مزدورانو او هر يو ظالم دى شه په كلاوو غوگونو واورى چى تولو افغانانو ته د خپلو خدمتگارانو او جاسوسانو په نظر مه گورى دلته شته دى داسى خلك رختونى خلك چى هر نسل كى پيدا كيژى چى نه له بنده داريژى نه زخمه داريژى نه له زجره داريژى نه له مرگه داريژى او نه مو له بنديزونو داريگى او تر آخرى سلگى تر خپل پوهى او وسعى ستاسو مقابله كوى

محمد صالح

مجاهد صاحب، یو څه ګزاره کوه. بالا ولا چي ستړي یو. دا د پنجشیر جګړې لا پسي ستړي کړلو. دومره لاره مو سره وړې ده. یو څه نور هم لاره سره یوسئ. دوئ ته هم ووایاست چي د ۹/۱۱ په مرداریو کي نور لرګی مه وهئ که نه څو کاله بعد به د امریکا جګپوړي چارواکي او سیاسیون د دې پیښي په تړاو تر محاکمې لاندي وي لکه ډاکټر فاوچي چي د کورونا په کیس کي اوس تر تحقیقاتو لاندي دی. دوئ دي د حقاني صاحب نوم د تور لیست څخه وباسي تاسو بیا د حقاني نوم د وزیرانو د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx