نظــر

میک ویلس ( Mick Wallace )

حفيظ الدين پيرزاده

نوموړ‎ی ۶۵ کلن ایرلنډی سیاستوال دی چې د کال ۲۰۱۹ م راھیسې د اروپایي ټولنې په پارلمان کې د آیرلینډ د خلکو استازیتوب کوي.

دا سپین ویونکی سیاستوال چې کله د اروپایي ټولنې په پارلمان کې را پاڅي، ماته داسې بریښي لکه بشردوست چې د کابل د دوړ‎ہ شوې ادارې د ولسي جرگې په تالار کې وینا کوي.

څه مودہ وړ‎اندې یې ویلي وو:
امریکا او ناټو غواړ‎ي په افغانستان کې ښځې په قدرت کې شریکې کړ‎ي. نو یې پر افغانستان ھاغومرہ بمونه وغورځول څومرہ چې پکار ول تر څو پاته خلکو ته تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړ‎ي!

امریکا او اروپا باید دغه ناروا جگړ‎ہ چې ھغوی یې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې کوي، مطلقه بندہ کړ‎ي ځکه د دې جگړ‎ې گټه یواځې د وسلو جوړ‎ولو د کارخانو د مالکانو جیبونو ته ځي!!

اوس یې تازہ د اروپایي پارلمان په عمومي اسامبله کې ویلي:
په افغانستان کې تیرہ شل کلنه جگړ‎ہ پر محض درواغو ولاړ‎ہ وہ.
ناټو او اروپا د امریکا مرسته کوله تر څو په افغانستان کي د څو میلیونو انسانانو ژوند تباہ کړ‎ي او امریکا د خپلو مالیه ورکونکیو دوہ تریلیونه ډالر د شخصي قراردادیانو جیبونو ته واچوي!!

په افغانستان کې له نن څخه څلویښت کاله پخوا د ښځې حالت له اوس څخه په مراتبو بھتر و.
د دې ھر څه مسؤل څوک دی؟!!
د اروپا ټولنه په افغانستان کې څه کوي؟! دوی زموږ‎ د مالیې پیسې په تیرو شلو کلونو کې چرته لگولي؟!

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ م کال څخه تر اوسه د فقر کچه دوہ برابرہ زیاته شوې! د افغانانو یو په درې ۱/۳ برخه یې ډوډۍ نه لري؛ نیم یې د څکلو پاکې اوبه نه لري او دوہ په درې ۲/۳ برخه یې برق نه لري!

د مجاھدینو تر راتگ مخکې د افغاني پوھنتونونو ۵۰ سلنه زدہ کوونکې ښځې وې! د افغاني ډاکترانو څلویښت سلنه ښځې وې! ۳۰ سلنه دولتي مامورینې ښځې وې! ۷۰ سلنه ښوونکې ښځې وي!

راشئ! د افغانستان اوسنی حالت ورسرہ پرتله کړ‎ئ! موږ‎ له امریکا سرہ د افغاني ټولنې په تباھۍ کې مرسته وکړ‎ہ!

آیا اوس ھم په پورہ بې حیایې دعوہ کوو چې موږ‎ په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د اعادې لپارہ مبارزہ کوو؟!!

آیا موږ‎ اروپایان په دې پوھیږ‎و چې زموږ‎ پیسې په کوم ځای کې مصرف شوي؟!
او که نه پوھیږ‎و، ولې نه پوھیږ‎و؟!!
زموږ‎ پیسې مصرف شوي خو موږ‎ ته یې د مصرف ځای نه دی ښودل شوی!
دا د چا مسؤلیت دی؟! موږ‎ څوک له گریوان څخه و نیسو؟!!
________

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۹/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Habibi

سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی:
راځی چی افغانستان په ګډه آباد کړو هغه که له بهر دهیواده وی او که له داخله. تبعیض پریږدو او یو پر بل خپلخ پړه وانه چوو.
په احترام.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx