نړۍ

مرکزي امریکا: طوفاني بارانونو ۳۶ کسه ووژل

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۵) په مرکزی امریکا کی له تیرو درو ورځو راپدي خوا طوفاني بارانونو، توندو او تیزو هواوو د ژوند ټول نظام سره ګډ وډ کړی دي.

له افتونو سره دمبارزي ددفتر مسؤل له خبري رسنیو سره دخبرو پر وخت وویل له تیرو درو ورځو راپدی خوا دامریکي په مرکزي سیمو کی طوفاني بارانونو اوتیزو بادونه دخلګو ژوند ګډ وډ کړی دي، خبر وړاندي لیکی چی دځمکو دښویدو او دریابونو دطغیاني کیدو له کبله تراوسه پوری ۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

چارواکی وایی ۲۱ مړي یوازي په ګواټیمالا کی موندل شوی دي، اوبه زرګونو نورو خلګو بیا دکورونو دویجاړیدو له کبله سیمه خوشي کړی ده. له افتونو سره دمبارزي دفتر خبر خپور کړی دی چي د سالوا ډور دریاب دطغیانی کیدو له کبله بی شماره کلي تراوبو لاندی شوی دي، تراوسه پوری بیړنیو مرستو کونکو له ۴۰۰۰ څخه زیات کسان له خپلو کورونو ایستلی دی.

په هانډوراس کی تراوسه پوري د شپږو مړو خبر ورکول شوی دي، طو فانونو دګوټیمالا او هانډوراس ترمنځ ځکمني لاره لاندی کړي اوپه زرګونه خلګ تراوسه پوری داوبو په منځ کی پاته دي. دهوا پیزندنی اداره وایی مالومیږی چی دبارانونو اوطوفانونو دغه سلسله به ترڅو ورځو پوري دوام ومومي، او داسي ګمان کیږی چی سیمه کی به بی ساري زیانونه رامنځ ته کړی.

 تراوسه پوری تیزو بارانونه چی د ۷۵ کیلومټره په رفتارسره تونده هوا په پسي ده دوام لري، داسي وړاندوینه کیږی چی تر راتلونکی پنج شنبي پوري به دهوا په توند والي کي کموالي راشي.

چارواکو دامریکی په مرکزي سیمو کي وټولو اړونده بیړنیو مرسته کونکو ادارو ته دتیارسی امر کړي دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x