افغانستان

د سره صليب کمېټه: مرستندويه ادارې او نړيوال بانک دې له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پيل کړي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل):  د سره صليب نړيوالې کمېټې له بشري مرستندويه ادارو او نړیوال بانک څخه غوښتي، چې افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري، بشري مستندويه ادارې او نړيوال بانک بايد له افغانانو سره بېرته خپلې مرستې پيل کړي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر پيټر موریر افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر پر مهال ويلي، چې د افغانستان نوي نظام په راتلو له حکومت سره د ميلياردونو ډالرو بهرنۍ مرستې ځنډول شوي او د غربيانو ملاتړ لرونکي نظام له نسکورېدو وروسته د افغانستان وضعيت ترينګلی شوی دی.

پيټر مورير افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء له مرستيال ملا عبدالغني برادر او يو شمېر نور امارتي چارواکو سره ليدلي دي.

نوموړي ويلي، د سره صليب کمېټه د نورو نړيوالو بنديزونو په اړه دريځ نه نيسي، خو د روغتيا سکټور لپاره بايد بشري مرستندويه بنسټونه او نړيوال بانک خپلې ځنډول شوې مرستې بېرته پيل کړي.

تر دې وړاندې د سره صليب او سرې مياشتې د ټولنو فدراسيون ويلي و، چې د جګړې، وچکالۍ او کرونا ويروس د خپرېدو له امله ۱۸ ميليونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

تر دې وړاندې بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټن ګريفيتس هم څو ورځې مخکې کابل ته راغلی و او دلته يې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت له پلاوي سره د بشري مرستو په اړتيا خبرې کړې وې او ژمنه يې کړې، چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د جينيوا په راتلونکي کنفرانس کې به له افغانستان سره د نوو مالي او بشري مرستو غوښتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کچیری په ریښتیا نیت د خدمت خلکو او بشری خدماتو ته وی نو اوس یی همدا وخت دی ځکه چی د موسیساتو موټرونه به هم څوک نه تښتوی او نه به کوم انجنییر یا د موسیسی کس ته څوک مزاحمت کوی. فکر کوم چی ریښتیا وایم خو اصلی خبری نه بیانزی صیب ښه خبر دی ځکه چی هغه په جریان کی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx