ورزش

کرکټ بورډ: پر اصغر افغان لګېدلي تورونه ناسم دي او کولی شي خپل کرکټ ته دوام ورکړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې پر اصغر افغان لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او هغه له دې وروسته کولی شي ملي لوبډلې ته راستون شي.

کرکټ بورډ دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې يو شمېر کرکټ مبصرينو ويلي، د راشد خان له لوري د شل اوريز جام لپاره پر کرکټ بورډ د اصغر افغان شاملولو لپاره زور راوړی و چې ممکن د نړيوال جام لپاره په لوبډله کې هم ځای ورکړل شي.

کرکټ بورډ وړمه ورځ ويلي وو چې پرون د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۸ به د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړي،خو د ځينو ستونزو او د پخوانيو لوبغاړو د شاملېدو غوښتنې دغه اعلان ځنډنی کړی دی.

کرکټ بورډ د يوه خبر خپرولو له مخې ويلي، «د مشرتابه هدايت په اساس د يوې ځانګړې څيړنيزې کميټې لخوا د پخواني مشرتابه د هغه وخت مؤظف شوي کميټې ګزارش وڅيړل شو کوم چې څه مودې وړاندې اصغر افغان د يادې کميټې او پخواني مشرتابه لخوا پکښې تورن نومول شوی وه».

دوی زياتوي، د کرکټ بورډ مشرتابه د څيړنيزې کميټې وروستي ګزارش په اساس په ښاغلي اصغر افغان هغه لګيدلي تورونه بې بنياده وبلل. نو په دې اساس اصغر افغان کولای شي چې خپل کرکټ ته په نورمال ډول ادامه ورکړي.

اصغر افغان د پخواني عمومي مدير فرهان يوسفزي مشرۍ پرمهال د زمبابوې پر وړاندې په ټيسټ لوبه کې د ناسمو پريکړو له کبله تورن شو او په عين حال کې له لوبډلمشرۍ ګوښه شو، خو اوس کرکټ بورډ هغه پاک اعلان کړ.

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ بورډ سبا د جمعې په ورځ د راتلونکي نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړي، چې ممکن يو شمېر پخواني لوبغاړي هم په کې شامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx