افغانستان

قطر: کابل هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو لپاره تیار دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ماجد القحطاني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل هوايي ډګر د اوس لپاره نړیوالو پروازونو ته تیار دی او په تدریجي شکل به یې نړیوالو پروازونو ته خلاص کړي.

ښاغلي قحطاني په یوه خبري کنفرانس کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ورسره و، رسنیو ته وویل چې قطر تخنیکي ټیم د ډيرو ننګونو سره مخ و خو حاضره د کابل هوايي ۹۰ سلنه چمتو دی او د هوايي ډګر سستمونه په نورمال ډول فعالیت کوي. ‎

دا په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د راتګ وروسته کابل ته او له کابل څخه نړیوال تجارتي پروازونه د میدان د تخریب له کبله بند شوي وو.

خو نن د کابل هوايي ډګر څخه د قطر ایرویز یوې تجارتي الوتکې شاوخوا ۱۵۰ مسافر دوحې ته ویوړل.

القحطاني وویل چې په نني پرواز کې ټولو مسافرو ټکټ او بورډنګ پاس درلود او تمه ده چې یو بل پرواز به د جمعې په ورځ ترسره شي. هغه زیاته کړه چې دوی هیله مند دي چې په افغانستان کې ژوند بېرته عادي شي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ننني خبري غونډه کې د هوايي ډګر په بیا فعالولو او بشري مرستو له کبله د قطر هیواد له همکاریو مننه وکړه. ښاغلي مجاهد وویل چې د قطر هیواد تخنیکي ټیم د هوايي ډګر په ښه توګه بیا فعال کړ او دوی نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د هوايي ډګر د مراقبت کارونه به ژر تکمیل شي.

د کابل هوايي ډګر څخه د اګست په ۳۱مه امریکايي ځواکونه ووتل او یاد هوايي ډګر یې تر ډیره تخریب کړی و او هلته ولاړې الوتکې او تخنیکي شیان یې د رادار په ګډون تخریب کړي او له کاره غورځولي ول.

د قطر او ترکیې هیوادونو بیا ګډ تخنیکي ټيمونه کابل ته ولېږل څو د امریکا له لوري پېښې شوې ویجاړۍ ورغوي او هوایي‌ ډګر بیا ځلې د الوتکو تګ راتګ ته چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې د کابل هوايي ډګر د داخلي پروازونو لپاره څو ورځې وړاندې چمتو شوی و او تر دې دمه هرات او کندهار ته ترې پروازونه شوي دي.

د اریانا افغان شرکت ویلي چې د بهرنیو پروازونو د فعاليدو سره به د کابل څخه لومړی پرواز د هند پلازمېنې ډهلي ته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx