ورزش

کرکټ بورډ د ۲۰ اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه؛ لوبډلمشر راشدخان په اعتراض کې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې د ۲۰۲۱ ز کال شل اوریزه نړیوال جام لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ تر اعلان څو دقيقې تېرې نه وی چې لوبډلمشر راشد خان د لوبډلې د انتخاب په اړه اعتراض وښود او استعفا یې ورکړه.

راشدخان پر خپل ټویټر او فیسبوک پاڼو ولیکل چې د لوبډلې په انتخاب کې له ده سره مشوره نه شوې نو دی له همدې کبله له لوبډلمشرۍ استعفا ورکوي.

کرکټ بورډ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام لپاره اکثریت زاړه او تقاعد ته نیږدې لوبغاړي انتخاب کړي دي او ممکن له همدې کبله راشد خان استعفا ورکړي وي.

د ۲۰ اوریز جام لپاره په انتخاب شوې لوبډله کې اصغر افغان، حمید حسن، شاپور ځدران، محمد شهزاد او حشمت الله شاهدي هم شامل دي. شاهدي د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره مناسب لوبغاړی نه دی او پاتې نور بیا هيڅ ډول فټنس نه لري او د yo yo تست کې هم ناکام شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د لوبډلې د اعلان وړاندې د کرکټ بورډ مطبوعاتي رئیس حکمت حسن وویل چې د فیسبوک پاڼه هیک شوې ده او د رسنیو ټیم ورته لاسرسی نه لري.

د ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره د کرکټ بورډ لخوا انتخاب شوې لوبډله په لاندې ډول ده:

راشد خان (کپتان)
رحمن الله ګربز
حضرت الله ځاځي
عثمان غني
اصغرافغان
محمد نبي
نجیب الله ځدران
حشمت الله شاهدي
محمد شهزاد
مجیب الرحمن
کریم جنت
ګلبدین نایب
نوین الحق
حمید حسن
شرف الدین اشرف
دولت ځدران
شاپور ځدران
قیس احمد
افسر ځاځی (ریزرو)
فرید احمد ملک (ریزرو)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x