ورزش

کرکټ: د راشدخان تر استعفا وروسته محمد نبي نوی لوبډلمشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د راشد خان استعفا د ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ څخه منظور کړې او محمد نبي یې د نوي لوبډلمشر په حیث ټاکلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې د ۲۰۲۱ ز کال شل اوریزه نړیوال جام لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه؛ خو  تر اعلان څو دقيقې تېرې نه وی چې لوبډلمشر راشد خان د لوبډلې د انتخاب په اړه اعتراض وښود او استعفا یې ورکړه.

راشدخان پر خپل ټویټر او فیسبوک پاڼو ولیکل چې د لوبډلې په انتخاب کې له ده سره مشوره نه شوې نو دی له همدې کبله له لوبډلمشرۍ استعفا ورکوي.

کرکټ بورډ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام لپاره اکثریت زاړه او تقاعد ته نیږدې لوبغاړي انتخاب کړي دي او ممکن له همدې کبله راشد خان استعفا ورکړي وي.

کرکټ بورډ ویلي چې په لوبډله کې نور بدلون نه دی راغلی محض د راشدخان پر ځای محمد نبي عيسي خيل د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر او نجيب الله ځدران د لوبډلمشر د معاون په صفت وټاکل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x