ورزش

یو بل نړیوال جام، د طالبانو واکمني، د فضلي اداره او د راشد خان استعفا که خیانت؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د شل اوریزو راتلونکي نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ لوبډلې په شمول ټولو ګډون کونکو لوبډلو خپلې لوبډلې اعلان کړي دي کوم چې د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د لومړي پړاو له لوبو په عمان او عربي اماراتو کې پېلیږي.

افغانستان په یاد جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د لومړي پړاو غوره شوې لوبډلې سره کوي، چې له هغې وروسته به د پاکستان، هندوستان او نیوزیلند سره ګروپي لوبې وکړي.

د طالبانو واکمني او کرکټ

د اګست په ۱۵مه نېټه طالبانو کابل ونیوه او په رسمي توګه یې د اشرف غني حکومت وغورځوه چې ورسره سم د کرکټ او نورو سپورتي فعالیتونو په اړه بېلا بېلې اندېښنې رامنځته شوې.

بېلا بېلو طالب چارواکو د کرکټ او نورو سپورتي فعالیتونو د ملاتړ په خاطر لوبغاړي دعوت کړل، د هغوی کورونو ته ورغلل، د کرکټ بورډ لیدنه یې وکړه او نوی سرپرست عمومي مشر یې وټاکه، خو د کرکټ مبصرینو په نظر دغې کار په داخلي کچه یو څه مثبت خو په نړیواله کچه منفي اغیز وکړ.

د امریکا غږ خبریال او کرکټ مبصر جعفر هاند وایي، کرکټ یوه غیر سیاسي نړیواله اداره ده چې په افغانستان کې د سولې او یووالي سمبول او د ملیونونه افغانانو د خوښۍ وسیله ګرځېدلې ده، خو کرکټ جلا اداره ده، خپل د رسنیو څانګه او مسئولین لري چې باید کار ته پریښودل شي او سیاسي چارواکي دې په کې له مداخلې ډډه وکړي.

د نوموړي په وینا په نړیواله کچه د طالبانو واکمنۍ پرمهال د افغانستان کرکټ په اړه منفي تبلیغات هغه مهال پېل شول چې د طالبانو فرهنګي کمیسیون مرستیال احمد الله وثیق رسنیو ته وویل، «دا چې افغانستان یوه اسلامي او دودپاله ټولنه لري، په دې اساس به هېواد کې د ښځو کرکټ ته اجازه ورنکړل شي».

د فضلي اداره

دوه اونۍ وړاندې عزیز الله فضلي د طالبانو  له لوري د کرکټ بورډ د سرپرست عمومي مدیر په حیث وټاکل شو، چې د نوموړي د مشرۍ پرمهال د ځينو داخلي او خارجي ستونزو له کبله د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې او شپږیزه کورني لیګ سیالۍ وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه د سپتمبر په ۸مه نېټه کرکټ بورډ د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړي خو د ځینو ستونزو له کبله دغه اعلان د پنجشنبې په ورځ له ګڼ شمېر جنجالونو وروسته وشو.

لومړی کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره هغه لوبغاړي لوبډله کې شامل کړي چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې لوبه نه ده ترسره کړې، او د ګوښه شوي اصغر افغان په ګډون یو شمېر د تقاعد عمر ته نږدې لوبغاړي په کې دي، دا ددې لامل شو چې راشد خان سمدستي له لوبډلمشرۍ د استعفا اعلان وکړ، کرکټ بورډ یې استعفا ومنله او پرځای یې محمد نبي نوی لوبډلمشر او نجیب ځدران مرستیال لوبډلمشر وټاکه.

د کرکټ بورډ په وینا، د نړیوال جام لپاره تجربه کار لوبغاړي انتخاب شوي تر څو لوبډله د یادو سیالیو دوهم او دریم پړاو ته لار ومومي، په دې لوبډله کې په حیرانونکي توګه شاپور ځدران، حمید حسن، محمد شهزاد او دولت ځدران شامل شوي دي، ددوی لپاره ځوان استعداد لرونکي لوبغاړي کینول شوي او د هغو له حق سره زیاتی شوی دی.

دا لومړی وار نه دی چې د عزیز الله فضلي د مشرۍ پرمهال په کرکټ کې ستونزې رامنځته کیږي، له دې وړاندې په ۲۰۱۹م یو ورځني نړیوال جام کې فضلي له سیالیو دوه میاشتې وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې ګلبدین نائب لوبډلمشر وټاکه. ددغې ټاکنې په غبرګون کې راشد خان او محمد نبي په خلاصه توګه ټویټونه وکړل او دغه پریکړه یې وغندله.

دا پریکړه ددې لامل شوې وه چې په نړیوال جام کې د لوبغاړو ترمنځ همغږي شتون نه درلود او د اختلافاتو سره په نړیوال جام کې افغانستان هیڅ سیالي ونه ګټله.

د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د لوبډلې په انتخاب کې پر فضلي سختې نېوکې کیږي چې تکړښت، ډیسپلن او داسې نور معیارونه یې له پامه غورځولي دي.

د راشد خان استعفا که خیانت؟

راشد خان چې د لوبډلې له اعلان څو دقیقې وروسته خپله استعفا اعلان کړه وویل، «د یوه لوبډلمشر او مسئول کس په حیث حق لرم چې د لوبغاړو په انتخاب کې برخه واخلم، دا چې کرکټ بورډ په دې تړاو زما سره مشوره نه ده کړې او زما غوښتنې یې ونه منلې زه له لوبډلمشرۍ استعفا کوم، خو د افغانستان لپاره په لوبېدو ویاړم».

د کرکټ بورډ د رسنیو ویاند حکمت حسن پر خپله ټویټر پاڼه وایي چې راشد خان په مشروط ډول د لوبډلې مشرۍ ته غاړه ایښي وه، خو هغه د لوبغاړو په وروستي انتخاب پروسه کې بشپړ له پامه غورځول شوی و.

راشد خان په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې هم د لوبغاړو ترمنځ په تفرقې او اختلاف تورن شوی و او نه یې غوښتل هغه مهال د ټاکل شوي لوبډلمشر سره کار وکړي، ځکه چې نوموړي د کرکټ بورډ له پریکړې سره مخالفت کړی و، د کرکټ پوهانو، مبصرینو او مینوالو د راشد دغه کار ستر خیانت بللی و.

ژورنالیست فرید الله سادات وایي چې کرکټ بورډ د راشد خان ځینې غوښتنې منلي خو ځینې یې له پامه غورځول شوي چې په پای کې راشد خان استعفا ورکولو ته اړ شوی دی. د راشد خان استعفا ممکن پر افغان لوبډله ډیر اغیز ونکړي ځکه چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې افغان لوبډلې هیڅ سیالۍ نه دي ترسره کړي، خو بالعکس محمد نبي له راشد خان زیات تجربه کار او پخوانی لوبډلمشر پاتې شوی دی.

د کرکټ پوهانو، مبصرینو او ژورنالستانو د راشد خان پریکړه ناسمه او بې وخته بللې، خو په دې کې د کرکټ بورډ اداره او عمومي مدیر هم پړ ګڼل کیږي.

د کرکټ مبصرین اندېښنې ښيي، د افغانستان کرکټ د زوال خوا ته روان دی چې ممکن په راتلونکي نږدې کې بشپړ غړیتوب هم لاسه ورکړي، چې دا به په نړیواله کچه د افغانستان لپاره ستره ناکامي وي.

د یادونې وړ ده چې د استرالیا کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، که چیرې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځینه کرکټ مخالفت وشي دوی افغانستان سره په نومبر میاشت کې د ټیسټ سیالۍ کوربه توب نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x