افغانستان

له کابله قطر ته ځانګړی پرواز؛ امريکا وايي، طالبانو مسلکي چلند کړی

نن ټکی اسیا ( جمعه،۱۹وږي، ۱۴۰۰ل):  سپينه ماڼۍ وايي، له کابله قطر ته د لومړني ځانګړي پرواز په اړه طالبانو ډېر مسلکي او غوره چلند کړی دی.

د تېرې اګسټ مياشتې په ۳۰مه نېټه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د ماموريت له پای ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له کابل نړيوال هوايي ډګر څخه قطر ته ځانګړې الوتکې پرواز وکړ، چې د نورې سپارلۍ سربېره دوه سوه امريکايي اتباع هم په کې وو.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياندې اميلي هورن ويلي، دا يو ډېر مثبت ګام و، د افغانستان اسلامي امارت هڅې يې مسلکي بللي او هغه يې ستايلي دي.

تېره ورځ ناوخته د سپينې ماڼۍ وياند نيډ پرايس هم په يوه ټويټ کې ويلي و، چې دوی ۳۹ کسان امريکا ته وربللي وو، چې لس تنه يې امريکايي اتباع وو او ۱۱ نور يې په متحده ایالتونو کې د دايمي اوسېدو «ګرين کارډ» لرونکي دي، چې په ځانګړې الوتکه کې د کابل له هوايي ډګر څخه قطر ته ولېږدول شول.

د يادونې وړ ده، چې د امريکايي ځواکونو وروستۍ جوپې له افغانستانه د وتلو په وروستيو ورځو کې امريکايي پوځيانو د کابل هوايي ډګر ګڼې برخې ويجاړې کړې وې او ډېرې برخې له کاره غورځېدلې وې، خو د قطر حکومت په لومړيو ورځو کې د الوتکو جوړولو تخنيکي ټيم رالېږلی و او په لنډو ورځو کې يې د کابل نړيوال هوايي ډګر کار او پروازونو ته چمتو کړ.

د افغانستان اسلامي امارت او افغان ولس د قطر حکومت او ولس څخه مننه کوي، چې د سولې بهير په بريا او همدارنګه د کابل هوايي ډګر په بېرته رغولو کې يې بې ساري مرستې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx