افغانستان

یوناما: نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرینږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر “یوناما” مشرې “دیبورا لینز” پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران مخه ونیسي او په دې سخت حالت کې دا هیواد یوازې پرینږدي.

لینز چې نن یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د روان حالت په اړه معلومات وړاندې کول وویل، چې له تیرې شاوخوا یوې میاشتې را پدیخوا طالبانو د کابل د حکومت واګې تر لاسه کړې دي، خو له هیواده د وتلو لپاره په کابل هوایي ډګر باندې بې ساري ګڼې ګوڼې او هیواد کې وروستیو لاریونونو ثابته کړې چې د افغانانو باور یې نه دی ترلاسه کړی او په دې وروستیو کې یې داسې کابینه اعلان کړې چې هر اړخیزه نه ده، ښځو او لږکیو ته ځای نه دی پکې ورکړل شوی او د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل کسان پکې ځای شوي.

دې وړاندې زیاته کړې چې دا که څه هم سیاسي موضوع ده او ملګري ملتونه یې باید په اړه پریکړه وکړي؛ خو تر هغه وړاندې په دې هیواد کې د روان بشري بحران د مخنیوي هڅې باید وشي، کوم چې د مرستو د بندیدو له امله شیبه په شیبه په پراخېدو دی او د سیاسي موضوعاتو تر حل کېدو پورې ځنډول کېدای نه شي.

لینز ددې تر څنګ د یو شمېر هیوادونو له لوري د افغانستان د سرمایو په کنګل کېدو اندېښنه ښودلې او څرګنده کړې چې، دا به په افغانستان کې د غربت کچه نوره هم لوړه کړي، ټولنیز نظم به برباد کړي او په ټوله کې به اقتصاد له رکود سره مخ شي.

ددې له قوله، اوس هم له بانکونو سره پیسې مخ په خلاصېدو دي او د افغانستان غوندې یو هیواد چې په صادراتو متکي دی، له بهره د توکو واردول ورته ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

دې د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې داسې راپورونه را رسيدلي چې ښيي، طالبان د عمومي عفوې له اعلان سره، سره کور په کور پلټنې کوي، پخواني چارواکي وژني، رسنیو ته ازادي نه ورکوي او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې ملګري ملتونه باید بیا هم مرستې روانې وساتي او د افغانستان دې نوي حقیقت ته مثبته بڼه ورکړي.

دې ملګري ملتونه له طالبانو سره د تعامل دوام ته رابللي او ټینګار یې کړی چې د بشري مرستو د رسولو او د امنیتي موضوعاتو د حل لپاره باید له هغوی سره تعامل وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

دیره مهمه خبره: په پنجشیر کی دیر لوی دیپو د اسلحی پیداشوی دی طالبان چی هر سومره ژر کولای شی باید د اسلحه مرکزی شرقی او جنوبی او نور شمالی ساحوته انتقال کری کوشش وشی د ا اسلحه د شپی لمخی انتقال شی. توله باید اول ثبت شی. فکر مو وی چی پاکستان یی دتخریب او غلا کولو دیر کوشش کوی.

https://www.youtube.com/watch?v=JeEXP0gX-jU

مه کوی

طالبانو په عمومی مجالسو یا خصوصی مجالسو کی د ناستی پاستی طریقه اصلاح کری دا مدرسی ندی چی هر طریقه کیناستی مشکل نلری بلکی اوس مو دنیا ګوری نور هیوادون ریشخند در باندی وهی نوم دی تر دی هم بد کیژی نو هیله کوم پزی مو مه راپری کوی په چوکی کی منظم کینی او منظم لباس اغوندی. ِغت مشران باید د چپلکو پر زای تور یا جګری بوتونه پشه کری. ملا خیرالله خیر خواه یو مجلس کی چپلکی پشه دی دیر بد ایسی اوس خو تاسو غت سیاسی او دیپلوماتیک خلګ یاست

https://www.youtube.com/watch?v=NIlMtiO38Bs

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx