افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکایي استخباراتو مشر له هندي او پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږیدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د امریکایي استخباراتي ادارې “سي آی اې” مشر ویلیم برنز پاکستان او هند ته سفر کړی او د یادو هیوادونو له چارواکو سره د سیمې او افغانستان د وضعیت په اړه غږیدلی.
برنز په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له لوی درستیز “جنرال قمر جاوید باجوه” او له خپل پاکستاني سیال “فیض حمید” سره کتلي.

د پاکستاني پوځ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د سیمې او افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې او پاکستان څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره ګډې همکارۍ ته چمتو دی.

د خبرپاڼې له مخې، ویلیم برنز په افغانستان کې د پاکستان رول مهم بللی او له دې هیواد یې مننه کړې چې د هغو بهرنیو اتباعو او خطر لاندې کسانو په ایستلو کې یې مرسته کړې چا چې له افغانستانه وتل غوښتل.

ددې تر څنګ نوموړي هند ته د سفر په مهال د ملي امنیت شورا له سلاکار سره کتلي.

ددې لیدنې جزئیات که څه هم نه دي رسنیز شوي خو یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي، چې په لیدنه کې د طالبانو له لوري د واک ته د رسېدلو او د چین د اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه وشول او دواړه لوري له “طالبانو څخه هند ته متوجې امنیتي اندېښنو په اړه وغږېدل.”

د سرچینې په باور، په دې ناسته کې ټینګار وشو دواړه هیوادونه به د افغانستان په اړه ګډ دریځ نیسي.

دغه لیدنې داسې مهال دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور پای ته رسېدلی او هیواد په بشپړ ډول د اسلامي امارت په ولکه کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x