
پوتین د بریکس په غونډه کې: د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه غیرمسوولانه هڅو پایله ده چې بهرني ارزښتونه مسلطوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د بریکس (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) رهبرانو د هند د لومړي وزیر په مشرۍ د افغانستان په وضعیت غونډه کړې او د ستونزو په سولییز حل يې ټینګار کړی دی.
د بریکس لخوا خپوره شوې بیانیه کې په بین الافغاني مذاکراتو ټينګار شوی څو په افغانستان کې ثبات، سوله او د قانون حاکمیت رامنځته شي.
دغه بیانیه چې د بریکس هیوادونو د غونډې په پای کې تصویب شوه په کې د ماشومانو او ښځو د حقونو په شمول د بشري حقونو په ساتلو او د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په خلاف د نه استفاده کیدو باندې ټينګار وشو.
یادې غونډې ته د روسيې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وویل چې بې ثباته افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته خطر جوړولای شي. هغه ټينګار وکړ چې افغانستان باید ګاونډیو هیوادونو ته خطر نه شي او د نشيي توکو د قاچاق او ترهګرۍ په مرکز بدل نشي او افغانان په خپله خاوره کې په سوله او وقار کې ژوند وکړي.
پوتین زیاته کړه چې د افغانستان خلکو د څو لسیزو راهيسې مبارزه کړې او د د ځان لپاره د دولت جوړولو حق لري.
پوتین د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول امریکا او د هغوی اتحادیان وښودل او په وینا یې دوی په افغانستان کې بحران دوی وزیږولو.
هغه وویل چې افغانستان اوسنی وضعیت د هغه غیرمسوولانه هڅو پایله ده چې بهرني ارزښتونه مسلط کوي او داسې تش په نامه دیموکراسي رامنځته کوي چې تاریخي ځانګړتیاوې او دودونه چې خلکو تعقیب کړي وي، په پام کې نه نیسي.
هندوان تر امریکایانو هم زیاد زموږ د مجاهد ولس سره کرکی او دشمنی لری او په ځانګړی ډول د اسلامی امارت په قیادت او د اسلامی نظام په شتون کی
د پوټین دا هم هغه قصه ده چي وایي ساپي راولاړه سول او کوزې ته یې ول سورۍ. روسیه خپله دا ۲۰ کاله کم و بالا کیږي چي د یوه ډیکټاټور بشار الاسد په ملاتړ د سوریې د ولس پر ضد خپل ځواکونه کاروي. د لغړي جنرال هفتر په ملاتړ د لیبیا د ولس پر ضد جګړې کوي، د فلسطینیانو د ځمکو د اشغال لپاره خپل اتباع د کالونیسټانو په صفت پر ارائیل باندي خرڅوي. او د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چي د نورو هیوادونو په داخلي چارو کي مداخله ونه کړي. ااا باید خپله بهرنۍ پالیسي واضح… نور لوستل »