نظــر

بین المللي ټولنه له افغانانو سره توپیري چلند کوي‎

امین وردګ

افغانان آزاد خلک وو، آزاد خلک دي او آزاد خلک به وي ان شاءالله!
نو هره آزاده ټولنه کولای شي چې تر خپل منځ (د خپلې خوښې) اداري قوانین رامنځته کړي او د همغو قوانینو په اساس حکومت تشکیل او پر ځانونو یې حاکم کړي، چې پدې جوړښت کې نه بین المللي ټولنه د مستقیمې، یا غیر مستقیمې مداخلې حق لري، نه هم سیمه او ګاونډیان.

بین المللي ټولنه د یوه ثالث باالخیر فکري او فزیکي ځواک په توګه رامنځته شوې، چې د مختلفو هېوادونو، اقشارو او عنعنوي توکمونو تر منځ تعارف او تفاهم رامنځته کړي.

بین المللي ټولنه حتی دا حق هم نه لري چې د کوم قشر دود او رواج، تقبیه، تمسخر، توهین او یا هم تهدید کړي؛ بلکې د ځمکې په کُره باندې چې څومره انسانان اوسیږي، هغوی ټول(د خپلو کلتورونو او رواجونو په اساس سره) د ژوند کولو حق لري او یاده ټولنه به یې حمایت کوي.

دوی حق نه لري چې د ټولنو عقاید او عنعنات توهین کړي، یا په سنتي ټولنو باندې د مډرنو او عصري جوړښتونو رواجونه تحمیل کړي، بلکې دوی مکلف دي چې د داسې حوادثو او وقائعو مخه ونیسي.

د بین المللي ټولنې دری عمده مسئولیتونه:
الف: نړۍ به د وحدت، امنیت او تمدن لوري ته سوق کوي.
ب: بې کسه او بې وسه خلکو ته به (بلاعوضه) مرستې رسوي او دا مرستې به له بډایه هېوادونو څخه راټولوي.
ج: د ظالم به مخه نیسي او له مظلوم څخه به دفاع کوي.
که د نړۍ کوم حکومت د دوی اصول نه قبلول، دوی به فقط اړیکې ورسره پرې کوي او بس، نور حق نه لري چې په وچ زور په حکومتونو باندې خپل شرائط ومني.

دغه ټولنه په دې هدف رامنځته شوې؛ چې د نړۍ ټولو وګړو ته د اولاد په سترګه وګوري او دوی به هم نړیوالو ته د مور او پلار حیثیت لري، د مالدار او غریب، نر او ښځې، مسلمان او کافر تر منځ به توپیري چلند نه کوي، بلکې د هر ډول ټولنو تر مابین به واحد موقف اختیاروي.

خو متأسفانه چې بین المللي ټولنه مستقله نه ده، خپل اصول یې تر پښو لاندې کړي، د زورمندانو او بدماشانو تر اثر لاندې کار کوي؛ چې موږ او نوره نړۍ دا هر څه په خپلو سترګو ولیدل او وینو یې.

په تېرو شلو کلونو کې چې (د امریکا په مشرۍ) ناټو ځواکونو پر افغانانو باندې کوم ظلمونه وکړل، هغه په هېڅ صورت د بښنې وړ نه وو او نه دي (خو وبښل شول!) لکه؛ په مظلومو او تشلاسو افغانانو باندې (پرته له کره ثبوت څخه) تېری، په سمو نیمو شپو کې په ناحقه توګه د غریبو افغانانو د خټینو کورونو او مقدسو اماکنو بمبارول، په ګونتانامو او بګرام غوندې وحشي زندانونو کې د بې ګناه افغانانو ساتل، هلته په غیر انساني توګه شکنجې ورکول او په سپیو داړل، د افغانانو ملي او مذهبي کلتورونه توهینول، په وادونو، خیراتونو او جنازو باندې بمونه اورول، په خپل سر د افغانستان زېرمې غلا کول، د افغانانو په حیثیت، پت او عفت باندې رنګارنګ تیري کول او داسې نور…

خو تر ټولو مهمه دا چې؛ په افغانستان کې یې پوره شل کاله هغه لوېدلی او منفور قشر پر موږ حاکم کړی ؤ (او لایې هم حمایت کوي) چې نه یې علمیت درلود، نه له هېواد او هېوادوالو سره مینه او نه هم په ریښتینو افغانانو باندې نفوذ او اثر؛ بلکې باالعکس! همغوی کابل ښار له خاورو سره خاورې کړی ؤ او دلته یې تر شپېتو زرو زیات کابل ښاریان ووژل او هر ډول تهاجمي تیري یې پرې وکړل، چې یوه نمونه یې د پېغلې ناهید شهادت او بله یې رقص مرده و.

خو دوی پر ځای د دې چې مجازات کړي یې وای، په سترو القابو یې لا ونازول او د دوی پاتې شونو ته یې قدرت، د لاظلمونو موقع او دومره شته ورکړل چې د کودیانو یې هم بس دي.
یعنې د ټولنې شړل شوی او ټولنې ته منفور قشر یې راواخیست (چې زیاتره یې عقوق الوالدین هم وو) او پر موږ یې حاکم کړ.

دغو کرغېړنو څېرو ته یې پیسې، د حکومت واګې او د زندانو کیلیانې ټول یو ځای په لاس ورکړل.
خو لله الحمدلله! نړۍ هر څه په رڼو سترګو ولیدل؛ چې څنګه یوازې په لسو ورځو کې طالبانو د افغانستان ټول لوی ښارونه له دوی څخه ونیول! دلیل یې فقط او فقط د دوی (چې د حکومت لویې څوکۍ ورسره وې) او ملت تر منځ فاصله او دښمني وه، باالعکس د طالبانو او ملت تر منځ اتحاد او مینه.

مطلب دا ټول وحشتونه او ظلمونه د بین المللي ټولنې په خوښه رامنځته شول، چې د دغې ټولنې ضعف، پیمان ماتوول او د اصولو او مقرراتو تر پښو لاندې کول ثابتوي.

بین المللي ټولنه هر وخت (د بشري حقوقو او د بیان د آزادۍ تر څنګ) خلکو ته د کار زمینه برابرول او سر تاسري امنیت ډېر یادوي، خو دوی تر ټولو وړاندې همدغه اړتیاوې نقض کړې او لا یې هم نقضوي او هغه داسې:
ا: شل کاله ۷۰% سلنه افغانان له هر ډول اقتصادي او امنیتي اړتیاوو او ۳۰% سلنه بیا له هر ډول فکري، دیني او اخلاقي اړتیاوو څخه بې برخې وو.

ب: پوره شل کاله دلته د بیان آزادي په دار ځړول شوې وه! د طالبانو نارې او شعارونه دې پر ځای وي! بلکې د هېڅ اصیل افغان د زړه غږ هم چا نشو آورېدلای او خولې مو تړلې وې، هو! یوازې د دیني او اسلامي ارزښتونو خلاف بیان آزاد او حتی رسنیز ؤ، په څنګ کې ورسره د هر ډول بد اخلاقیو فزیکي ترویج او اطلاعاتي تزریقات هم تر ډېره جائز او بې تحدیده وو.

ج: د کار زمینه داسې وه؛ چې کار اهل کار ته نه! بلکې نا اهلو ته سپارل شوی ؤ، خارجیانو چې کومې پیسې (زموږ په نوم) راوړې وې، زیاتره یې په خپلو جیبونو کې تخته کړې او بېرته یې ورسره یووړې ، بلکې هنوز یې لا موږ پوچ کړو.

د: امنیت دومره خراب ؤ؛ چې نه د چا شپه آرامه وه او نه هم ورځ، خلک له ژوند سره دومره تنګ شوي وو، چې ډېری یې په خپلو مرګونو لا رضا ښکارېدل.
نو تاسو قضاوت وکړئ! آیا دا توپيري چلند ؤ او که نه ؟
څنګه طالبان دا شل کاله یوه تروریستي ډله یادېدله او له دې وروسته به یو قوي ځواک، یا یو قوي او جائز حکومت.

په هرصورت… اوس شوي تېر شوي دي! موږ هم نور له چا سره دښمني نه پالو او بښنه مو اعلان کړې، خو له نړیوالو او بین المللي ټولنې څخه دا غواړو؛ چې نور به زموږ په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوئ او له موږ سره به د دښمنۍ پر ځای یا دوستي اختیاروئ او یا به پر خپلو ځایونو کینئ.

یوه هیله!
د قهرمانۍ او ځوانمردۍ لقب د اسلامي امارت مشرانو ته ورکړئ او دا یې مسلم حق وبولئ، ځکه چې پوره شل کاله (هغه هم په تش لاس) د نړۍ له ابر قدرتونو سره نېغ په نېغ، کوڅه په کوڅه؛ شېله په شېله او سینه په سینه وجنګېدل؛ آخر یې هم تر پنځه څلوېښتو زیات هغه خارجي قووتونه مات کړل؛ چې تر ټولو مډرنې وسلې، وسیلې او بې شمېره پیسې وې ورسره.
نو اتلولي او قهرماني د اسلامي امارت یو مسلم حق دی، دا ومنئ او ور یې کړئ.

خویندو ته مې دا مشوره ده؛ چې نور مو خپل پت او عفت مه لیلاموئ، د خدای خاطر وکړئ! نور د ببیانو غوندې ژوند مختار کړئ او د پلیتو لاسونو آلې مه ګرځئ، نړۍ همداسې کولئ، نورې مه پرې نازېږئ، الله ته سر په سجده شئ؛ چې په هېواد کې مو دا شپږویشت ورځې وشوې چې یو تابوت لا هم نه دی پلورل شوی، که یې نه منئ! ورشئ او د تابوت جوړوونکي نجار وچې شونډې او ګردجنه څېره وګورئ!
او خویندو! له لوږې نه مرئ، اسلامي حکومت مکلف دی چې (د دولت له خزانې څخه) ستاسو اړتیاوې پوره کړي.

د یوه متمدن او آرام افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx