نظــر

د ټپوس له ډاره پټ شوي مرغان بيا را ښکاره شول

لیکوال: فضلي پکتياوال

ليدلي به مو وي کله چې په يوه ونه کې ډير مرغان سره راټول شوي وي نو چغيږي او ډير شور يې جوړ کړی وي، دا چې مونږ يې په خبرو نه پوهيږو کيدای شي د مرغانو په همدغه شور ماشور کې د هغوی تر مينځ جنجالونه، ناندری او ګيلې هم وي، خو کوم وخت چې په همدغو شور جوړونکو مرغانو له بره کوم ټپوس راښکته شي نو شور ته يې د پای ټکی کيښودل شي او تر ډير وخت پورې ټولې ګونګې شي، مونږ چې واړه وو او ليندې به مو پر غاړو ګرځولې نو همداسې موقع به زمونږ لپاره ډيره د ګټې موقع وه، مونږ به په ونه کې د ټپوس له ډاره پټې او غلی ناستې مرغۍ له هرې خوا ويشتلې، هغوی به تر ډير وخت پورې نشو کولای چې ويريدلي زړونه ډاډه کړي، د ليندو له ګزارونو ځان وژغوري او له ونې څخه د باندې الوت وکړي، کټ مټ همديته ورته شور کوم چې د هيواد په پلازمينه کابل کې د قدرت لپاره له يو شمير کپسونو څخه د را خلاص شويو مرغانو له لوري پيل شوی وو د ستر ټپوس جان کيري په راتلو خاموش شو، کله چې د دوی تر مينځ خبره تر سپکو، سپورو او آم د يوه له لوري په هيواد کې د وينو تر بهيولو ورسيده نو بادار (اوباما) پوه شو چې نور يې له ډير وخت راهيسې ساتلي چرګان سره وژني نو خپل خارجه وزير ته يې امر وکړ تر څو هغه ژر تر ژره ځان ورته را ورسوي او همدغه مخلوق په نری پوه کړي، په کومه ورځ چې د جان کيري د څرخکې سيوری د کابل په فضاء د همدغو شور جوړونکو مرغانو پر سرونو راغی نو ډير زر يې وکولای شول چې همدغه شور خاموش کړي، دا چې جان کيري څه وکړل دا به وروسته معلومه شي، خو دا يې ضرور وکړل چې همدغه جوړ شور ماشور يې تر پرون پورې غلی کړی وو، اوس چې جان کيري د اسرائيلو او فلسطين په مسئله کې ښکيل شوی او همدغه مرغان پوه شول چې همغه ټپوس خو له دوی څخه ډير ليرې په يوه بله ښکاري لوبه کې اخته دی نو بيا يې شور پيل کړ، لومړی جرئت چې وکړ هغه اشرف غني وو، خو اشرف غني لکه څرنګه چې مشهوره ده يوه ډيره اوښياره مرغۍ ده، ځکه چې خپله مښوکه يې دومره وازه کړه چې يوازې ده ته ډيرو نږدې ناستو يې آواز واوريد، اشرف غني ډير په کرار او په ساده ټکو وويل چې له هيچا سره يې د ګډ حکومت جوړولو خبره نده کړې، او په همدې باره کې چې کوم خبرونه خپاره شوي هغه دروغ دي، خو يوه بل ضياء مسعود بيا خپله غاړه ډيره اوږده کړه او په ډير لوړ آواز يې وويل چې هيڅکله به ائتلافي حکومت جوړ نکړو، که څه هم د ده دا ږغ تر ډير ليرې ورسيد خو ده دا جرئت ويل کيږي چې د ښځو په مجلس يا غونډه کې کړی، پښتانه وايي چې په ښځو کې خو هر څوک نر وي، نر هغه دی چې په نرانو کې نر شي، صبا به له خيره هغه بل بيا را پورته شي او له تير څخه به هم ور تير شي، دا ځل زما په نظر په هيواد کې يو بل ډول لوبه پيل کيدونکې ده، هسې هم دلته د کومې خبرې سر او بيخ نه معلوميده خو دا ځل به زما په نظر له خلکو خبرې هم ورکې شي، ځکه چې د بيګا منل او د صبا نه منلو خبره به اخير تر کومه ځايه ورسيږي، رحمان بابا وايي :

هر بيګا وايي صبا له به خوله درکړم               دا بيګا به په رحمان کله صبا شي

ټوله دنيا هغه که هر څوک دي، په دې اخته دي چې د افغانستان د مسئلې حل دا دی او ها دی، خو زما په فکر دا ټول خلک هغه خبرې کوي کومې چې د يو چا او بل چا له لوري ور ښودل کيږي، چې وروسته بيا د فلاني شنونکي او فلاني پوهاند، فلاني دکتور، فلاني نابغه او فلاني څيړونکي په نومونو تر مونږ را رسيږي، څوک وايي اشرف غني ښه ده، څوک وايي عبد الله ښه ده، او څوک وايي تر ټولو کرزی ښه ده، څوک وايي امريکايان دې ولاړل شي او څوک وايي نه دې ځي، خو دا ټولې خبرې چې هر څوک يې کوي دا د هغوی د خپل وجدان، خپل عقل، پوهې او تجربې خبرې نه دي، بلکې دا د نورو لخوا ور زده شوې خبرې دي، مطلب ږغ د دوی او خبره د بل چا، خو زما په فکر د افغانستان مسئلې حل نه ها دی او نه دا دی، تر څو چې همدغه لاس پوڅي او د پرديو په اشاره د افغانانو وژونکي او د افغانستان ورانوونکي موجود وي، ژوندي وي او په واک کې وي دا خو دوه ډاکټران دي چې د ټولې نړۍ ډاکټران راشي نه دا مسئله سمولی شي او نه به يې سمه کړي، صبا به اشرف غني پاچا شي دوستم يې لومړی مرستيال دی، دا څنګه کيدلای شي چې د زرګونو افغانانو د وينو څښونکی دې د دې پر ځای چې را وځړول شي هغه دې په همدغه اولس او ملت پاچاهي وکړي، په ټوله جنوبي برخه کې به د ګوتو په شمير داسې کور پيدا نکړی شي چې همدغه دوستم يې د کورنۍ پر غړي د پرديو تنده نه وي ماته کړې، د دشت ليله دښته او د کارتينرونو مرګونه يې له هيچا وير نه دي، افسوس د شنونکو، څيړونکو او پوهانو په حال چې ښه ورته ګوري چې خبره د اوبو او د اور د يو ځای کيدو ده خو بيا هم وايي چې دا ډير غوره تاکتيک يا پروسه ده، ګرانو هيوادوالو ! نه شنونکي شته او نه څيړونکي، نه پوهاند شته او نه ډاکټران، هر يو يې خامخا له کوم لوري را خوشی کړی شوی دی، تر اوسه مو وا نه آوريدل چې يوه يې داسې کومه طرحه وړاندې کړې وي يا يې داسې کومه خبره له خولې را وتلې وي چې هغه د دوی د افغانيت يا مسلماني ترجماني وکړی شي، زه نه ډاکټر يم نه انجينر، نه پوهاند يم او نه څيړونکی، خو د يوه افغان په حيث د خپل فکر له مخې ويلای شم تر څو چې د افغانستان مسئله رښتونيو، مسلمانو، ازادو او په هيواد مينو ته ونه سپارل شي د افغانستان سمونه او د افغانانو هوساينه نه امکان لري او نه يې امکان شته، ځکه څوک چې خپل سر قربانوي هغه ته د ډالرو او پيسو قرباني څه ګران دي، څوک چې په ډبره خوب کوي هغه ته د قدرت او چوکۍ قربانول څه ګران، څوک چې په پښو مزل خوښوي هغه ته د موټر قربانول څه ګران، څوک چې په دښته، ځنګل او صحراء کې شپې صبا کوي هغه ته د محلونو قربانول څه ګران، دا د ډاکټرانو، انجينرانو، شنونکو، پوهانو او څيړونکو کار نه ده، دا يوازې او يوازې د سوچه مسلمانو، مخلصو ازادو او خپلواکو افغانانو کار دی او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

افرينا فضلي صيب حقيقت مو ليكلي ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x