ټولنیزه برخه

لوستي ښاري ځوانان…..!

جلال الدین تاجوال

د مسلمان ځوان په حیث باید یوه خبره راته واضحه وي، دا چې اسلام څه حق او حقوق لري؟ څه باید وکړو؟ د مسلمان ژوند باید څنګه وي؟ دا چې خلک اوږدې لیکنې نه لولي او د اسلام حق پر مسلمان ښه اوږد او مفصل بحث ده نو لیکنې د لنډوالي په خاطر کوتاه زما د زړه درد واورئ:

یو برخه ځوانان چې په ښاریاتو کې ژوند کړی وي، دغه موضوع ته لکه څنګه چې حق ده توجه نه کوي.

کومه خبره؟
داچې به دې د اشغال په دوران کې دا ورته وویل چې امریکا دلته نور اهداف به حتماً لري خو اصلي هدف یې دا و چې دلته اسلام، د اسلام مینه، د اسلام لپاره اخلاص او مبارزه ختمه کړي دوی ته به داسې ناشنا معلومه شوه، داسې نابلده احساس به مې وکړ، دغو لوستو ځوانانو په مخکې چې هرې خبرې ته له اسلام سره ربط ورکړې بیا هم دوی ته هیڅ خوند نه ورکوي او ویونکي داسې ناخبره او بې عقل(نعوذ باالله) ورته معلوم شي، نړیوال داسې د انسانیت او اخلاقو او د لوړو اهدافو والا ورته معلومیدل، دا کار ډېر وارې ماسره خپله شوی دی، نو دغه یو درد ده، یو ګیله ده زه وایم ژوند، د ژوند تیرولو اصول هره وړه او لویه خبره باید له اسلام سره ربط ولري، نظام باید اسلامي وي، پاچا باید مسلمان وي، انجنیر، ډاکټر، کمپیوتر ساینس…..هر مسلک وال سره چې دین وي هغه هم دنیا ګټلې هم اخرت ان شاالله.

له مسلمانو حکمرانو باید سړی ترس ونه لري، د اسلام د عروج په وخت کې دین د خوشبختۍ لامل و، د اسلام لپاره، د اسلامي نظام لپاره باید اقتصادي بحران وزغموو، تراخه وزغموو، شعب عبدالمطلب قیصه مو نه ده لوستې؟ زړه باید د الله ج په وعده مطمئن وي ( وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِی الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا ).

ملل متحد او جوبایډن چې هر څه کړي، ودې کړي،راځئ اخرت جوړ کړو دنیا خپله سمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x