
میسي په هیټریک وهلو سره د نامتو فوټبالر «پیلی» ریکاډ مات کړ
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د نړۍ مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي په نړیوال فوټبال کې د نامتو لوبغاړي «پیلی» ریکارډ مات کړ او د سویلي امریکایي هېوادونو تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی شو.
د قطر ۲۰۲۲م نړیوال جام غوراوي سیالیو پرمهال د بولیویا لوبډلې پر وړاندې میسي په زړه پورې درې ګولونه ووهل چې د پیلی ۷۷ ګولونو ریکاډ یې مات کړ او ۷۹ ګولونه یې بشپړل کړل.
7⃣9⃣ Lionel Messi 🇦🇷
7⃣7⃣ Pele 🇧🇷
6⃣9⃣ Neymar 🇧🇷⚽️⚽️⚽️ A treble against Bolivia has seen Lionel Messi become South America's highest men's international goalscorer
🔢 We pay tribute to the @Argentina maestro with quotes, stats, trivia and highlights
👉 https://t.co/tAOu3znjaS pic.twitter.com/9bksfbqRXB
— FIFA (@FIFAcom) September 10, 2021
میسي خپل لومړی ګول په ۱۴مه دقیقه کې وواهه چې د پيلی ریکاډ یې مساوي کړ، بیا یې په ۶۴مه دقیقه کې دوهم ګول او دغه ریکاډ یې مات کړ، دغه راز یې په ۸۸مه دقیقه کې دریم ګول هم وواهه او هیټریک یې وکړ.
هغه له پرتګالي رونالډو وروسته دوهم لوبغاړی دی چې زیات ۵۵ هیټریکونه یې وهلي دي، رونالډو په دغه لیست کې لومړی دی چې ۵۷ هیټریکونه یې راوړي دي.
د بولیویا پر وړاندې لوبه کې ارجنټاین په ۳-۰ بریا خپله کړه چې میسي شاندار هیټریک وکړ. له دې وړاندې د برازیل لوبډلې پر وړاندې د کرونا وبا له کبله د ارجنټاین لوبه منسوخ شوې وه.
باید وویل شي چې په نړیواله کچه رونالډو تر ټولو زیات ګولونه وهلي دي، هغه په ۱۸۰ لوبو کې ۱۱۱ ګولونه وهلي او څو ورځې وړاندې یې د ایراني علي داعي د ۱۰۹ ګولونو ریکاډ مات کړ. دغه راز میسي په ۱۵۱ نړیوالو لوبو کې ۷۹ نړیوال ګولونه راوړي دي.