افغانستان

حکمتیار: اوسنۍ کابینه په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو ښه او غوره کابینه ده

نن ټکی اسیا (جمعه ۱۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د حزب اسلام افغانستان مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اسلامي امارت لخوا اعلان شوي سرپرسته حکومت او کابینې استقبال او ملاتړ کړی دی.

د حزب اسلامي رسمي ورځپاڼې شهادت لیکلي چې ښاغلي حکمتیار د نوي کابینې استقبال  د یاد حزب د اجرائیه شورا په غونډه کې کړی دی.

نوموړي ویلي چې د حکومت نوې کابینه کې کي ټول مسلمانان او علماء دي، د اشغالگرو په وړاندي مبارزين ول، زندانونه او تعذيبونه يې تېر کړي.

هغه زیاته کړې چې د حزب اسلامي افراد او مسلکي کدرونه د کوم قید او شرط پرته د اوسنۍ کابینې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

حزب اسلامي مشر ویلي چې نوی حکومت دې د ځينو هیوادونو سره سفارتي اړیکو ته بیړه نه کوي ځکه دغه استخباراتي هیوادونو په افغانستان کې شر و فساد جوړ کړی و، خو؛ د هغه هیوادونو سره چې استخباراتي هدفونه نه لري باید ورسره سفارتي اړیکي قایمې شي.‎

د یادونې وړ ده چې د وږي په ۱۶مه د افغانستان اسلامي امارت د نوي‌ سرپرست حکومت تشکیلات اعلان کړل.

د نوي تشکیلاتو له مخې ملا محمد حسن اخوند صدراعظم، ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي مرستیالان، ملا یعقوب دفاع وزیر، ملا سراج الدین حقاني کورنیو چارو وزیر او قاري فصیح الدین لوی درستیز ټاکل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Habibi

thanks, from Engineer Hikmatyar Sahib.

Sayed

It’s good at least that you opened your mouth. Eight/Nine of them are graduated from Haqaania. How many are Ahya-ul-Ulum Peshawar or from Rabat Abad? Then the other people have no right to work? You think that ONLY you people are Muslims and the others are infidels? This is the logic and rational argument of Muslims Brotherhood everywhere. What were doing the head of ISI doing in Kabul?

دکتور مجاهد

ډیر ښه ، خو که د خولی او لاس اشار ه یی سره یوه وی

محمد نعیم

زموږ نظر هم داغه وو خو اوس د حکمتیار صاحب تائید بیرته پر شکمن کړلو.

دوکتور غروال

**** ګلبدین خانه اوس تاسوپه شان تخریبکاره مضر مکروب ته د افغانستان بربادی لاره نوره هم خلاصه شوه او د پنجابی پاکستان چتل او خائين ارمان به د تاسو مضرو مکروبونو په وسیله پوره کړۍ شۍ دا کثیفه امیدواری د تاسو له خوا اوس زیاتره زیاته شوی دی اما پنجابی پاکستان دا کثیف ارمان تر لاسه کولو لپاره د تاسو غلامانو په وسیله بیا هم نشی تر لاسه کولای بلی تاسی منافق قیدانیان به افغان ملت د زیاتره غربت سره نور هم مخامخ کړۍ اما بیا هم افغان ملت به اخیر کښی بریالتوب تر لاسه کوی!!!!!

طاهر ثابت

هیله دافغانستان دمینی په خاطر یووالی راسی او تفرقه ورکه سی. تفرقه دڅلویښتو کلونو دبدبختی عامل شوی ده.

Sayed

راشه چې د دې 50 کلونو يوه محاسبه وکړو. تاسې او پخوانی مرستيال مو قاضي وقاد او داسې نور ټول ملايان ياست. برهان الدين رباني تر عماده ملايان ول. استاذ سياف يې تر ياسره ټول ملايان ول. مولوي خالص تر جلال الدين حقاني ټول ملايان ول. مولوي محمد نبي تر مؤذن، ومجاهد پورې خو د ملايانو جاله وه. مولوي منصور دې ملا وو. حضرت صاحب ملا او پروفيسور وو. پير سيد احمد ګيلاني ملا وو. مارشال فهيم دې ملا وو. او داسې نور. کرزی او مسعود دې محاهد ول. يوازې ولسمشر غني را کې ملا نه وو، خو اقتصاد پوه… نور لوستل »

مه کوی

مشوره: طالبان باید په هیج صورت ګلبدین عبدالله او کرزی خوشی نه کری بلکی ارګ کی یی وساتی او مشوری او کار ورخخه واخلی. دیر عزت یی وکری خو چی در خخه خوشی نشی دا هر یو خصوصا ګلبدین او عبد الله دیر خطرناک خلک دی.

محمد نعیم

زه خو وایم چي کرزي صاحب ته باید سیاسي ازادي ورکړل سي چي خپل ګوند جوړ کړي. کله چي یې د خپل ګوند د راتلونکي حکومت لپاره اصلاحي تګلاره جوړه کړل، هغه دي ځني کاپي کړي او خپله دي یې عملي کړي. کوم اصلاحات چي کرزی یې د رایو د ګټلو لپاره خلګو ته وعده ورکوي، هغه اصلاحات امارت خپله راولي نو بیا کرزي ته به څوک رایه ورکړي؟

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx