ورزش

د استرالیا لوبډلمشر: په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون ناممکن ښکاري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د استرالیا ټیسټ لوبډلمشر ټیم پين په خپلو تازه څرګندونو کې پر افغانستان کرکټ نېوکې کړي او د خپل کرکټ بورډ هغه پریکړه چې ممکن له افغانستان سره ټیسټ لوبه لغوه کړي بشپړ ملاتړ کړی دی.

ټيم پین په دې باوري دی چې د افغانستان لپاره به دا ناممکنه وي چې په راتلونکي میاشت کې د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې برخه واخلي ځکه چې نور هیوادونه ممکن په افغانستان کې د ښځو په کرکټ باندې د طالبانو له بندیز وروسته د دوی پروړاندې له لوبېدو انکار وکړي.

هغه د خپل کرکټ بورډ د پریکړې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا چوپتیاد حیرانتیا وړ ده او هغه نه شي کولی افغان لوبډله راتلونکي میاشت په شل اوریز سیالیو کې افغان لوبډله وګوري.

د نوموړي په وینا په نړیوال جام کې یو شمېر لوبډلې ممکن د افغان لوبډلې سره له لوبېدو انکار وکړي.

د کرکټ په نړیوالې شورا که څه هم د یو شمېر هېوادونو له لوري فشار ورځ تر بلې زیاتیږي، خو دوی ویلي چې په نومبر میاشت کې د بورډ له غونډې وړاندې په دې مسله بحث نه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوي مشر د جمعې په ورځ پر خپله فیسبوکپاڼه د استرالیا بورډ د پریکړې په ځواب کې لیکنه کړې وه چې نوموړي په واضح ډول له کرکټ نړیوالې شورا او استرالیا بورډ څخه د افغانستان دیني او کلتوري وضعیت ته په کتلو د چلند غوښتنه کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله په داسې حال کې اعلان کړه چې ګڼ شمېر پخواني لوبغاړي په کې شامل شوي دي. له دغې اعلان سمدلاسه وروسته راشد خان له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه او محمد نبي نوی لوبډلمشر وټاکل شو.

راشد خان ویلي وو چې د لوبډلې په انتخاب کې له ده سره مشوره نه ده شوې او ځينې هغه لوبغاړي چې ده نه غوښتل لوبډله کې شامل شوي دي.

د استرالیا ټیسټ لوبډلمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له دې وړاندې د استرالیا کرکټ بورډ افغانستان سره په نومبر میاشت کې د یوزایني ټیسټ لغوه کولو اشاره ورکړه، دوی په دې دلیل دا ویلي چې ګواکې طالبان ښځو ته دغه هېواد کې د کرکټ کولو اجازه نه ورکوي او په وینا یې دا یوه سرغړونه او د هغوی حقوق اخیستل دي.

د شل اوریزو نړیوال جام به په عمان او عربي اماراتو کې د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه پېل او د نومبر میاشتې په ۱۴مه پای ته ورسیږي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x