افغانستان

ملګري ملتونه: له طالبانو سره د اړیکو ساتل اړین دي

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو نظامي حضور پای ته رسېدلی او هیواد د افغانستان د اسلامي امارت تر واک لاندې دی؛ ملګرو ملتونو له دې حکومت سره د اړیکو ساتل اړین بللي‌ او په دې تړاو یې له خپل دریځ دفاع کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي «انتوني ګوتریش» تېره ورځ یوې ناستې ته ویلي، چې ملګري ملتونه له کلونو، کلونو په افغانستان کې حضور لري‌ او اوس چې د افغانستان خلک په یو بد حالت کې دي، هم اړینه ده چې هغوی یوازې پرېنښودل شي او مرستې ورسره وشي.

ده وړاندې له طالبانو سره تعامل اړین بللی او ټینګار یې کړی، چې یوازې له هغوی سره د تعامل له لارې کېدای شي، چې شرایط جوړ شي او بشري مرستې افغانستان ته ورسول شي.

د انتوني ګوتریش پورتنۍ څرګندونې له هغې غونډې وروسته دي، چې تېره ورځ ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه را بللې وه.

دغه ناسته چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي‌ دفتر استازې «دیبورا لینز» هم برخه پکې اخیستې وه، په مهال یې ټینګار وشو، چې باید نړیواله ټولنه افغانستان یوازې پرېنږدي.

دې ناستې ته دیبورا لینز وویل، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني یو ځمکنی واقعیت دی، خو په خبره یې، دا کار باید ددې لامل نشي، چې د یاد هیواد ورځ تر بلې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت همداسې پرېښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx