افغانستان

امریکا: که ملي ګټې ایجاب کړي، له طالبانو سره تعامل کوو

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې په هیواد کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري نوی حکومت اعلان شوی؛ امریکا وایي، له طالبانو سره هغه وخت تعامل پيلوي چې د هیواد ملي ګټې یې ایجاب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نیډ پرایس» تېره ورځ‌ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي «تاسو به زموږ له حکومت او نورو حکومتونو هم اورېدلي وي، کله چې زموږ ملي ګټې ایجاب کړي، موږ به له طالبانو سره تعامل وکړو.»

ده وړاندې زیاته کړې، چې څو ورځې وړاندې د جرمني‌ او امریکا په کوربتوب د یو شمېر هیوادونو د وزیرانو تر منځ مجلس رابلل شوی وو، او هلته هم ورته نظر موجود وو.

پرایس د افغانستان په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه وویل، چې هغوی زموږ د نورو متحدینو په څېر نظر درلود او ټینګار یې دا وو چې په افغانستان کې باید د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورنکړل شي.

امریکا داسې مهال په مشروط ډول له طالبانو سره تعامل ته چمتووالی ښيي، چې هیواد د افغانستان د اسلامي امارت تر واک لاندې دی او تازه یې خپله کابینه هم اعلان کړې.

طالبان وايي، د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

دا معنا کوو یې! بس خبره خلاصه ده. شیریني سره وویشئ، ژر کوئ!

الحاج استاذ بیانزی

امریکا وایي، له طالبانو سره هغه وخت تعامل پيلوي چې د هیواد ملي ګټې یې ایجاب کړي. د امریکا ملی یوه ګټه هم د نړیوال نفوس کنترول دی وایی په ۲۰۵۰ کال کی نړیوال نفوس دوه چنده کیږی نو سر له اوسه یی په هره ممکنه طریفه یی مخه ونیول شی که هغه جنګونه او که هغه د وباګانو او ناروغیو خپرول او که هغه د چابیریال ککړتیا او د اتموسپیر تخریب او ویجاړیدل او داسی نور او نور وی. افغانستان باندی د برید د پاره یی د سپتمبر یوولسمه فاجعه جوړه خپل دری زره بیګناه امریکایان یی ووژل او… نور لوستل »

مه کوی

بیانزی صاحب د کونر والی پاکستانی دی د تورخم کمیسار پاکستانی دی د کابل د ترافیکو ریس پاکستانی دی، پر کونر بمبار شروع دی دکونر زنګلونه وهل کیژی او ته هیج هم نه وایی دا ولی؟؟ امریکا او کفری هیوادونه خو معلوم دی چی سه کوی خو دپاکستان په اروند ه یو سه ووایه!!! طالبانو ته ژر ترژره مشوری ورکری وطن چی مور او دناموس حیثیت لری تجاوز شرو دی او تاسو ورته ګوری.

ملا جانان

جناب بیانزی صاحب، د امریکا او عمومي غربي بلاک ملګرتیا که افغانانو ته د چین او روسیې د دښمني په بیه وي لا یې باید قبوله کړو، په دې شرط چي ریښتنولي پکښې وي. ځکه چي یو خو موږ د دې هیوادونو سره سرحدونه نلرو او بل د ایران، چین او روسیې ګډوله یعني شانګهای تړون د غربي بلاک مهمي تجارتي لاري بالخصوص د حرمز په تنګي کي د تیلو د انتقال لاره ګواښي. او په دې ګواښ کي لوی رول د ایران دی. پاکستان او هند هم د باور وړ نه دي. که امریکا او د هغه متحدین د… نور لوستل »

مه کوی

زما خبری که تر مشرانو رسوی و لو که یی نه خپروی خدای تعالی دی اجرونه درکری. خو که نه خپروی او نه یی هم دلته خپری نو پروردګار حساب درسره وکری په قیامت به بیا حساب او کتاب وی

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx