افغانستان

غزه کې د ۱۵۰ نورو شهیدانو جسدونه له کنډوالو را ایستل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۳ل): د فلسطین د ورغتیا وزرات چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ د لګېدلي موقت اوربند پر مهال يې ۱۵۰ نور شهیدان له کنډوالو او ویجاړو شویو کورونو څخه را ایستي دي.

چې په دې سره د اسراییلي یرغل له پیله تر دې مهاله د شهیدانو شمېر ۱۰۵۰ او د ټپيانو شمېر تر ۶۰۰۰ واوښت.

د راپورونو سره سم اسراییلي یرغلګر ایمبولانسونه او خلک نه پریږي؛ څو د خان یونس ختیځ خزاغې ښار ته ولاړ شي. راپور کاږي چې اسراییل په ټولو هغو کسانو ډزې کوي چې چې ښار ته د ننوتلو کوښښ کوي ، شهیدان له کنډوالو را باسي او یا ټپیان روغتون ته لېږدوي.

د الجزیرې خبریال تامر المسحال وايي چې په بیت حانون کې يې په خپلو سترګو ۳۰ شهیدان په یو ځای ولیدل. دی وايي چې اسراییلو یو ایمبولانس هم چې د ټپیانو د پورته کولو لپاره راغلی و، په بمبار کې په نښه کړی.

شجاعیه سیمه ټوله کنډواله شوې 

فلسطیني سرچېنې وايي چې غزه کنډواله شوې؛ خو د شجاعیه نومې سیمه د اسراییلو په بمبارۍ کې له یوې مخې کنډواله شوې.

د الجزیرې خبریال وايي چې د اسراییلي یرغلګرو په بمبارۍ کې په شجاعیه کې سلګونو کورونه له خاورو سره خاوري شوي، ودانۍ يې له یوې مخې کنډواله شوي. نوموړی زیاتوي چې د شجاعیه په سړکونو کې په لسګونو شهیدان لا هم پراته دي. هغه وايي اسراییل خلک نه پريښودل څو شهیدان پورته کړي.

ځايي خلک وايي چې دوی په خپلو سترګو ولیدل چې لسګونو ټپيانو له ټپونو وینې بهېدلي او په همدې حالت کې په شهادت ورسېدل.

۲۴ ساعته اوربند

د حماس جهادي غورځنګ د اسراییلو ۲۴ ساعته اوربند رد کړی دی. د حماس په وینا تر هغې چې اسراییل د غزې په تراډه کې وي، اوربند هیڅ معنا نه لري.

د حماس ویاند فوري برهوم فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې داسې اوربند هيڅ معنا نه لري چې اسراییلي ټانګونه دې نه وځي، نه هم ځايي خلک بېرته خپل کورونو ته ستنېدلای شي او نه هم څوک شهیدان او ټپیان پورته کولای شي.

که څه هم اسراییلو بېګا شپه ۲۴ ساعته اوربند منلی و خو شرط یې ایښی و، چې خلک به خپلو استوګنځیو ته نه ستنیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x