افغانستان

د امرالله صالح ورور امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د نامسووله وسله والو مشر او په تېر حکومت کې د اشرف غني مرستیال امر الله صالح مشر ورور روح الله عزیزي د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د امرالله صالح زوی عباد صالح رویټرز ته د هغه د مرګ خبر تایید کړی دی.

عباد صالح ویلي چې تره يې روح الله عزیزي تېره ورځ امنيتي ځواکونو وژلی دی.

په پنجشیر کې امنیتي ځواکونو هم د روح الله عزیزي د وژل کيدو تایید کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل له نيولو وروسته د پنجشېر له علماوو، قومي مخورو او يو شمېر سياستوالو سره څو ځله ناستې وکړې او له هغوی يې په ټينګار سره غوښتنه وکړه، چې د پنجشېر موضوع بايد له سوله‌ييزې لارې حل و فصل شي.

سره له دې، چې علماوو او قومي مشرانو ډېرې هڅه وکړې او اسلامي امارت هم بشپړ ډاډ ورکړ، خو د پخواني نسکور شوي رژيم مرستيال امرالله صالح او د نامسؤولو وسله‌والو مشر احمد مسعود د سولې فرصت څخه د ګټې اخيستو پر ځای جګړې ته مخه کړه او بالاخره د څو ورځو جګړو وروسته طالبانو وروستی ولایت پنجشېر هم په بشپړ ډول ونيوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Alhamdo Lellah

I like the gun

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x