افغانستان

د پاکستان هوايي شرکت (PIA) وايي سر له دوشنبې کابل ته پروازونه پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د کابل هوايي ډګر ته د بهرنیو پروازونو د بیا پیلدو په لړ کې پاکستان هوايي شرکت (PIA) ویلي د کابل-اسلام اباد ترمنځ سوداګریز پروازونه بیا پیلوي.

د پاکستان هوايي شرکت ویاند د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې کابل ته به لومړی پرواز د دوشنبې په ورځ د ستمبر د میاشتې په ۱۳مه نېټه پيل کړي او لومړی پرواز به له اسلام څخه کابل ته به د سهار په اوه نیمو بجو روان شي.

اعلاميې زیاته کړې چې د پاکستان هوايي شرکت (PIA) کابل ته د پروازونو د بیا پیلولو لپاره ټولې چارې بشپړې کړي دي او ایربس ۳۲۰ الوتکه به کابل پروازونو لپاره استفاده کیږي.

دوی وايي چې کابل ته د پروازونو د بیا پیلولو تصمیم یې تر هغه وروسته ونیو چې د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یاد شرکت کابل ته د پروازونو اجازه ورکړه.‎

د کابل هوايي ډګر څخه دوه ورځې وړاندې نړیوال پروازونه پیل شول او لومړی پرواز قطر ایرویز له کابل څخه دوحې ته وکړ.

د کابل هوايي ډګر څخه د اګست په ۳۱مه امریکايي ځواکونه ووتل او یاد هوايي ډګر یې تر ډیره تخریب کړی و او هلته ولاړې الوتکې او تخنیکي شیان یې د رادار په ګډون تخریب کړي او له کاره غورځولي ول.

د قطر او ترکیې هیوادونو بیا ګډ تخنیکي ټيمونه کابل ته ولېږل څو د امریکا له لوري پېښې شوې ویجاړۍ ورغوي او هوایي‌ ډګر بیا ځلې د الوتکو تګ راتګ ته چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې د کابل هوايي ډګر د داخلي پروازونو لپاره څو ورځې وړاندې چمتو شوی و او تر دې دمه هرات او کندهار ته ترې پروازونه شوي دي.

د اریانا افغان شرکت ویلي چې د بهرنیو پروازونو د فعاليدو سره به د کابل څخه لومړی پرواز د هند پلازمېنې ډهلي ته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هر کار پاکستان اوس کوالی شی د آی اس آی مشر کابل ته بدون له ویزې راځی ټاکی کوی، ممکن پنجشیر کی یی بمبارد هم کړی وی. خپل کسان یی په قدرت کی رسیدلی هغه ده بیغمه په کنړنو ناندی بمباری هم روانه نده. پخوا به طالب پلویانو لکه بیانزی ویل غنی د اغزن تار مخه ونیسی کنه پاکستان کنړ کی بمبارد کوی اوی یی هم کوی طالب خو دی نر شی یوه خبره دی وکړی.

مه کوی

داسی ویل کیزی چی پاکستان په الوتکو کی کوشش کوی حساس شیان او اسلحه وباسی نو طالبان باید تول میدانونو او سرحدی ولایتونو کی صادق او د پاکستان په رزالت پوه خلک مقرر کری. کوشش وشی استخبارات قوی او مجهز شی

مه کوی

دا بیانزی، پتنګه ، مجاهد، عبدالرقیب دا چیری یاست ولی د کونر زنګولونه د وهلو په اروند سه نه وایاست؟ ولی د کونر د والی جی باکستانی دی سه نه وایاست؟ ولی د کونر پر بمبار سه نه وایاست؟ خدای تعالی روی ته وګوری پر ناموس او مور تیری شروع دی او تاسو ورته ګوری!!! تاسوتبصری ولی ورکی دی مشوره ورکری موژ هم وس کار نه کوی خو د خدای تعالی په خاطر خپلی مشوری ورکوو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx