نظــر

نوې کابینه ټول شموله ده؟

حماد سلطاني

د یوې کورنۍ، قوم ، هیواد او همدا راز ټولنې او سیاسي جریان مشر هیڅکله نه غواړي چې ددۀ د کارونو، پرمختګونو مخنیوی وشي او یايې د پریکړو مخالفت وکړی شي، خو په دې ټولو برخو کې خپلو او د نورو مشورو ته اړین ضرورت لري او دا يې د بریالیتوب او خوندي توب چاره ده.

یو متل دی چې وايي: کړ کړ دلته کوې او هګۍ بل ځای اچوې!
طالبانو خپله اجرایوي کابینه په مؤقته توګه اعلان کړه، په دې کابېنې کې د بیلا بیلو قومونو او ولایاتو وتلي شخصیتونه حضور لري.

پښتون ، تاجک، ازبک ، نورستاني او ….
دا چې ټول شموله ویل کیږي همدا يې معنی ده، له دې پرته سهامي شرکت وي چې هر لوری ځان د قدرت جزیره ګڼي.

که څه هم ټول شموله حکومت په اړوند د هرچا لید لوری او تعریف فرق کوي خو راځئ د تېرو حکومتونو یو لنډ ټول شموله کابینو ته نظر وکړو.

په ۱۳۵۷ کال د غوايي په ۷مه نیټه کمونستانو د شوروي اتحاد په مستقیمې لاسوهنې خونړۍ کودتا وکړه، چې مسؤلینو يې په جرئت او افتخار ویل موږ د داود خان دوه کلن ماشوم لاڅه چې هغه ماشومان هم ووژل چې د مور په ګیډه کې ول!

دوی کابینه اعلان کړه ټول افراد يې، په کابینه کې یواځې خپل ملګري ول، نه کوم ملا و او نه د بل کوم سیاسي جریان غړی بلکه نه یواځې د نورو په وژلو يې صرفه ونکړه بلکه شعله جاوید حزب چې کمونستي افکار يې درلودل د هغوی مشر( مجید کله کا ني) په شمول يې په واکمنۍ کې شریک نکړل بلکه په ډیر قساوت يې داسې ووژل چې تر ننه يې د قبرونو نښه نشته.

څه موده لا نه وه تېره شوې چې خلقیانو په ډیر مهارت د قدرت انحصار په حرص پر پرچمیانو سپینه کودتا وکړه، ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، اناهیتا راتب زاد او… له وزارتونو خلع قدرت او سفارتونو ته واستول شول، دوی چې سفارتونه چور او بیا روسي ته وتښتیدل یو اوږد بحث دی، خو د کابل ادارې دوی په اشرف زادګانو ونومول.

میدان یواځې نور محمد ترکي او وفادار شاګرد (حفیظ الله آمین) ته پاتې شو، کابینه یواځې د دوی له خاصو ملګرو جوړه او تصویب شوه.

د قدرت په مسابقې کې استاد او شاګرد یو ځل بیا د رسلنګ میدان ته کته شول، وفادار شاګرد(حفیظ الله آمین) خپل استاد(نور محمد ترکی) داسې اوټ کړ چې تر ننه يې په څرګنده توګه نه د جنازې ګواه شته او نه د قبر شناخته.

حفیظ الله آمین ځان یواځینی واکمن ولید او په ډیر غرور يې یواځې هغه څهرې په کابینه کې ونیولې چې ده ته وفادار ول.

حفیظ الله آمین په مستقیمه توګه د روسانو د یوې فاسدې توطیې په ترڅ کې په ډیر بې رحمانه توګه ووژل شو، د مړ جسد سره يې هغه څه وشول چې ده له خپل استاد سره کړي ول بلکه له هغه بد تر.

ببرک کارمل له تاجکستانه د واک نیولو اعلان وکړ او دروسانو په ټانګونو سپور کابل ته ورسید.

ببرک کارمل داسې کابینه جوړه کړه چې ټول کلیدي وزارتونه يې خپلو ځانګړو حزبیانو ته ورکړل او د دولت په ټولو اورګانونو کې يې خپل خلک وګمارل، د آمین او امينیانو حال د ویلو نه دی، چې څه بندیان او څه په تېښته بریالي شول.

لنډه دا چې له دۀ وروسته ډاکټر نجیب الله په عین شکل کابینه جوړه کړه، که څه هم چې د اعتماد پیدا کولو په غرض يې یو څه تغیرات راوستل خو وخت له وخته تیر و.

د حضرت صاحب او استاد رباني د واکمنې کابینې خپلو کې نه متحد ول او نه يې اخلاص درلود، د هیواد صدراعظم استاد فرید ټاکل شوی و، خو کابینه ورته نورو جوړوله، یواځې د نوم صدراعظمي وه، له هغه وروسته ( انجنیر حکمتیار) صدراعظم غوره شو، زیات زیار او کوښښ يې وکړ چې هیواد د ثبات په لور روان کړي خو ناتوانه او په مخ کې خنډونه ولاړیدل تر دې چې نه د صدارت ماڼۍ ته پریښودل کیده او نه ارګ ته يې تللی شو، د کابېنې غونډې په نمایشي توګه له ښاره بهر دایریدل، د پریکړو او د کار په نوعیت فشار اچول کیده، تر هغه چې طالبانو کابل ونیو.

یوه مقتدره کابینه جوړه د رشوت، اختناق لمن په ټولیدو شوه، په ټول هیواد کې پرته له یو څو محدودو پېښو نور آمنیت خوندي او د اعتماد فضاء رامنځ ته شوه.

شیطاني قوتونو په شیطاني لمسوونو په افغانستان بې شرمانه یر غل وکړ، چې په زرګونه ټنه اوسپنه اور، باروت او نور کیمیاوي سوزونکي مواد استعمال شول، د افغانستان اسلامي امارت اداره منحل او هیواد عملاً اشغال شو.

په هیواد کې د امریکا په شمول هر جابر او نیواکګر کوښښ درلود چې خپل ځنځیریان د قدرت په ګدۍ کینوي، د بن شرمیدلې معاهده لاسلیک او کابل کې سهامي شرکت په توګه یوه اداره را منځ ته شوه چې هر وزیر او والي پخپل سر و.

په هیواد کې بیلا بیلې د قدرت جزېرې جوړې او داسې پانګونې وشوي چې ګټه يې یواځې بړیڅو ته ورسیدله، چې بیلګې یې اوس تاسو ته یو د بل پسې څرګندیږي، نور هیوادوال د فقر او ناامنۍ په ګرداب کې داسې ګیر شول چې وتل یې ممکن نه برېښيده.

له کرزي وروسته د قدرت په ویش جنجالونه خلق شول، اشرف غني ډیر په جرئت اعلان وکړ چې سهامي شرکت نه جوړوي خو دا ثبات هغه وخت بابیزه شو چې جان کیري راغی پر دوی یې د واکمنۍ څوکۍ وویشلې، بیا هم کابینه د اشغال زیدخلو هیوادونو په فرمایش او سهم په کار داسې بوخت شول چې د خپل بادار ګټو خوندیتوب ته اولیت ورکول کیده، اشرف غني په دې خوشحال و چې ولس مشر نوم ورکړل شو او په همدې ترتیب ډا کټر صاحب عبدالله.

دوی یوه ورځ د ملت له درده څه وانه وریدل، د ارګ او سپيدار ماڼۍ خوا کې په یو موبایل او څو روپو يې انسانان وژل کیدل، تښتول کیدل، حتی ماشومانو ژوند داسې له ګواښونو سره مخ شو چې چا جرئت نه شو کولای، خپل ماشوم یوه لحظه له سترګو لرې کړي.

د هیواد په بیلا بیلو برخو کې نیواکګرو داسې بمونه ورول چې هيڅ ځای ترې محفوظ نه و، مدرسې، مکتبونه، روغتونونه، د ودونو، جرګو محلونه او بازارونه په بمونو وریت شول.

د نړیوال جنګ په ترڅ کې چې په جاپان اتومي حمله وشوه له هغې ورسته افغانستان و چې د بمونو مور پرې وغورځول شوه، په دې ټولو فجایعو سهامي شرکت نه یواځې چپه خوله بلکه د دفاع سنګر کې ودریدل‌‌.

د سهامي شرکت په لمن کې د قدرت داسې جزېرې جوړې وې چې هر چا ځان له مسؤلیته پورته واکمن ګاڼه، له دې سره سره د وزیرانو په شمول ارګ او نور د قدرت شیطاني جزیرو خبرونه له چا پټ نه دي چې څومره په رسوايۍ د ولسمشر لومړی معاون په بزرګ شخص جنسي تیری کوي، خبره د نړۍ ټوله میډیا خپروي، څوک د نیولو او پوښتنې جرئت نه شي کولی، د دفاع وزیر(ناخالد) په څومره رزالت او فحاشۍ عملاً څرګندیږي، د زنا او لواطت غږ يې ټول افغانستان کې اوریدل کیږي، څوک ورته پورته قدرې نه شي کتلی، په زرهاوو نور سوزونکي پیښې… دا وو د سهامي شرکت ګټه!

هیواد والو که غواړئ چې هیواد مو خپلواک او د پردیو له فرمایشونو ازاد وي له اسلامي امارته ملاتړ وکړئ.

که غواړئ چې هیواد کې سوله او آمنیت وي له دغې جوړې شوي کابینې حمایت وکړئ.

له ډېرو کلونو وروسته داسې کابینه اعلان شوه چې خپلواکه او با مسؤلیته کابینه ده، الله د دوی ته د عمل توفیق ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم سلطانی صاحب دکمونسټانوموضوع بله ده هغه دداوودخان شهید دسرټمبګۍ خبره وه ،صاحب جان خان دداوود خان قومندان دګارډیوه ورځ سوړاوسیلۍ وکۍ ماورته وویل ولی قومندان صاحب ناجوړه یی ده وویل یا ولکه دری ورځی دژوند امید لرم ماورته وویل ولی الله دی خیرکی ده وویل کمونسټانوداسی احاطه کړی یوماورته وویل ولی رئیس صاحب دولت ته نه وایی ده وویل رئیس صاحب دولت وایی(صاحب جان چقدربزدل استی کی کولای من باشد کس جرئت کرده نمی تواند)هغه وه کولایی تاسوولیده،مګرطالبان په اوله پلا هم (I S I) دافغانستان دخرابولودپاره په وجود راوستل افعانستان یی په بربادکۍ چه دقرآڼکریم داحکاموبلکل مخالف عمل… نور لوستل »

محمد نعیم

هوښیار خلګ هغه دي چي پر نورو یې د هوښیارانو ګمان راځي. که یو چا ته نور انسانان بیعقل او احمق ښکاریدل، دا معنا چي دی خپله یو بې عقل او احمق انسان دی. کله چي د ټولشموله خبره کوو نو باید د ټول شمولیت ټولي زاویې په نظر کي ونیسو که نه باید ووایو چي د فلانۍ زاویې څخه ټولشموله. د خدای پار دی چي کله د ۳۹ ملیونه ولس لپاره ټاکل سوي کابینې ۵ کسان د یوې کورنۍ غړي وي، و هغه کابینې ته هم ټولشموله ویل کیدای سي. او پکه دایې لا بله سپکه دا چي ځیني… نور لوستل »

دوکتور غروال

حماد سلطانی د طالبانو مسخره ګی امارت د نورو غلامانو مسخره ګی حکومتونو سره په تله کښی د مقائيسی لپاره واچول دا بدبخت فکر کوی چی د افغانستان بنیادی تاریخچه له قاتلو کمونیستانو ( کمونیستانو د شوروی په رهنمائی احساساتی شهید داؤدخان ئی د خائين وطنفروش حسن شرق په وسیله خپلی کودتا ته وړاندی کړ ، دتنظیمونو او طالبانو فجایعو او قتلونو لپاره رهبری امریکا او پنجابی پاکستان درلوده او لری ئی ) شروع او په قاتلو تنظیمونو او طالبانو ئي ختمیږی دا ارمان د پنجابی پاکستان هم دی پس سلطانی که دی چرندیاتو سره قیدانی ایاتونه او حدیثونه هم… نور لوستل »

غوربندي

سلطاني صاحب هېچا نه دي ویلي او نه هم مصلحتا ویل پکار دي چې دا کابینه خدای مکړه همه شموله نه ده،، خو دا چې تاسو د خلکو له زغمه بل ډول استنباط کوی او د کابینې په همه شمولیت باندې مو د لیکتې زحمت ایستلی نو غواړم خپل نظر درسره شریک کړم. مونږ او تاسو اجازه نلرو او نه هم ښایی چې د تېرو لاسپوڅو، بلواکو ، فاشلو او مفسدو نظامونو د جوړښت په تناظر کې نوې کابینه وارزوو او د هغوی په نسبت یې شمولیت ثابت کړو،، دا به زمونږ او ستاسو د موقف په ضعف باندې دلالت… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x