نظــر

د ا.ا.ا د هېوادونو لخوا په رسمیت پېژندلو او د نړیوالو د مرستې موضوع!

محمد آصف آزاد

یو خو د تېر امارت پر مهال د ا.ا.ا د نړۍ د ډېرو هېوادونو لخوا په رسمیت نه پېژندلو، منزوي کېدلو، اقتصادي او مختلفو نورو بندیزونو ناوړه خاطرې او په اوس کې د ډېرو رواني تبلیغاتو او پروپاګند، چې افغانانو ته د “رسمیت پېژندل او مرستې” موضوع دومره تکرار شوې تکرار شوې، چې اوس مو ډېر شمېر وګړي له دې موضوع یو ډول وېره لري او اندېښمن وي…!

لومړی خو بیا هم دا وایم چې “مسلمان” مشران چې “اسلامي نظام” قایم کړي؛ نو ان شاءالله د ټولو ستونزو په مقابل کې موږ ته الله تعالی کافي دی او د الله تعالی لخوا کړې ژمنې ډاډ موږ ته بس دی. د ا.ا.ا مؤمنو مشرانو او کشرانو سخت ازمایښتونه وګالل، ستونزې یې وګاللې، قربانۍ یې ورکړې؛ ان شاءالله چې نور وخت را رسېدلی چې د دې مسلمان ملت دعاګانې، هیلې او قربانۍ قبولې شوي دي او نور هغه وخت دی چې ان شاءالله، الله تعالی به ورته په نړۍ کې “قوت” ورکوي.

بله خبره دا چې، ما وړاندې هم ویلي وو چې نړۍ اوس د هغه وخت (۱۹۸۹_۲۰۰۱) او شاوخوا کلونو نړۍ نه ده. په ۱۹۸۹م کال کې د شوروي اتحاد په ماتې سره په نړۍ د بدماشۍ لپاره یوازې امریکا ته میدان خالي شو. په نړۍ کې یې مخالف بلاک تازه سخت مات شوی و او نور څوک یې د ځان په وړاندې د هر ډول دریځونو په مقابل کې د درېدلو څوک نه لیدل. ټول هېوادونه د امریکا دریځ منلو ته اړ وو؛ هغوی که خوښ و یا نه، خو که سپین ته به امریکا تور ویل، نو دوی اړ وو چې سپین ته تور ووایي!

خو اوس آن امریکا خپله د ماتې خوند څکلو په حال کې ده. که څه هم دا به ډېرو ته د منلو نه وي چې امریکا دې ماته خوړلي وي، خو ان شاءالله لږه موده وروسته به یې ووینو!

اوس د تېر په خلاف، نړۍ کې ډېر هېوادونه شته چې د امریکا هر امر ته هو نه وایي؛ بلکې د خپلو ګټو په اساس پرېکړې کوي. ډېر هېوادونه شته چې د امریکا د پرېکړو پر خلاف ښکاره خپل دریځ اعلانوي.

دویمه خبره دا چې، نړۍ ته اوس بله چاره نه ده پاتې چې طالبانو سره مزل ونکړي، بل انتخاب نلري؛ هو، زما فکر دا دی چې د ا.ا.ا به همېشه له غربي نړۍ سره په یو ډول کشمکش کې وي، تبلیغاتي او پروپاګند خپرول به وي، تورونه به وي؛ خو دا به دې حد کې نه وي چې د تېر په څېر د بندیزونو یا د رسمیت نه پېژندلو ته خبره ورسیږي.

ځکه تېر ځل د امریکا انتخاب پر افغانستان یرغل کول و او د همدې لپاره یې وړاندې له وړاندې د افغانستان د کمزوري کولو او منزوي کولو هڅې کولې؛ خو دا ځل یې تازه پر افغانستان د یرغل کولو خوند څکلی او د یرغل پایله یې لیدلې، نو د جګړې انتخاب نشي کولی؛ نو بله لار نه پاتې کیږي چې طالبانو سره د دوی په اصطلاح، یو ځای کار ونکړي. دوی به هڅه کوي چې اوس خو په زور ونشوه، اوس به په رضا او چل هڅه کوو او لار به ورسره وهو!

افغانستان د خپل موقعیت او طبیعي شتو له امله نړۍ ته د ارزښت وړ دی. د سیمې د هېوادونو لپاره د مهمو پروژو د سرته رسولو په خاطر به هڅه کوي چې د ا.ا.ا سره ښې اړیکې ولري.

دا د هېوادونو د خپلو ګټو غوښتنه ده چې د ا.ا.ا سره ښې اړیکې ولري او نور به امریکا په هیڅ بهانه ونکړای شي چې د دغو هېوادونو د ګټو د مخالفت لپاره د ا.ا.ا پر ضد د بندیزونو او یا په رسمیت نه پېژندلو لپاره پر دغو هېوادونو فشار راوړلی شي. اوس نړۍ کې مختلف قوت لرونکي هېوادونه شته چې خپلې ګټې ورته مهمې دي او یوازې د امریکا یا بل او بل هېواد په غوښتنه له کوم بل هېواد سره د اړیکو پرې کولو یا راکړې ورکړې بندولو ته نه تیاریږي.

او بله خبره دا چې موږ وینو طالبان ډېر په ډاډه زړه خپل کارونه پر مخ بیایي، نه یې د نظام د ډول په ټاکلو کې د نورو فرمایشاتو ته وکتل، نه یې د کابینې په جوړولو کې؛ بلکې وینو چې هم یې د نظام ډول هماغه د تېر په څېر ا.ا دی، هم یې مشر امیرالمؤمنین دی او هم یې په کابینه کې داسې غړي دي چې لا د بندیزونو په لېست کې دي. معنا دا چې طالبانو تر اوسه هیڅ داسې څه ونه کړل چې د نورو فرمایشات او غوښتنې ومني، بلکې پوره یې خپل استقلالیت وساته؛ نو دلته دا هم جوتیږي چې ا.ا مشرانو د نړۍ هېوادونو سره په لیدو کتو کې هغوی په دې قانع کړي چې هغوی نور زموږ په داخلي موضوعاتو کې غرض ونلري او همدا ډاډه وړاندې تګ دا هم څرګندوي چې طالبان هم ډاډه دي چې نور به یې په خپلو کارونو کې د مداخلې هڅه څوک نه کوي. چې دا د شل کلنې له زغم او ثبات ډکې مبارزې یقیني پایله ده.

کېدای شي یو شمېر هېوادونو د ا.ا.ا په رسمیت پېژندل وځنډوي، خو د ډېر لنډې مودې لپاره او د رسمیت پېژندلو اړوند به ووایي چې موږ به د طالبانو کړنې وګورو چې دوی څه کوي او بیا به خپله پرېکړه کوو. خو دا به د لنډې مودې لپاره، یوازې د دې لپاره وي چې خپلو ولسونو ته پرې قناعت ورکړای شي او د هغوی له دې پوښتنې ځان خلاص کړي چې، هغه طالبان او هغه ا.ا چې تاسو یې پر وړاندې جګړه وکړه، اوس یې بېرته څرنګه ومنل؟! نو دوی به ورته ویلی شي چې ګواکې طالبان اوس بدل شوي!

بلخوا د نړیوالو لخوا د مرستو اړوند هم له ډېر شمېر هېوادوالو سره وېره او اندېښنه شته.
دې دوه لسیزو کې بهرنیو غرضي مرستو او د همدې مرستو اړوند کېدونکو تبلیغاتو چې په هره غونډه، مایک او سټېج باندې تکراریږي او سوالګرو چارواکو له بده مرغه د افغانستان له ګڼ شمېر وګړو سره داسې ناوړه او منفي فکر او ذهنیت پیدا کړی چې، ته به وایې همدا مرستې یې اکسیجن دي. دوی فکر کوي چې افغانستان یو داسې هېواد دی او داسې وګړي دي، چې د تل لپاره باید د نورو مرستو ته کېني او که د نورو مرستې نه وي، نو دا هېواد غرق بوله!!!

خو په حقیقت کې داسې نه ده؛ افغانستان په طبیعي لحاظ د پرمختګ ګڼ فرصتونه لري. پرېمانه او ارزښتمنې طبیعي شتمنۍ لري. ښه طبیعي موقعیت لري، داسې موقعیت چې ډېری هېوادونه به دلته پانګونې ته راجذبوي، د سیمې د هېوادونو د وصل کېدلو ښه لار لري. ځینې تحلیلګر د سیمې او نړۍ د رقابتونو له امله د افغانستان موقعیت سم نه ګڼي، خو زه فکر کوم چې آن همدا نقطه خپله هم د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی. که د سیمې او نړۍ رقابتونو څخه ښه استفاده وشي، هېواد ته د منفي هغې پر ځای مثبت او ګټور تمامېدی شي، د دوی له رقابتونو څخه د هېواد په خیر ګټه اخیستل کېدی شي.

لنډه دا چې، افغانستان د اقتصادي پرمختګ ګڼ فرصتونه لري او د نورو څخه خیر غوښتنې ته اړ نه دی؛ خو څه چې نه لري او هېواد مو شدیده اړتیا ورته لري، هغه خپلواک نظام او مسؤلیت پېژندونکی او ژمن حکومت دی. داسې حکومت چې چارواکي یې مسؤلیت پېژندونکي وي، ځانونه مسؤل او د خدای او ملت په وړاندې پوښتونکي وبولي، له خدای وېره، له ولس سره مینه، د خدمت احساس او کلکه اراده ولري. چې د دې اړتیا په پوره کېدو به ان شاءالله ګران هېواد ژر د پرمختګ پړاوونه ووهي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

محترم لیکونکی: دا اوس د اقتصادی بحران د حل لار څه ده؟ ته خو د آینده خبری کوې داسی به وی او داسی به نوی. د خلکو تیښته د لوږې څخه ده نه د هوس لپاره. ژمی را روان دی، خلک مطلق بیکاره دی، په زرګونو مامورین او معلمانو د تنخوا په میاشتنی عاید باندی ژوند کاوو. اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دی. ماموینو ته یو روپی تنخوا چا د تیرو دوه دریو میاشتی نده ورکړی. اوس نو وطن د مدرسو په طالبانو جوړ کړی هغوی هم انجنییران دی، هم مسلکی ډاکټران دی او هم تخنیکی ماهرین. ملک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx