نظــر

سوپر پاور

حفيظ الدين پيرزاده

د امریکایي قواو تر بشپړ‎ې وتنې څو ورځې وروسته بِن ویلیس ( Ben Wallace ) د انگلستان دفاع وزیر پخپله یوہ مصاحبه کې وویل:
امریکا نور سوپر پاور نه دی.! سوپر پاور چې پخپله ارادہ کې ناکام شي، نور یې لوی طاقت بللی شو خو سوپر پاور نه!
د ھغه اشارہ په افغانستان کې د امریکې ماتې ته وہ!

د انگریز دفاع وزیر مې پام د سوپر پاور مانا ته واړ‎وہ!
دا اصطلاح په لومړ‎ي ځل په ۱۹۴۴ م کې د دویمې نړ‎یوالې جگړ‎ې په وروستیو شیبو کې د امریکا، انگلستان او شوروي اتحاد لپارہ وکاریدہ!

د سړ‎ې جگړ‎ې پر مھال، د انگریز امپراطوري منحله شوہ نو بیا دا اصطلاح امریکا او شوروي اتحاد ته کاریدہ.

د سړ‎ې جگړ‎ې په پای یانې ۱۹۹۱ م کې شوروي ھم رو سیاہ ( روسیه ) شوہ او امریکا د نړ‎ۍ یواځېنی سوپر پاور پاته شو! خو دا لقب ھم څو ورځې وړ‎اندې انگریز ورته نور مناسب و نه گڼل!

د سوپر پاور مانا:
تعریفونه یې ډیر دي خو مناسب تعریف یې ښایي دا وي:
داسې یو ھیواد چې بل کوم ھیواد او یا د ھیوادونو مجموعه یې په نظامي، اقتصادي او نورو ډگرونو کې طاقت و نه شي ننگولای!! څوک یې د ارادې پر وړ‎اندې د وردریدو جرئت و نه شي کړ‎ای!

ښایي د ھمدې تعریف له مخې د برتانیې دفاع وزیر امریکا نور سوپر پاور نه بولي، ځکه طالبانو د خپل ولس پر مټ نه یواځې د نړ‎ۍ دا سوپر پاور و ننگاوہ بلکې له خپلې خاورې یې ھم پسې وشاړ‎ہ!

که داسې وي نو پر ھغه څه چې د انگریز سر اوس خلاص شو، طالب پر شل کاله مخکې پوھیدہ!
ځکه طالب شل کاله پخوا د امریکا طاقت ننگولې و!
که داسې وي د ھمدې انگریز نیکه چې ځان ورته سوپر پاور ښکاریدہ او پر امپراطورۍ یې لمر نه ډوبیدہ، موږ‎ نه یواځې دا چې ننگولې و بلکې درې ځلې مو له خپلې خاورې شړ‎لی ھم و!
شوروري ھم علی ھذا القیاس!

موږ‎ بې د کایناتو له ستر واکمن څخه بل چاته د سوپر پاور په سترگه نه گورو؛ ځکه موږ‎ د قرآن کریم په دې مبارک آیت ایمان لرو چې وایي: وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا.

موږ‎ ھغه وخت مات کړ‎ی استعمار د پرنگیانو
چې نورو په دوہ لاسه خراجونه ورکول
مرحوم استاد الفت

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۱/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

سوپرپاورقرآنکریم مات کۍ دروسیی سره دجهادپروخت ماپه کوئټه کی هوټل(مسافرخانه اورستوران)درلود ،یوترکۍ ځوان له افغان جهاده راغلۍ ووژړل یی چه زه ولی نسوم شهید،الله دځوانانوپه زړوکی دشهادت داسی مینه وراچولی وی چه دکفارواوزار هیڅ هم نه ورته ښکاری،لکه فتنګ چه پرشمع ځان سوځی همدغسی دوی دجنت تږی وی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx