افغانستان

روسیه: افغانستان کې مو د سفارت چارې پراخې شوې دي

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي‌ لاوروف»‌ وايي، په افغانستان کې یې د سفارت چارې پراخې شوې دي او ټول کارمندان یې په نورمال ډول خپل کارونه مخته وړي.

لاوروف تېره ورځ په مسکو کې یوې ناستې ته ویلي، چې په کابل کې د روسیې د سفارت چارې پراخې شوې دي‌ او د ښځو په ګډون ټول کارمندان یې بیرته خپلو دندو ته را ګرځېدلي.

لاوروف وړاندې زیاته کړې، چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، خو د هغوی د رسمیت پېژندلو موضوع به د هغوی کړنو ته په کتو تر بحث لاندې نیول کېږي.

نوموړي‌ ددې تر څنګ څرګنده کړې، چې د افغانستان وضعیت سیمې ته نفوذ او پر سیمې اثر نه لري، خو بیا هم روسیې خپل ځان چمتو کړی.

ده وویل، چې طالبان له «ترهګرۍ» سره د مبارزې‌ په برخه کې تر دې دمه کومه نیمګړتیا نه لري او ژمنه یې کړې، چې یو پراخ بنسټه حکومت به تشکیلوي.

روسیه داسې مهال په افغانستان کې د خپل سفارت د چارو له پراختیا خبر ورکوي، چې د بهرنیانو نظامي‌ حضور په هیواد کې پای ته رسېدلی او د افغانستان اسلامي‌ امارت خپله کابینه اعلان کړې.

طالبان ټینګار لري، چې له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي‌ او هیچا ته اجازه نه ورکوي‌ د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

ځناورو کی ښه نشته ، د نورو غوښی خوړل یی فطرت کی اخښل شوی مسلم حق یی ګنی حتی ښکار شوی حیوان که د مرګ د سختو او دردونو له امله لغتی وهی هم سړغړونه یی ګڼی او فشار پری لا زیاتوی مګر که انسانی خناور ورسره مقایسه کړی به انسانی خناور حو خله شرف لری او هغه دا چه: ـــ د غره خناور هره ورخ دومره شکار کوی چه موړ شی هسی نور حیوانانت نه وژنی ـــ د مرګ طریقه یی تل یو شان وی د انسانی خناورو په شان یی په جلا جلا پلانمو او وسایل یی نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x