افغانستان

پاکستان سره پر کلدارو سوداګرۍ خبر حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له پاکستان سره به سوداګري پر کلدارو پیل شي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ماليې وزیر شوکت ترین ویلي وو چې افغانستان د ډالرو له کمښت سره مخ دی او له همدې وجې به پاکستان له افغانستان سره په پاکستاني کلدارو تجارت کوي.

خو د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د فرهنګي کمیسیون غړي احمدالله وثیق دغه راپورونه رد کړي او ویلي دي چې په ټول هیواد کې به راکړه ورکړه به افغانیو کیږي.

هغه زیاته کړې چې دا خبر هیڅ حقیقت نلري چي غټه سوداګري به په پاکستاني کرنسۍ کیږي.

د وثیق په وینا دوی ته خپل هویت ډیر مهم دی او هیڅ کله به داسې پرېکړه ونشي چي د دوی د هیواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

### زما خو یی زړه نژدی وه چی وچوی. ګوری د دوی## منافقت ته. طالبان باید هوښیار ووسی.

مه کوی

مشوره: طالبان کوشش وکری چی دا خبره رد کری خو کله چی په رسمیت وپیژندل شول نو بیا دی قاطع اعلان وکری چی کلداری بندی لکه شراب چی بند وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx