ادبي لیکني

د «سلطان» په حماسه کې «انسان د انسان دوزخ دی!»

پوهنمل سید اصغر هاشمي

لنډير:
د «سلطان» منظومه د پښتو ژبې د پیاوړي شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال مصنوعي حماسه ده. د حماسې ډېرې ځانکړنې لري او د موضوع ارزښت په دې کې دی چې دا منظومه حماسه وبلل شوه. د لیکنې موخه مې دا ده چې پښتو ژبې ته یوه لاسته راوړنه وي او دا معلومه کړو چې په پښتو ژبه کې دا حماسه کومې ځانګړنې لري او په کومو دلایلو ورته حماسه ویلی شو. د (سلطان) حماسه له نورو حماسو سره په ډېرو برخو کې ورته والی لري. لکه څنګه چې نورې حماسې له ارواپوهنې، فلسفې، تاریخ، فرهنګ او داسې نورو… پوهنو سره اړیکه لري.«سلطان» یې هم لري. همدارنګه په دې حماسه کې د هابز او ساتر هغه نظریه چې د یوناني ژبې له نمایشنامې څخه یې اخیستې ده چې (انسان د انسان دوزخ دی!) نظریه لیدل کېږي. له دې حماسه ډوله لیکنې څخه هغه بېلګې اخیستل شوي دي، چې دا نظریه ثابتوي.

په دې مقاله کې له بېلابېلو اثارو ګټه اخیستل شوې ده او د څېړنې په جریان کې ځینې محدودیتونه موجود و، چې له هغې جملې د مواد کموالی او داسې نور مسایل وو، خو بیا هم د کتابتوني څېړنیز ډول څخه ګټه واخیستل شوه او دا مقاله ولیکل شوه او همدارنګه له تشریحي او توضیحي مېتود په رڼا کې دغه څېړنه پای ته ورسیده. د دې مقالې موخه دا ده چې انسان ډېر وخت انسان ته زیان رسوي، څنګه کولای شو چې نورو انسانانو ته د زیان پر ځای خیر ورسوو او انسان د هیومانیزم لاروی او خیر رسوونکی شي.

د دې څېړنې ارزښت دا دی چې انسان خپلو کړنو ته متوجې کوي چې په راتلونکي کې خراب کارونه ونه کړي او تل د خیر او ښو کارونو په هڅه کې وي. په نړۍ کې انسان انسان ته ډېر زیان رسوي، نو دې ته اړتیا ده چې ښه وکړي او بد ونه کړي.

د لیکنې لاسته راوړنه دا ده چې د (سلطان) منظومه مصنوعي حماسه ده او په دې منظومې کې دا خبره راغلې ده چې (انسان د انسان دوزخ دی!). دغه نظریه د یوناني ژبې له نمایشنامې څخه اخیستل شوې ده، وروسته سارتر او داسې نورو پوهانو دغه نظریه ذکر کړې ده، په پښتو ژبه کې ځانځاني ښامار اثر د فلسفي لیکوال بهاوالدین مجروح دی چې په دې اړه خبرې لري، چې د (سلطان) حماسه هم یاد نظر تاییدوي.

کلیدي کلمې: انسان، حماسه، دوزخ، لاشعور، ارواپوهنه

سریزه:
«سلطان»د ازاد نظم په فورم کې لیکل شوې داستاني منظومه ده او د معاصرو علومو په نظر کې نیولو سره د حماسې ځانګړنې لري. دا په زړه پورې داستان دی چې سلطان او ګلڅېره یې اصلي کرکټرونه دي.

(په دې حماسه کې سخت سفرونه دي او د نفسیاتي جګړې میدان هغه سمڅه ده چې موخه ترې د انسان داخل دی. د اهریمن او اهورا جګړه ده او د نفس اماره او نفس مطمٔینه دا مجادله د خیر او شر ترمنځ روانه ده. د حماسې اصلي موضوع په دې اړه ده چې «انسان د انسان دوزخ دی!». دا جمله په لاتیني ژبه کې د الفاظو په تغییر او تبدیل موجوده وه، د وخت په تېرېدلو هابز او د وجودي فلسفي متفکر ژان پل سارتر هم په خپلو لیکنو کې د دې جملې«انسان د انسان لېوه دی!» مفهوم څېړلی دی.) (د دکتورا سکالران، ۲۰۱۹)

په غوره شوې حماسې (سلطان) په دغه برخه کار شوی نه دی چې همدا یې نویوالی ثابتوي. همدارنګه انسان دې ته متوجې شوی دی چې انسان انسان ته زیان ونه رسوي، بلکې انسان د خیر سېمبول شي.

د لیکوال دنده ده چې انسانان خپلو خامیو او ستونزو ته متوجې کړي، د ښې لارې لارښوونکی وي او د بدو منع کوونکی وي چې په عمومي ډول د دې مقالې همدا نظریه یې ارزښت بیانوي.

د دې مقالې پوښتنې دي: ایا د سلطان منظومه حماسه ده؟ ایا د سلطان په حماسه کې د (انسان د انسان دوزخ دی!) نظریه شته؟ ایا د (سلطان) په حماسه کې غوره شوې نظریه له ارواپوهنې سره تړاو لري او که نه؟
په لیکنه کې د پورته پوښتنو ځوابونه موندلای شئ چې همدا د دې لیکنې موخې دي.

د څېړنې تاریخي شالید:
انسان څو اړخیز موجود دی او د ده په هرې خوا څېړنې شوې دي او اثار پرې لیکل شوي. په هیومانیزم لسګونه اثار او سلګونو مقالې په دې دلالت کوي چې انسان یو پیچلی موجود دی. له ارواپوهنې، فلسفې او نورو علومو سره څو اړخیزې اړیکې لري. په فلسفي پوهنو کې ژان پل سارتر په دې تاکید کوي چې (انسان د انسان دوزخ دی!) همدارنګه نور پوهان هم دا نظر لري.

په پښتو ژبه کې دوکتور بهاوالدین مجروح ځانځاني ښامار اثر کې (۲۰۱۶) کې په دې اړه د کار خبرې لري. په ځانځاني ښامار کې انسان نورو انسانانو او ځان ته زیان رسوي. د انسان په داخلي نړۍ کې ښامار شته او دغه ښامار ډېرې ستونزې جوړوي. د دې اثر یو بیت دی:
جهنم نه چیرته لرې دی نه پت په بل جهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې (مجروح، ۱۳۹۵)

د بیت مفهوم دی: جهنم ډېر لرې او بلې نړۍکې نه دی. د هر انسان جهنم او اور د ده په داخلي نړۍ کې دی.

د جهنم له اور څخه مخکې چې انسان ته زیان رسوي، انسان دی چې نورو انسانانو او ځان ته زیان رسوي. دلته بحث بیا هم هغه خوا خپلوي چې (انسان د انسان لېوه دی!) که یو انسان ځان او نورو انسانانو ته زیان رسوي، په حقیقت کې دا هم یو انسان دی. کوم اور چې انسان یې بل انسان ته رسوي، دغه اور د ده په داخلي نړۍ کې دی چې دغه بحث د فلسفې او ارواپوهنې سره تړاو لري او په دې اړه چې انسان انسان ته زیان رسوونکی دی، خورا ښه اثر دی.
ادبیات، انسان، خوبونه او ارکي ټایپونه اثر (۲۰۱۹) کې په دې اړه یوه مقاله لري. په دې اثر کې هم د دې خبرې یادونه شته او د دې نظر چې (انسان د انسان دوزخ دی!) نظر وړاندې کوي.

ادبي او ژبنۍ څېړنې د کابل پوهنتون د دوکتورا د سکالرانو د مقالو ټولګه (۲۰۱۹) کې په اړه خبرې لري. په دغه څېړنیزه ټولګه کې یوه مقاله د سید اصغر
هاشمي ده او په دې اړه خبرې لري چې ایا (انسان بل انسان ته زیان رسولی شي؟) چې د بحث پایله دا کېږي چې ډېر وخت (انسان انسان ته زیان رسوونکی وي.)

د دې کار پایله دا ده چې د (سلطان) منظومه د پښتو ژبې مصنوعي حماسه ده، چې د حماسې ځانګړنې لري او همدارنګه په دې داستاني منظومې کې دا خبره د یادونې وړ ده چې انسان انسان ته زیان رسوي. د دې کار توپیر د نورو پخوانیو کارونو سره دا دی چې دلته په ځانګړې غوره شوي داستاني منظومې (سلطان) کې دغه برخه لټول شوې ده.

د موضوع مېتود:
په دې لیکنه کې له بېلابېلو کتابونو څخه ګټه اخیستل شوې ده. اول د څېړنې لپاره مطالعه شوې ده، له مطالعې وروسته یاداشتونه اخیستل شوي دي او د موادو له تحلیل او تفسیر وروسته یوه پایله تر لاسه شوې ده. د څېړنې له ځانګړي ډول او مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده او کوښښ شوی چې د څېړنې ډول او مېتود سره مطابقت ولري.

د (سلطان) په حماسه کې (انسان د انسان دوزخ دی!) څېړنیزه مقاله کې له کتابتوني څېړنیز ډول او له تشـریحي او توضیحي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.

لاسته راوړنې:
په نړۍ کې د لومړنیو انسانانو له پیدايښت سره انسان ستونزې پیدا شوي دي. (په اسلامي علومو کې لومړني انسانان هابیل او قابیل دي چې یو ورور پاڅېږي او بل ورور وژني، یو په حقه وي او بل ناحقه. د حق او ناحق دغه جګړه ډېره پخوانۍ ده.) (د دکتورا سکالران، ۲۰۱۹، ص ۱۱۰)
په اسلام کې د دغو دوو (خیر او شر) جګړې ته د نفس مطمینه او نفس اماره جګړه وايي. نفس مطمینه خیر غوښتونکی دی او نفس اماره شر غوښتونکی دی. د دې مقالې اصلي لاسته راوړنه د همدغې خیر او شر د جګړې بیان دی او د دې لارښوونه شوې ده چې انسان څنګه کولای شي چې خپل داخلي نړۍ فتحه کړي او بد ونه کړي. انسان ته ښايي چې ښه وکړي او هر ښه انسان باید بل انسان ته جنت جوړ شي. ډېر داسې انسانان شته چې نورو انسان ته زیان رسوي چې په دغه مقاله کې د (سلطان) منظومه هغه لیکنه ده چې (انسان د انسان دوزخ دی!) نظریه پکې بیان شوې ده او همدغه د دې مقالې لاسته راوړنه ده.

اصلي متن:
حماسه د ایپیکو ادبیاتو یو مهم ډول دی چې ډېره پخوانۍ سابقه لري. په نړۍ کې لومړي لاس ته راغلې لیکنې د حماسو دي چې ښې بېلګې یې د سومریانو«ګلګمېش» حماسه، همدارنګه د هومر الیاد او اودیسه، د هندوانو رامایانا او مهابهارت، د فردوسي شهنامه او داسې نورې دي.
د ادب تیوري اساسونو، دویم چاپ، ۱۶۹مخ کې د حماسي ژانرونو تر سرلیک لاندې راغلي دي: «په پښتو ادب کې هم د امیر کروړ حماسه د پښتو ثبت شوې ادب تر ټولو انواعو تر مخه ده»(شینواری، ۱۳۹۵)

همدارنګه پښتو ادبیاتو لرغونې دوره«څېړنه او سپړنه»، ۲۶مخ کې راغلي دي: «د امیر کروړ شعر ویاړنه، حماسي شعر او حماسه ده.»(هلال، ۱۳۹۴)
پورته تعریفونه د تامل وړ دي، پوره، جامع او مانع تعریفونه نه دي، نو ځکه د همدې لپاره د حماسې په تعریف کې ستونزې لیدل کېږي.حماسي شعر او حماسه سره توپير لري، چې د پښتو ژبې د لومړني شاعر امیر کروړ شعر ته حماسې شعر ویلای شو خو حماسه نه ده.

د حماسې په اړه راغلي دي:
(حماسه له لاتیني ژبې اخيستل شوې ده چې وينا، کيسې، اواز، د قهرمانۍ شعر او افسانې ته وايي.حماسه د عربي ژبې لغت دی او ريښه يې له (حَمس) څخه اخيستل شوې ده چې په کار کې شدت او سختۍ ته وايي. اوس (حماسه) نړیوال مفهوم لري او يو مهم ادبي ژانر دی، د لومړي ځل لپاره ارسطو (۳۸۴ق.م) وکاراوه.حماسه په لغت کې زړورتيا ته وايي او په اصطلاح کې د وصفي شعرونو هغه ډول دی چې د يو قوم يا وګړي د پهلوانيو، مېړانې او وياړنو کيسه پکې تمثيل شوې وي.) (لېوال، ۱۳۹۶)

د حماسې د پېژندنې په اړه په لسګونو کتابونو کې د الفاظو په تغيير يو ډول پېژندنې وړاندې شوي دي چې څو مهمې خبرې يې دا دي:
(۱. هغه له وياړه ډک داستان چې د زړورتيا او سرښندنې موضوعګانې ولري او په جنګ کې زړورتيا په ډېر مهارت سره ښوول شوې وي، پهلوان پکې له مينې بې پروا وي.
۲. د شعر هغه ډول دی چې د جنګونو، مېړانې، قومي افتخارات او د ملي او نژادي ګټو لپاره شوې وي.
۳. هغه وينا ده چې د وياړنو، لاسته راوړنو، کاميابيو افکار په ملي روحيه پکې وړاندې شوې وي.
۴. پهلوان له جسمي او روحي خطرونو سره مخامخېږي او له ډېرو ستونزمنو سفرونو څخه ځان خلاصوي.) (حصاریان، ۱۳۹۶)

د (سلطان) د حماسې منځپانګه
د سلطان حماسه په ښکلي تمحید پيلېږي چې د طبیعت ستاینه پکې شوې ده. د نړۍ د ادبیاتو تحمیدیه قصیدو پیل به په تشبیب، تغزل او نسیب کېده چې په دې برخه کې به د طبیعت د منظرو یادونه کېده چې په پښتو ادب کې یې د ښکارندوی غوري قصیده ښه بېلګه ده. د حماسې په پيل کې د لوړو او دنګو غرونو یادونه، د سیندونو د شرهاري ستاینه، د اوبو شرشرې، خوړونه او په چینو کې د رڼو اوبو د ښکلا یادونه لري. همدارنګه د طبیعت شینوالی، عطرینه اب و هوا او د مېږو په غاړو کې د ګونګروګانو یا جړنګانیو اوازونو طبیعت ته لا ښکلا ورکړې وه.

د حماسې اصلي کرکټر ګلڅېره ده. ګلڅېره نوې ځوانه شوې پیغله ده چې د خپل پلار رمې پیايي او شپونکۍ ده. د دې نجلۍ د غمي په نامه ځوان سره مینه پیدا کېږي، د دوی مینه له دواړو خواوو وي. دوی دواړه یو له بله بېلېږي، زلمی«غمی» په مسافرت ځي او غواړي چې مال دولت پیدا کړي چې له ګلڅېرې سره واده وکړي او ده ته د ژوند هر ډول امکانات برابر کړي خو غمی نجلۍ ته یو نا ارامه، کوچنی او ښکلی سېرلی د لاس نښې په ډول ورکوي او نجلۍ ته وايي چې کله دې زه په یادېدم زما سېرلی به له تا سره وي، ته خپله مینه پرې ماتوه. کله چې د ګلڅېرې غمی په یاد شي نو له سېرلي سره خبرې کوي او خپل راز او نیاز ورسره وايي. ګلڅېره چې غرنۍ نجلۍ ده په غرونو کې ګرځي او د خپل پلار رمۍ څروي او کله کله د خپل زړه د غم او خوښۍ خبرې سېرلي ته وايي. د ده په ناخود اګاه کې چې د غمي او د ده د تېر ژوند څومره خوښۍ او خپګانونه رسوب شوي دي، کله کله د سېرلي په لیدلو تداعي کېږي او نجلۍ کله خاندي او کله ژاړي او سېرلی یې دیدن کوي. یوه ورځ برګ سېرلی نا کراره دی چغې وهي او په منډو دی. کله چې به غمی نا کرار و نو سېرلی به هم نا کراري کوله، د سېرلي د خوښۍ او خپګان اړیکې په غیر مستقیم ډول له غمي سره وې او نجلۍ به هم د سېرلي په دې دوه حالاتو کې د هلک ستونزې او اسانۍ حس او تداعي کولې. سېرلی مخکی دی او دا ورپسې ده، له سمې غره ته برابر شو او منډې وهي. غر ډېر جګ دی، تر اوسه پورې دورمره جګ ځای ته سېرلی تللی نه و او نه نجلۍ سېرلی په داسې حال کې لیدلی و. د غره په شاو خوا کې د نجلۍ سترګې په یو تور غار او سمڅې ولګیدې. سېرلی یې په خپل ځای پریښود او نجلۍ سمڅې ته ننوته. په سمڅې کې بل ډول حالت دی، اب و هوا پکې بل ډول ده، توره شپه ده، اکسیجن کم دی او ساه پکې بندیږي. دلته بله نړۍ ده، بېلابېل حیوانات دي او ویالې بهېږي. په سمڅه کې ټول حیوانات د ګلڅېرې فرمانبرداري کوي او په خاص ډول زمری او لېوه خو ورته ډېر اطاعت کوي.

ګلڅېره په غار کې یو ځوان ګوري چې لاسونه او پښې یې په زنځیرونو تړل شوي دي، لویه ښایسته ږیره لري. تر اوسه پورې ګلڅېرې په دې ډول ځوان لیدلی نه وه خو نجلۍ همداسې کس په خوب کې لیدلی و او ځوان د ګلڅېرې په شان نجلۍ په خوب کې لیدلې وه. ناست کس سلطان نومېږي. سلطان هغه کس دی چې په لوګر کې یو غر د ده په نوم دی، د دې ځان خلک وايي چې سلطان صوفي او عارف سړی و، په غرونو کې په زنځیرونو تړل شوی دی، د دې لپاره چې دوزخونه وران کړي. دی د انسانیت لاروی دی او ټول کارونه یې د انسانیت پر ګاڼه سمبال دي. دی د انسان خیر ښېګڼه غواړي، له انسانیت او انسان سره مینه لري او په پوره معنا خورا ښه انسان دی. د سلطان او ګلڅېرې تر منځ خبرې پیلېږي او سلطان ورته کیسه کوي. په همدې ډول کیسه پای ته رسېږي.

د (سلطان) په حماسه کې (سلطان) ډېر ستونزمن سفرونه کوي چې یو سفر یې دوزخ ته وي. په لاره کې ډېرې ستونزې ګوري او هلته انسانان په ډېرو مشکلاتو کې وي، دی اراده کوي چې دوی له منځه یوسي چې خلک له دې تکلیفونو څخه خلاص کړي.

د سومریانو په حماسه کې ګلګمېش او انکیدو زښتې ډېرې ستونزې ګوري چې کله انکیدو مړ شي، ګلګمېش ورپسې دوزخ ته ځي، هلته ګوري چې د انکیدو له پوزې څخه چینجیان وزځي، د سومریانو په حماسه کې هم انسانان په دوزخ کې د مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي او په سلطان کې هم دا خبره ده. یوازې دا یو توپير لري چې د سلطان په حماسه کې دوزخ د انسان داخلي دوزخ دی چې په ارواپوهنه کې فروید پرې ډېر بحث کړی دی او هغه یې په ناشعور«ناخود اګاه» کې ښيي. دا برخه د «من، ایګو او سوپر ایګو» مجموعه ده. په سلطان کې دوزخ د انسان په ناشعور کې دی چې د ده په شعوري اعمالو کې لاسوهنه کوي او ده او نورو انسانانو ته زیان رسوي نو ځکه د لاتیني ژبې د یوې جملې مفهوم چې هابز، سارتر او بهاوالدین مجروح د الفاظو په تغییر او تبدیل په خپلو لیکنو کې ترې کار اخیستی دی او دوی وايي چې (انسان، د انسان دوزخ دی!) خو د ګلګمېش په حماسه کې بیا د دوزخ سفر یو عادي سفر دی.

په حماسو کې د جنګ او جګړې ځایونه هر ځای کیدی شي. پخوانیو حماسو کې ډېرې جګړې په ځمکو، د ځمکو لاندې، هوا او اسمانونو کې دي خو په سلطان کې د مجادلې میدان یو غار او سمڅه ده چې په اصل کې دا غار او سمڅه یوه بله نړۍ ده چې د انسان داخلي نړۍ ورته ویلی شو. دا د اهریمن او اهورا جنګ دی. د نفس مطمینه او نفس اماره مقابله ده. شر د خیر په مقابل کې ولاړ دی.
په وجود کې لوی دوزخ اول ویجاړ کړه
د لنبو دوزخ بیا روسته را لتاړ کړه (لېوال، ۱۳۹۷)

د بیت مفهوم دی:مخکې له دې څخه چې د اصلي دوزخ په اړه فکر وکړو،په داخلي وجود کې د لوی دوزخ ویجاړول مهم دي. په وجود کې لوی دوزخ انساني خودي ده.

ټولې تېرې هېرې موضوعګانې په ناشعور کې شته چې په ټولو ارادي عملونو اغېز لري. زموږ ټول ښه او بد عادتونه، اخلاق او انسانیت، مینه او نفرت، ځان ښودنه او کمینې او د شخصیت جوړولو ښې او خرابې کړنې د انسان په داخل پورې اړه لري. لوی پوهان به وي خو په خپلو نفسیاتي اعمالو به واک او اختیار نه لري، ده ته به خپل ټول خراب عادتونه سم ښکاري، ځان به ورته ښه ښکاري نو ځکه وايي چې له هر شي نه د انسان پېژندل او ځان پېژندل ستونزمن کار دی.
په هماغه ورځ چې ورکه عاطفه شوه
د دوزخ لنبه را تاو هغه شیبه شوه
شو دوزخ د بنیادم د وجود وږی
چې انسان شو د انسان د وینو تږی (لېوال، ۱۳۹۷)

د پورته بیتونو مفهوم دی: په کومه ورځ چې انسان عاطفه او احساسات له منځه ولاړل، په هماغه وخت او زمان کې د دوزخ لمبه پیدا شوه، نو ځکه دوزخ د بني ادم د وجود وږی شو، لکه څنګه چې ځینې انسانان د نورو انسانانو د وینو تږي دي. کله چې انساني عاطفه له منځه ولاړ شي، انسان د انسانیت له دایرې څخه وځي، (انسان د انسان د وینو تږی شي.) یعنې (انسان د انسان دوزخ شي!)

د هابز او سارتر د وینا په تاييد انسان، انسان ته زیان اړوونکی دی چې بهاوالدین مجروح په ځانځاني ښامار کې وايي:
جهنم نه چیرته لرې دی نه پټ په بل جهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته پخپل ځان کې (مجروح، ۱۳۹۵)

د بیت مفهوم دی: جهنم او اور په بلې نړۍ کې نه دی، دغه اور د هر انسان په داخلي نړۍ کې شته او کله کله ځینې انسانان د نورو لپاره دوزخ جوړېږي.
لېوال د ځانځاني ښامار مطالعه لري او د بهاوالدین مجروح د فکر لاروی دی او د ده «سلطان» حماسه له همدغو دوو بیتونو سره رابطه لري او یا هم که ووایو چې د همدغو دوو بېتونو شرحه ده نو مبالغه به نه وي.

د دوزخ د ورانولو هڅه بیا کړه
انسان خپله په خپل ځان کې نور وژلی
د اورونو لوی دوزخ یې بنیاد کړی
دی له مینې عاطفې نه پردی شوی
ده په لوی لاس ځان دوزخ ته دی سپارلی(لېوال، ۱۳۹۷)

مفهوم دی: د دوزخ د اور له ورانولو څخه مخکې په خپل ځان کې د اور وژل اړین دي، څومره چې د انسان داخلي اور انسان ته زیان رسوي، د دوزخ اور یې نه رسوي. د اورونو او دوزخونو د لوی دوزخ بنسټ انسان ایښی دی او د انسان په اندرون کې دی، دا هغه انسان دی چې مینه او عاطفه نه پېژني او په لوی لاس یې ځان دوزخ ته سپارلی دی.
نشته بل دوزخ، بس ته د ده دوزخ یې
همدا ته د ده لېوه د ده شرمښ یې(لېوال، ۱۳۹۷)

د بیت معنا ده: شاعر انسان مخاطب کوي او وايي چې بل دوزخ نشته، د نورو انسانانو لپاره اصلي دوزخ انسان دی، په خپل ځان کې یې اور بل کړی دی، ځان او نور پرې سوزوي. بیا انسان ته وايي چې ته د نورو انسانانو لېوه او شرمخ یې. دلته بیا هم د هماغې خبرې یادونه شوې ده چې (انسان د انسان لېوه دی!) انسان ته زیان رسوونکی انسان دی، بل هېڅ موجود انسان ته دومره زیان نه رسوي، څومره چې یې انسان انسان ته رسوي.
هره ورځ به په خپل ځان کې دوزخ وژنم
د انسان د ګناهونو رنځ به ګالم
زه لا ګرځم که په ځان کې ځان پیدا کړم
د رازونو د بیان توان پیدا کړم (لېوال، ۱۳۹۷)

د پورته وینا مفهوم دی: هر انسان باید په خپل ځان کې ځان پیدا کړي، دغه پیدا کونه د داخلي دوزخ په وژنې سره کېږي. خپل ځان کشفول ځان پېژندل دي او ځان پېژندل له نورو سره ښه کول او بد نه کول دي، نورو ته جنت جوړېدل او دوزخ نه جوړېدل دي.
د سلطان پیغام به څوک انسان ته یوسي؟
د دوزخ کیسه به څوک جهان ته یوسي؟
زه چې خپل وجود کې جنګ کړم د لېوانو
هم د ظلم ناروا د سرو زمریانو…(لېوال، ۱۳۹۷)

د پورته بیتونو معنا ده: د (سلطان) په منظومه کې اصلي کرکټر د (سلطان) دی. شاعر وايي چې د سلطان پیغام به څوک انسانانو ته ورسوي، د دوزخ کیسه به څوک جهان ته ویسـي. د دوزخ له اور سره جګړه له خپل داخلي نړۍ سره جګړه ده. په حقیقت کې له ظلم او ناروا سره جګړه له داخلي نړۍ څخه پیلېږي او له دې اور سره جنګ د دوزخ له اور څخه خلاصی دی.

په پورتنیو ټولو بیتونو کې چې د سلطان له منظومې څخه اخیستل شوي، په دې دلالت کوي چې (انسان، د انسان لېوه دی!) انسان په خپل خود کې له خپل برخلیک سره په جنګ دی. د خیر او شر مقابله ده. په روان کې د نفس اماره او نفس مطمٔینه ترمنځ ستونزه روانه ده. په سلطان کې دا جګړه نفسیاتي او رواني جګړه ده چې د بهاوالدین مجروح په ځانځاني ښامار کې هم لیدل کېږي چې د سلطان په حماسه کې هماغه لار تعقیب شوې ده خو په بېل انداز او فکر.

(اماره نفس ته په معاصره ارواپوهنه کې ایډ ID او ويجاړوونکي غرايز وايي او د شيطان په مفهوم د خناس په نوم يادويږي. اماره نفس انسان ناوړه کارونو ته ورټيل وهي. په فرهنګ علوم عقلي کې د نفس اماره په باب لولو: «مراد نفوس پست اند که تابع هوا وهوس بوده و بر حسب دستورات مهلکه انسان را وادار بکارهاى زشت ميکنند وبالاخره روح انساني را با اعتبار غلبه حيوانيت نفس اماره ګويند)

فرويد د اماره نفس معادل مفهوم «نفساني يا اماره نفس» په نامه يادوي چې ايډ ( ID) يې ارواپوهنيزه گړنه ده. د فرويد د مشهور قياس له مخې د ذهن د كنگل هغه غر دى چې د اوبو لاندې واقع دى، كښته ژورو ته تللی او د باطني غريزې جذابيت چې د جنسي میل او غضب سره تړاو لري. همدارنگه هغه ابتدايي غوښتنې راڅرگندوي چې د هغه پر اساس ځاى په ځاى شوي «د هوا او هوس هغه خوټېدونكی ديگ دى.» يا هغه بې نظمي او گډوډي ده چې ځان غوښتونكي جنسي ويجاړوونكي او وحشيانه احساسات پكې ځاى لري، پرله پسي د هغه په ازاديدلو گواښيږي. دا او هغه نفساني او دلذت د اصل تر لاسبرى لاندې واقع او د سيده او بې واسطې ارضا غوښتنه كوي. لوامه نفس ته تهديدوونکي نفس وايي. دا نفس د هغو ناوړو اعمالو په نسبت چې انسان يې مرتکب شي هغه ته ګواښ کوي. دا نفس د وجدان په نامه هم ياد شوی دی. د ناوړه اعمالو په تکرار او همدارنګه د ګناهونو په اثر دا نفس خپل اغيز له لاسه ورکوي.

همدارنگه نفساني «زه» يا مطمينه نفس چې په ايگو ( ego) هم ياديږي. سليم عقل یې هم بولي. ایګو په پرله پسې توگه په دې لټه كې دی چې په پټو سترگو د «دې او هغه نفساني» غوښتنو او هغو محدوديتونو چې بهرنۍ نړۍ يې په انسان تحميلوي، قضاوت كوي. دغه راز په معاصره ارواپوهنه كې سوپر ايگو د لوامه نفس معادل بلل كېږي، دا هماغه اخلاقي وجدان دى چې د اوديپ د عقدې په پاى كې ظهور كوي، كله چې نفساني دا او هغه فرياد كوي، خپل عكس العمل څرگندوي.) (کرګر، ۱۳۹۹)

په سلطان کې همدا د نفس اماره او نفس مطمٔینه جګړه روانه ده چې په اصل کې نفسیاتي څېړنې ته اړتیا لري.
دا چې وايي:«یو انسان د بل دوزخ دی!»
یو جلاد دی او دا بل یې قرباني دی
یا قصاب دی یو انسان د بل د غوښو
دا چې تږي یو د بل وینو ته ناست دي
په وجود کې یې زمری او لېوه ملاست دي
په یو تن کې دا زمری او لېوه دواړه
بل دوزخ ستا له وجوده بهر نه شته
ستا وجود کې د دوزخ بلې لنبې دي
له هغې ورځې چې زړه نوراني ورک دی
ستا په وینو همدا ستا منګولې سرې دي
دا ځل ولاړ شه خپل وجود کې مسافر شه (لېوال، ۱۳۹۷)

د بیتونو مفهوم دی: یو انسان د بل انسان دوزخ دی، یو ظالم دی، بل مظلوم دی، یو انسان د بل انسان د غوښو قصاب دی، یو بل ته د وینو تږي دي. د هر انسان په داخلي وجود کې لېوه او زمره شته چې ډېر وخت انساني ستونزې جوړوي. د انسان په داخلي نړۍ کې دغه لېوه هغه دوزخ دی چې له دې داخلي دوزخ څخه بل بهرنی دوزخ نشته.

د انسان په وجود کې د دوزخ اور بل دی، دا اور هغه وخت پیدا شو چې له زړه څخه نورانیت له منځه ولاړه، د انسان لاسونهپه وینو سره دي، دا وینه د ده خپله ده او کله چې انسان خپل ځان کې مسافر شي او ځان کشف کړي، نو د خودشناسۍ مرتبې ته رسېږي او نور له انسانانو سره بد نه کوي.
پورته بیتونه د نفسیاتي څېړنې برخه ده. لومړنۍ ستونزې موږ ته زموږ«من او ایډ» جوړوي. زموږ په ټولو ورځنیو کارونو کې ناشعور او تحت الشعور برخه لري. همدا رواني ستونزې دي چې موږ یې نه ګورو او موږ ته زموږ ناسم کارونه سم ښکاري او همدا داخلي نړۍ ده چې ځان او خلکو ته ستونزې پیدا کوي.
په سلطان کې ډېر سمبولونه کاریدلي دي چې د حماسو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې ژبه یې سمبولیکه وي او د ادبیاتو او سمبولیزم هدف هم دا دی چې څنګه په ادبیاتو کې له سمبولونو کار واخیستل شي.

دا منظومه د انسانیت لپاره ډېر پیغامونه لري، لکه له انسان سره خير ښېګڼه، مینه او محبت، ټولنیز پیغامونه، سیاسي خير ښېګڼه، عدالت، انساني حقوق او د اسلامي حقوقو برخه شته. دا حماسه یوه مصنوعي حماسه ده چې تر ډېره یې ژبه هنري ده.

پیشنهادونه او پایله:
(سلطان) مصنوعي حماسه ده چې د حماسې ډېرې ځانګړنې لري. په نړیوالو حماسو کې د ادبیاتو اړیکې له ارواپوهنې سره ډېرې دي چې سلطان هم له ارواپوهنې سره رابطه لري. په حماسو کې سېمبولیکه ژبه او د ادبیاتو او سوریالیزم اړیکې هم مهمې دي چې سلطان دا برخه لري.

د (سلطان) په حماسه کې دا نظریه ثابته شوې ده چې (انسان د انسان دوزخ دی!) یا (انسان د انسان لېوه دی!) انسان ښه او بد کولای شي، چې د بېلابېلو لاملونو پر اساس ډېر وخت بد کوي او نورو انسانانو ته ستونزې جوړوي. دغه نظریه ډېره پخوانۍ ده چې یوناني ادبیاتو ته یې تاریخي سابقه رسېږي، خو د وخت او زمان په تېرېدلو د وجودي فلسفي لوی پوهان ژان پل سارتر او همدارنګه هابز او داسې نورو پوهانو په دغې نظریې څېړنې وکړې چې پښتو ژبه کې له نورو پوهانو سربېره لېوال د (سلطان) په منظوم داستاني اثر کې په دې اړه خپل نظر ورکړی دی. په دې مقاله کې همدا نظر ثابت شوی دی چې (انسان د انسان لېوه دی!)

زما وړاندیزونه دا دي چې په راتلوونکي کې د پښتو ژبې د نورو شاعرانو په شعرونو کې دغه نظریه ولټول شي او یا هم داسې نورې مهمې نظريي وپلټل شي. په نړۍ کې اوسنۍ نوې څېړنې د نظریو پر اساس کېږي، نو ځکه نورو څېړونکو ته دغه مقاله یوه نوې لاسته راوړنه کېدلای شي.
د منځپانګې له مخې د (سلطان) حماسه داسې نورې نوې خواووې او برخې لري چې نویو څېړنو ته اړتیا لري او کولای شو چې نور نوی کار پرې وکړو.

مننه:
د دې مقالې د لیکلو په برخه کې ما له ځینو اثارو ګټه اخیستې ده او همدارنګه له ځېنو پوهانو مې په دې برخه کې ځینې مشورې اخیستې دي، چې له دې ټولو مننه کوم او ستاسو له ژورنال څخه مننه کوم چې زما مقاله یې خپره کړه.

ماخذونه:
Sefat, Ibrahim Naik (No print year). Methods, principles and theories of perfect human beings in Islam and humanism.Seventh year, No. 1.P 100.
حصاریان، سيد اکرم(۱۳۹۶).حماسه سرايی و شاهنامه پژوهی در افغانستان. کابل: انتشارات عازم. ص۳.
د دکتورا سکالران (۲۰۱۹). ادبي او ژبنۍ څېړنې. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه. ص ص ۱۲۲، ۱۱۰.
شینواری، دوست (۱۳۹۵). د ادب د تیوري اساسونه. ننګرهار: یار خپرندویه ټولنه. ص ۱۶۹.
کرګر، محمد اکبر (۲۰۲۰). سیندونه او اندونه (دویم ټوک). جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، ص ۷.
لېوال، عبدالغفور (۱۳۹۷). پنځه منظومې. کابل: بهیر مطبعه. ص ص ۴۲۸، ۴۴۸، ۴۴۹، ۴۵۸، ۴۷۹، ۴۹۱، ۴۷۴.
لېوال، عبدالغفور(۱۳۹۶). په ادبياتو کې د اسطورې څېړنه. کابل:علومو اکاډمۍ. ص۴۵.
مجروح، بهاوالدین (۱۳۹۵). ځانځاني ښامار.کابل: دانش خپرندویه ټولنه. ص ۶۸.
هلال، فرید (۱۳۹۴). لرغونې دوره «څېړنه او سپړنه» جلال اباد: کتاب خپرندویه ټولنه. ص ۲۶.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x