دیني، سیرت او تاریخ

ايا پوهېږئ چې بېوزله او مسکينان څومره غوره توبونه لري؟

عبدالمالک همت

الحمدلله چې زموږ پر ګران هيواد او پتمنو خلکو د انبياوو د رښتينو وارثانو علماء کرامو د اسلامي عدل د واکمنۍ د ځلاند لمر په راختلو سره د ظالمانو د نيواک او چور تالان توره شپه تېره سوه.

دا د اسلام د سپېڅلې واکمنۍ د ټينګېدو له امله په سرتاسره هيواد کې د ډول ډول لويو او کوچنيو غلو په ورکېدو سره ډاډمن امنيت.

دا د هيواد په ګوټ ګوټ کي د لاري شکوونکو له شره د هر چا د فارغو سفرونو آسانتيا.

دا د لنډغرو، شر او فساد د ورکېدو او د فاسدو عناصرو او مافيايي داړه مارانو د طردولو او شړلو له امله د ملت د فرد فرد د هوسايۍ ساه اخيستل.

دا ټول نعمتونه او دا د نوي اسلامي حکومت پرله پسې اجرآت او اقدامات او ډېر نور چې ټول زموږ د هيواد د مطلق اکثريت بېوزلو او مسکينانو د ګټو او خوښۍ سره سم روان دي، دا هر څه زموږ ټولو څخه د زړه له کومې د شکر کښلو غوښتنه کوي. په دې سره زموږ د هيواد ټول باضميره پوهان، د ډول ډول مسلکونو خاوندان، په تېره ځوانان کوم چې د خپل ګران هيواد او خپلو بې وزلو وګړو د خدمت هيلې لري بايد خوښ اوسي چې دوی ته به بې له واسطو او بډو ورکولو د کار زمينې مساعدي سي او هر يوه ته به حلاله نفقه او پانګه پيدا سي.

د خوښۍ ځای خو لا دادی چې تر دې وروسته به موږ پردو ظالمو ښکېلاکګرو او کورنيو ظالمانو ته کار نه کوو، بلکې خپلو هغو خلکو ته به کار کوو چې د مخه هم خوار وه، خو په دې څه له پاسه څلوېښتو کالو کې تر خوارو لا خوار سول. د دغو ځپلو ځيځېرلو بې وزلو خلکو خدمت او مساعدت او هغو ته د ښه، انساني ژوند د برابرولو لپاره هلې ځلې زښت زيات اجرونه او ثوابونه لري. لوی څښتن سبحانه وتعالی د دغو بې وزلو او ضعفاوو يادونې د قرآن کريم په ډېرو آيتونو کې کړي دي، د دوی او د دوی د لوړ مقام يادونه او ستاينه يې کړې او خپلو بنده ګانو ته يې امر کړی دی چې ښه، ښېګڼې او احسانونه ورسره وکړي او پر دې باندې يې دغسي ښېګڼي کوونکو ته د ډېرو ښو ثوابونو د ورکولو وعدې ور کړي دي، په دې اړه په قرآن کريم کي ډېرآيتونه او څرګندوني سته، خو موږ به يو آيت درته وليکو، لوی څښتن فرمايي:
(يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ(215)) [البقره:۲۱۵].
ژباړه: (اى نبي! ستا له اصحابو څخه ځيني) خلک پوښتنه درڅخه کوي چي (د الله د خوښۍ لپاره له خپلو مالونو څخه لوى څښتن ته د نژدېکت په موخه) څه شي ولګوي؟ (او چا ته يې ورکړي؟) ورته ووايه هر څه چي تاسي له خپلو (حلالو) شتو څخه لګولاى سئ، ويې لګوئ او بايد د مور او پلار ، نژدې خپلوانو، يتيمانو، بې وزلو(کوم چي دومره څه نه لري چي بسنه يې وکړي او اړتياوي يې ليري کړي) او (له وطن او خپلي کورنۍ او شتو څخه دليرو اړو) مسافرو لپاره وي. او تاسي چي د خير ښېګڼي هر کار کوئ، الله په هغه ډېر ښه پوهيږي(اوډېره ښه بدله به پر درکړي).

د يادولو وړ ده چي لوی څښتن په قرآن کريم کي په بېلو بېلو آيتونو کي په بېلو بېلو الفاظو د خير ښېګڼي د کارونو تر سره کوونکو ته د ډېرو ښو ثوابونو ورکولو وعده ورکړې ده.

او د بې وزلو او فقيرانو د فضايلو او غوره توبونه په اړه په قرآن کريم او نبوي سنتو کي بېخي ډېري څرګندوني سوي دي، موږ به يې دلته يو څه بيان کړو:
بې وزلي لومړي کسان دي چي جنت ته به ننوزي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:« أَوَّلُ مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مِنْ خَلْقِ اللَّهِ الْفُقَرَاءُ الْمُهَاجِرُونَ، الَّذِينَ تُسَدُّ بِهِمُ الثُّغُورُ، وَيُتَّقَى بِهِمُ الْمَكَارِهُ، وَيَمُوتُ أَحَدُهُمْ وَحَاجَتُهُ فِي صَدْرِهِ لَا يَسْتَطِيعُ لَهَا قَضَاءً». (د امام احمد مسند، 6570شمېره حديث، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي شیخ الباني او نورو صحيح بللی دی).
ژباړه: د لوی څښتن له خلکو څخه چي جنت ته ننوزي لومړي يې هغه مهاجر بې وزلي دي چي پولي او لاري ګودري پربندي سوي وي، ناخوالي او ستونزي پر را چاپېري وي او چي کوم يو يې مري هيله او اړتيا يې له دې امله چي نه يې سي تر سره کولای په زړه کي پاته سي.

او دا هم ده چي اکثر جنتيان بې وزلي دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (اطَّلَعْتُ فِي الْجَنَّةِ فَرَأَيْتُ أَكْثَرَ أَهْلِهَا الْفُقَرَاءَ، وَاطَّلَعْتُ فِي النَّارِ فَرَأَيْتُ أَكْثَرَ أَهْلِهَا النِّسَاءَ) (بخاري، کتاب بدء الخلق، باب ما جاء في صفة الجنة، ۳۲۴۱ شمېره حديث او مسلم، کتاب الذکر والدعاء،باب أكثر أهل الجنة الفقراء، ۶۸۳۲ / ۲۷۳۷شمېره حدیث.
ژباړه: ما په جنت کي دننه وکتل، نو د هغه ډېر اوسېدونکي مي بې وزلي وليدل. او په جنت کي مي وکتل، نو د هغه زيات اوسېدونکي مي وليدل چي ښځي وې.
اللَّهُمَّ أَحْيِنِي مِسْكِينًا وَأَمِتْنِي مِسْكِينًا وَاحْشُرْنِي فِي زُمْرَةِ المَسَاكِينِ يَوْمَ القِيَامَةِ. پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

بې وزلي دي ورکه سي مخ دې ورک سي. فقر دي ورک سي مخ دې ورک سي. الله تعالی ج دي وکړي چي په راتلونکي ۵ کاله کي د افغانستان ټول ځایمیشتي (کوچیان او جایان) د نصاب خاوندان سي. همت صاحب شکر دی چي جراح نه یې. هر مریض ته به دي په انستیزي (نشه) ورکولو اکتفاء کولای

عبدالمالک همت

د افسوس ځای دی چي د نن ټکي اسيا ليکني څوک نه لولي او بيا چي يې څوک لولي دغسي کور مغزه کسان وي چي ساده پښتو مطلب نه سي درکولای .
بصیرت او علم نشته په کتاب کې
که څه نه وي د مغزو په پیچ وتاب کې

محمد صالح

ښاغلې او محترم همت صاحب، یو ځل دي خپل نیژدې ملګري او عزیز اسماعیل یون صاحب باندي ادبي غلا تاوان کړل. بیا دي ټولي طبعي پیښي لکه باران، وچکالي، زلزله او طوفانونه و یوه امریکایي ساینسي مرکز ته منصوب کړل. که زموږ د مغزو په پیچ وتاب کي څه نه وای نو دا ټولي خبري مو په حافظه کي پاتیدلې؟ خپله قضاوت وکړئ. موږ ستاسو خواخوږي یو، یو نصیحت درته کوو. د دوږخ اور او د دې دنیا لوږې مو نه ده درباندي پیرزو. تا باید دعا راته کړې وای یا هغه د تبلیغیانو په چم یو جزاک الله دي… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د افسوس ځای دی چي په دې سايټ کي په تاسي غوندي کسانو ليکوالان دغسي سپکېږي او ليکني يې چي په خواري يې ليکلي او وخت پر ضايع کوي بې ارزښته کېږي. خير !

مه کوی

همت صاحب دیر احترام درته لرم خو د غریبی ژوند می تجربه کری کلونه می د بل په زکات ژوند تیر کری. دیر سخته وی نه دوستی کولای شی نه هم شه عبادت. ما چی اوریدلی دی مسکنت لوی ذلت دی او باعث د دیرو ګناهوو کیژی. که سوک پر غریبی صبر ولری نو شک نشته چی لور مقام به یی وی خو ایا په دی اخری زمان کی او په داسی ضعیفه ایمانو کی تاسو د دومره صبر خاوندان پیدا کولای شی؟؟ نو زکه زه وایم چی اوس وخت کی غریبی باالکل ‌ذلت دی. غریبی د جامعی د اکثریت… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګرانه وروره دغه د ګران افغانستان ۹۵ سلنه خلک ټول بې وزلي دي. او ما په دغه ليکنه کي ويلي دي چي «د دغو ځپلو ځيځېرلو بې وزلو خلکو خدمت او مساعدت او هغو ته د ښه، انساني ژوند د برابرولو لپاره هلې ځلې زښت زيات اجرونه او ثوابونه لري. لوی څښتن سبحانه وتعالی د دغو بې وزلو او ضعفاوو يادونې د قرآن کريم په ډېرو آيتونو کې کړي دي، د دوی او د دوی د لوړ مقام يادونه او ستاينه يې کړې او خپلو بنده ګانو ته يې امر کړی دی چې ښه، ښېګڼې او احسانونه ورسره وکړي او… نور لوستل »

مه کوی

همت جانه سومره خوند به یی کری وای چی اخری جمله دی سمه لیکلی وای. سمه ده ما به سهوه کری وی ستا لیکنه ته به می دقت نه وی کری ایا دا ستا سره مناسبه ده چی وایی بی خلطی فیرونه کوی؟؟؟ دیر تعجب می وکر. ما فقط ستا د نظر سره توافق نه دی کری نو تاسو ولی بی احترامی کوی؟؟ دیر مو زهیر کرم.

عبدالمالک همت

ته بد کوې چي د يوجا پر خواري او سمه د اسلام له نظره مستدله ليکنه باندي دغسي بې دقته او په ناپوهي سره بې ځايه رد، چټيات او اوتي بوتي ليکې. ما څه ليکلي دي او تا څه ځني درک کړي دي. يو څوک چي په ساده پښتو ليکنه نه پوهېږي، نو د کلان کارۍ حق هم نه لري. تاسي هم اورېدلي دي چي نن ټکی اسيا ده هر څه دوړي چي بادوو خپروي يې. ته چي زهيرېږې نور نه زهيرېږي، ماته پر دې ليکنو باندي نه څوک پيسې راکوي او کوم بل څه، نو د هر للو او… نور لوستل »

مه کوی

ستا په متن کی دوه خبری د فقراووو سره د مرسته کوونکی تشویق او بل فقراوو ته یو سه دادګیرنه زکه د دوی لمری دخول جنت ته دی په حدیث ثابت کری. خو همت جانه ته زما تبصره لطفا ورور په دقت ولوله کله چی یو موضوع را اخله مربوطه بعدونه یی هم را اخلی فقیر ته داد ګیرنه ورکوی نو د ‌ذلت په اروند باندی یی هم سه ووایه اقسام یی تشریح کری. ایا نن ورز زما او ستا په تولنه کی هومره قوی ایمانونه شته دی چی په فقر صبر وکری او سه تری و نشی؟؟؟ نو ستا… نور لوستل »

غ.حضرت

د ګران ورور همت د پورته لیکنی د دوهمی برخی په تائید عرض کړم چی: اصولاً فضائل دوه ډوله دی، یو هغه فضیلت دئ چی قرآنی او نبوی ارشاداتو ئې توصئه کړېده لکه د عِلم لاسته راوړل،عبودیت، د خلق الله او والدین او دوستانو او ګاونډیانو سره نیکی او…… چی یقیناً دا فضائل د اجر او ثواب وړ دی. بل فضیلت کوم چی اجر او ثواب لری خو توصیه ئې نه ده سوې هغه د مسکنت او غریبۍ حالت دئ. له بلی خوا د اسلامی ټولنی حاکمان دا رسالت لری چی د مسلمانی ټولنی معشیت ته ژوره پاملرنه وکړی ځکه… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران غلام حضرت صاحب له ښه تحليل څخه مو ډېره مننه . ما په خپله ليکنه کي د خپل ګران هيواد بې وزلي پرګنې ـ چي دغسي بې وزلي ساتل سوي يا د بېلو بېلو عواملو له امله بې وزلي سوي دي – پردغه بې وزلۍ باندي قناعت کولو ته نه دي بللي، بلکي هغه کسان مي چي مادي، معنوي او علمي پانګي لري د بې وزلو د دغه حالت د منځه وړلو او د هغه سره مبارزې ته بللي دي. او ور سره مي د بې وزلو او د بي وزلۍ د منځه وړلو لپاره د خيرښېګڼي د کارونو… نور لوستل »

ملا جانان

همت صاحب، موږ ټوله تاسو او ستاسو د لیکوالي مهارتونو ته درناوی لرو. هلکان دي د سمي خبري لپاره غلط الفاظ انتخاب کړي بخښه ورته وکړه. ستاسو شفقت به د دوئ د اصلاح مصدر وګرزي، خو تا دي هم خدای په ښادي کړي. چي قلم راپورته کوې نو پر داسي موضوعاتو لیکنه وکړه چي فقر څنګه ختم کړو. د زکات غله څنګه ونیسو. دولت کومي داسي پالیسیاني او ستراتیجیاني جوړي کړي چي فقر ته د پای ټکی کښیښودل سي. پر فقر باندي صبر کول یو غیر اختیاري عمل دی. که تاسو دا احادیث او آیتونه ورته تیر کړئ که نه… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم ملا جانان صاحب يوه نړۍ مننه . عرض دادی چي ما په خپله ليکنه کي د خپل ګران هيواد بې وزلي پرګنې ـ چي دغسي بې وزلي ساتل سوي يا د بېلو بېلو عواملو له امله بې وزلي سوي دي – پردغه بې وزلۍ باندي قناعت کولو ته نه دي بللي، بلکي هغه کسان مي چي مادي، معنوي او علمي پانګي لري د بې وزلو د دغه حالت د منځه وړلو او د هغه سره مبارزې ته بللي دي. او ور سره مي د بې وزلو او د بي وزلۍ د منځه وړلو لپاره د خيرښېګڼي د کارونو د… نور لوستل »

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x