نظــر

افغانستان د نوي سیاسي نظام د ثبات لپاره وړاندیز شوې حل لارې

محمد هارون “نجیمي”
د بلخ پوهنتون محصل

یوه ټولنه له خلکو څخه جوړه شوې ده. د ټولنې رامینځته کولو یو دلیل د یو بل اړتیاوې پوره کول دي. کله چې یوه ټولنه رامینځته کیږي، په ټولنه کې د ګډوډۍ له منځه وړو لپاره یوې پیاوړې ادارې ته اړتیا شته چې دولت نوميږي.
نظام ته په انګلیسي ژبه کې سیسټم ویل کیږي چې یوې موخې ته د رسیدو لپاره د متقابل برخو مجموعه ده، مګر دلته زموږ هدف سیاسي نظام دی چې د هیواد د دولت چوکاټ او چارچوب څرګندوي. افغانستان د څلویښتو کلونو لپاره بې ثباته سیاسي نظامونه لرلي ځکه چې د واک او شخصي ګټو په سر د شخړو او جګړو دوام و او هیڅکله یو ثابت سیاسي نظام شتون نه درلوده.

زما په اند، هرکله چې د یو هیواد سیاسي نظام ویجاړ شي، هغه هیواد ډیر شاته پاتې کیږي، ځکه چې د سیاسي نظام بدلولو سره، هرڅه بدلیږي. کله چې موږ د افغانستان ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته و ګورو، لیدل کیږي چې د دوی سیاسي نظام قوي او پایداره دی او د نظام پیاوړي کولو او ساتلو لپاره یې دوامداره هڅې کړي دي. نو نوی سیاسي نظام بايد داسې وي چې ټول شموله حکومت رامینځته کولو او ساتلو لپاره په هره ممکنه لاره هڅه وکړي.

د خدای شکر دی چې د افغانستان خلک مسلمانان دي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی لري. زه باور لرم چې هرڅوک اسلامي نظام غواړي مګر د خلکو غوښتنې هم باید په پام کې ونیول شي او ورته اړین وي که نه نو د خلکو او حکومت ترمینځ فاصله به ډیریږي او سیاسي نظام به کمزوری کړي.

لاریونونه د افغانانو حق دی چې د دې له لارې خپلې مشروع غوښتنې څرګند کړي او د نوي حکومت رهبري باید د لاریونونو نه خنډ ونه ګرځي او سخت یې ونیسي. پدې ورځو کې لیدل کیږي چې په ډیری ولایتونو کې خلکو، په ځانګړې توګه میرمنو په راتلونکي حکومت کې د ګډون کولو لپاره لاریونونه وکړل چې په سیاسي ټولنه کې رغنده رول ولوبوي.

زه فکر کوم دا یوه اړتیا ده چې ارزښتونه د وخت او زمان سره برابر وي او ډیر سخت و نه نیول شي. د اسلام مبارک دین یو اسانه دین دی، سخت او اجباري نه دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو حدیث څخه موخه دا ده چې هرکله چې اسلام سخت کړی، خلک ترې کرکه کوي او هڅه کوي له دين څخه لرې شي. کله چې موږ اسلامي هیوادونو لکه سعودي عربستان ، ایران ، اندونیزیا ، مالیزیا او پاکستان ته و ګورو، لیدل کیږي چې د دوی ارزښتونه د وخت او زمان سره برابر دي، د ښځو فعال رول لیدل کیږي او همدارنګه د خلکو غوښتنې اوریدل کیږي.

طالبان وتوانیدل چې واک ترلاسه کړي، نو همدا ډول دوی د مشروع حکومت ترلاسه کولو لپاره هڅه هم وکړي ځکه چې د حکومت مشروعیت د سیاسي نظام ثبات کې خورا اغیزناکه دی. حکومت ته د مشروعیت ورکولو یوه لاره د هیواد د ټولو برخو رضایت دی ځکه چې د خلکو رضایت حکومت پیاوړی کوي. پدې توګه، د نړۍ حکومتونه هم زړه پیدا کوي چې دغه حکومت په رسمیت وپیژني او په بیلابیلو برخو کې د مرستې راجلبولو ته لاره هواره کړي.

د سیاسي ثبات بل لامل د خلکو ګډون منل دي. دا روښانه ده چې په سیاسي ټولنه کې د خلکو پراخه ونډه ډېر مهمه ده چې د حکومت مشروعیت کولو لپاره اغیزمن دي. د نوي حکومت رهبري کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او سیاسي مشارکت زیات کړي ځکه چې د خلکو رضایت په اسانه توګه کیدای شي او د نوي حکومت مخالفین نشي کولی د بیلابیلو پلمو لاندې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي. که خلک ونشي کولی په سیاسي ټولنه کې برخه واخلي، دا به د حکومت او خلکو ترمینځ د واټن لامل شي او حکومت به د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.

کله چې نوی حکومت وکولی شي مشروعیت ترلاسه کړي ، زه باور لرم چې د دې حکومت رهبري ممکن د تیر حکومت په پرتله به غوره وي ځکه چې یوه بیلګه یې ښه امنیت دی، په داسې حال کې چې د افغانستان ټول ولایتونه په آرامه او بدون د جګړې دي. که د حکومت رهبري په ټولو دولتي او شخصي څانګو کې ژمن، صادق او تخصص لرونکي خلک وکاروي، ان شاالله د هیواد اقتصادي وضعیت به هم ښه شي او په ټولو برخو کې به ورته پرمختګ وکړي.

آخر کې، دا ویل کیدی شي چې خلکو د څلویښتو کلونو جګړو څخه ډیر زیان لیدلی، دوی نور نیابتي جګړې نشي زغملی او دوی غواړي په سوله، سوکالۍ او راحتۍ کې ژوند وکړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره، د سیاسي نظام مشروعیت باید ترسره شي، وساتل شي او پیاوړی شي. سربیره پر دې، سیاسي سیسټم باید داسې وي چې ټول قومونه، مذهبونه، ځوانان او میرمنې پکې ځان ومومي، یا په بل عبارت، دا باید یو ټول شموله حکومت وي چې د خلکو مشروع غوښتنې ومني ترڅو د حکومت مشروعیت کولو لپاره لاره هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

ځیني ډیموکراټیکو غربي دولتونو د افغانستان سره خپله ډیپلوماسي په دې پلمه ځنډولې ده چي ځني مرموزه ښځینه ډلو ته د محرم پرته د وتلو او لنډغري اجازه نه ده ورکړل سوې. په ټیټه سویه د ښاروالي شوراوو، ولسوالي شوراوو او کسبي اتحادیو د ټولټاکنو تدویر او د ریاستونو په خدماتي پروسه کي یو لړ واکونه ورته سپارل به نه یوازي دولتي عواید لوړ کړي، دولتي خدماتو کمیت او کیفیت کي ښه والی راولي او اداري فساد به ورک کړي بلکه د نړۍ ولسونو ته جوته کړي چي د دې هیواد په نظام کي د ولسواکي ارزښتونه پیاوړي دي او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x