نړۍ

رویټرز: خلیلزاد د امريکا د ډيپلوماټيکې ناکامۍ تر ټولو ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه،۲۱ وږي، ۱۴۰۰ل): رویټرز خبري اژانس د يو شمېر امريکايي چارواکو او کارپوهانو له قوله ليکلي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د متحده ايالتونو د ډيپلوماټيکې ناکامۍ تر ټولو ستر لامل شوی دی.

رویټرز د ګڼو امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې خلیلزاد د خپل درې کلن ډيپلوماټيک ماموريت پر مهال طالبانو ډېر فرصتونه او سياسي ملاتړ ورکړی دی او په مقابل کې يې د کابل نسکور شوي حکومت دریځ کمزوری کړی او د خپل مخالف فکر لرونکي نظر ته يې غوږ نه دی نیولی.

له رويټرز سره خبرې کوونکو چارواکو د خپلو نومونو له څرګندولو ډډه وکړې او ځينو يې لا په دې هم اندېښنه ښوولې، چې له ښاغلی خلیلزاد په داسې حال کې څنګه پر خپله دنده پاتې دی، چې د افغانستان سولې پروسه پای ته رسېدلې ده او کار ته يې اوس اړتيا نه ليدل کيږي.

د پرزول شوي حکومت مشر اشرف غني سربېره ګڼو افغان چارواکو هم د خلیلزاد د ډيپلوماټيک ماموريت پر مهال پر نوموړي نيوکې کړې وې او د هغه له ماموريت يې سره مخالفت ښوولی و.

خو يو شمېر امريکايي چارواکي او د کانګريس غړي د زلمي خلیلزاد ملاتړ کوي، هغه يو بريالی ډيپلوماټ بولي او وايي، چې نوموړي د خپل وروستي ډيپلوماټيک ماموريت پر مهال وکولای شول د سپينې ماڼۍ له امر سره سم خپل ماموريت پر مخ بوځي او بالاخره يې له طالبانو سره له اوږدو او پېچلو مذاکراتو وروسته د سولې تړون او د امريکايي ځواکونو خوندي وتلو لپاره زمينه برابره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

خلیلزاد داسي دی لکه د هندواڼو هنومان بیزو یا د مکې د مشرکینو د وختو مقدس غویې او یا لکه زموږ عالي حضرت ظاهرشاه اغا د بې دلیله تقدس خاوند دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx