نړۍ

حماس: اسراییل په دجلعاد شالیط په مقابل کی له ۱۰۰۰ څخه زیات فلسطینی زندانیان خوشي کړي.

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۲) په فلسطین کی دحماس دګوند دولسوالي ډلي یوه مسؤل له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، دحماس ډله له اسراییلو سره په فلسطین کی دزندانی اسراییل عسکر دخوشي کولو په اړه یوی پایلی ته رسیدلي.

نوموړي زیاته کړه اسراییلو دی ته غاړه ایښي ده چی دنیول شوی عکسرپه بدل کی به له زرو څخه زیات فلسطینی بندیان خوشي کوي.

دحماس دیوی وسلوالي ډلي القسام بریګیډ ویاند  د رویټر له خبري اژانس سره دخبرو پرمهال وویل حماس اواسراییل دواړه لوري دزندانیانو دتبادلي په اړه یوي پایلی ته رسیدلي دي، او حماس اوس دبندیانو درالیږدولو پر تخنیکي لارو چارو باندی غورکوي.

نوموړي زیاته دحماس او اسراییلو ترمنځ دغه لومړي تواقفنامه چی اسراییلو دحماس له لوري وړاندي شوی ټولو شرطونو ته غاړه ایښي ده، دغه توافقنامه به دفلسطین دتاریخ یو برخه جوړه کړي.

ددحماس اواسراییلو ترمنځ دزندانیانو دتبادلی پروسه دمصر اوجرمني هیوادونو په منځګړتوب سره رامنځ ته شوی ده، توافقنامه کی راغلي چي حماس به  نیول شوی اسراییلي عسر  جلعاد شالیط  چی  په کال ۲۰۰۶ کی  دحماس وسلوالي ډلي نیولی وو، ومصرهیواد ته سپاري او اسراییل به په اول قدم کی ۴۵۰ هغه زندانیای چی دحماس له لوري یی واسراییلوته یولیسټ وړاندی شوی دي خوشي کوي، ویل کیږی په دغو ۴۵۰ زندانیانو کي داسي ډیر بندیان هم شته چی په ابدي بند باندي محکوم شوی دی.

او همدارنګه په دوهم قدم کی به اسراییل نور مختلف بندیان چی شمیره یی  ۱۰۲۷ زندانیانوته  رسیږي  خوشي کوي.

دشهید عزالدین قسام وسلوالو ډلی ویاند زیاته کړه اسراییل مخته له دی څخه  چي دغه زندانیان خوشي کړی باید ټول هغه بندیان چی حماس یی واسراییلو ته لیست ورکړي دي ویوه مرکزي زندان ته راتول کړي  ترڅو په لیږدولو او انتقال کی یی اسانی راشي.

دحماس دعزالدین القسام  دوسلوالي ډلی مشر چی اوس له اسراییلو سره زنداني ده اوپر نوموړی باندی ۶۸ ځله دابدی بند حکوم راوتلی دی وویل دحماس  له لوری څخه واسرایلو ته په وړاندي شوی لیست کی شامل ټول زندانیان به خوشي کیږی، هغه که مشران اوکه کشران وی، که دلږ وخت لپاره په بند باندي محکوم وی اوکه دډیر وخت لپاره باید ټول خوشي شي.

ویل کیږی دغه لیست په زندان کی په خپله دعبدالله البرغوثي له لوري ترتیب شوی دي،  دیوه سوال په جواب کی چي ایا ستا خپل نوم په دغه لیست کی شته نوموړي وویل، نه ما خپل نوم نه ده پکی لیکلی.

خو په فلسطین دحماس ډله وایی په راخوشي کیدونکی زندانیانوکی به عبدالله البرغوثي ، امحد سعدات، مروان برغوثی، عباس السید، جمال ابو الهیجا اوحسن سلامه شامل وی.

له بله لوري داسی ګنګوسي شته  چی اسراییلو ویلي  په خوشي کیدونکو زندانیانوکی به پورته ذکرشوی زندانیان نوی شامل.

شنونکي وایی حماس او اسراییل  دفلسطین او اسراییلو ترمنځ د راپورته شوی کړکیچ څخه بیا تراوسه پوري دارنګه پریکړي ته نه وو رسیدلي  اونه هم داسيۍ توقع کیدله دواړه غاړی دی  دومره مهمی او لویی پریکړی ته غاړه کیږ دی، ویل کیږي داهرڅه  په سیمه کی دنویو تغیراتو درامنځ ته کیدو وجه ده چی اسراییل د فلسطین له لوري یوي لویی او ارزښناکی غوښتنی ته غاړه ږدي.

ویل کیږی ددغي توافقنامی دلاسلیک کیدو پروخت داسراییلو چارواکو له خولی څخه په وار دغه خبره راوته چي دزندانیانو له تبادلي سره سره په پړیکړه لیک دغه ټکی هم باید زیات شتي چی دحماس ډله به داسراییلو امنیت له ګواښ سره نه مخ کوي.

دیادولو وړده چي دغه له ۱۰۰۰ زیات فلسطیني زندانیان به دهغه یوه اسراییلي عسکر جلعاد شالیط په بدل کی خوشی کیږی، کوم چی په ۲۰۰۶ کال کی دحماس دوسلوالو کسانو له لوری نیول شوی وو.

بخت الرحمن  بخت ( نن تکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x