افغانستاناقتصاد

«د افغانستان بانک»  امر کړی چې حوالې دې محض په افغانیو ورکړل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ٢١ وږي، ۱۴۰۰ل): «د افغانستان بانک» د هیواد په داخل کې بانکونو او د پیسو د انتقال شرکتونو  ته امر کړی چې له بهر څخه رالېږل شوې حوالې په افغانیو وکړي.

رويټرز خبري اژانس د راپور پر اساس ویسټرن یونین ته افغانستان بانک هدایت کړی چې تر دې وروسته دې حوالې د ډالرو پر ځای په افغانیو ورکړی، خو هغه حوالې چې د افغانستان بانک د اعلاميې څخه وړاندې  شوي دي هغه دې په ډالرو ورکړي.

د پیسو د لېږد بل مشهور شرکت مني ګرام هم ویلي چې دغه شرکت د حوالو پیسې محض په افغانیو ورکوي.

رویټرز خبري اژانس زیاته کړې چې د افغانستان بانک دغه اقدام د افغانۍ ارزښت د ساتلو په خاطر کړی، څو له افغانستان څخه ډالر ونه وځي. د افغانستان بانک  همدا راز بانکونو ته امر کړی چې مشتریانو ته په اونۍ کې ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانیو څخه زیاتې پيسې ورنکړي.

د یادونې وړ ده چې ویسټرن یونین او مني ګرام د ستمبر د میاشتې پر ۲مه افغانستان ته د پیسو انتقال یا حوالې بېرته شروع کړې. دغه شرکتونو د اګست د میاشتې له ۱۵مې افغانستان ته د پیسو انتقال بند کړی و.

ویسټرن یونین او مني ګرام هغه مهال د یوې اعلاميې له مخې څرګنده کړې وه چې تر دوه اونیو پورې به افغانستان ته د پیسو په ليږد هيڅ ډول فیس نه اخیستل کیږي.

د نړیوال بانک د راپور پر اساس په خارج کې میشت افغانان تېر کال 788 میلیونه ډالر افغانستان ته رالیږلي ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x