افغانستان

د «مسلمانانو د علماو نړیوال اتحاد» د افغانستان نوي صدراعظم ته مبارکي ليږلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د «مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد» د افغانستان نوي صدراعظم ملا محمد حسن اخوند ته د مبارکۍ پيغام استولی او د نوي حکومت ملاتړ يې کړی دی.

د علماو نړیوال اتحاد د مبارکۍ په دغه پیغام کې هیله څرګنده کړې چې د ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ نوی حکومت به د ښې حکومتولۍ هغه اسلامي ماډل وړاندې کړي چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې د پیغمبر علیه السلام او خلفای راشدینو  لخوا رامنځته شوی و.

دوی د پیغمبر علیه السلام او خلفای راشدینو حکومتولۍ ته په اشارې سره څرګنده کړې چې د عدالت تامینولو، د وینو د توییدو مخه نیولو، د ازادیو تضمینولو، د خلکو د حقوقو ساتلو، امنیت راوستلو، د نسلونو او فرقو تر منځ روغې جوړې او ټولنیز پیوستون رامنځته کولو سره یو الګو حکومت جوړ کړي.

د علماو اتحادیې همدا راز په ټول افغانانو غږ کړی چې د نوي حکومت ملاتړ وکړي، همکاري ورسره وکړي او ښې مشورې ورکړي.

د علماو اتحادیې د نوي حکومت د ملاتړ سربېره د  د همکارۍ لپاره هم ليوالتیا ښودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

د دې اتحاد اجرائیه دندي څه دي او تر اوسه یې څه کړي دي؟ د دې ډوډۍ خورو څخه باید افغانان لیري و اوسیږي، داسي نه چي یو بل اسامه په څټ کي راو وهي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx