افغانستان

حکومت د کابل هوايي ډګر ساتونکي خپلو وظيفو ته بېرته غوښتي

نن ټکى اسيا( يکشنبه ٢١ وږى ١٤٠٠ل): د کابل هوايي ډګر پخواني ساتونکي نوي حکومت  يو ځل بيا خپل وظيفو ته راغوښتي او په کار يې پيل کړى دى.

دغه پوليس چې د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته يې د هوایي ډګر پوستې پرېښې وى، رسنيو ته ويلي چې د امنيتي چارواکو له خوا ورسره اړيکه ونيول شوه چې بېرته خپلو وظيفو ته ستانه شي.

فرانس پریس خبري اژانس ته يو پخواني پولیس ويلي چې د دوه اونيو وروسته وظيفې ته ستون شوى دى. هغه وويل چې چارواکو ته راسره اړيکه ټينګه کړه، چې اوس دى وظيفې ته ستون شوى او تېره ورځ يې ډېره ښه وه او خوشحاله دى چې يو ځل بيا خدمت ته حاضريږي.

دوى ويلي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې معاشونه به يې ورته حواله کيږي او د دوى هم غوښتنه داده چې معاشونه يې اجرا شي ځکه د درې مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخیستي.

د يادونې وړ ده چې نوي حکومت په لومړي ځل د تېر حکومت امنیتي مسوولین بېرته خپلو وظيفو ته راغوښتي دي.

حکومت اعلان کړى چې د امنيتي برخو مسوولين په تدريجي ډول بيرته دندو ته راغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx