افغانستانسولې اړوند خبرونه

د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل کې له افغان چارواکو سره په مهمو موضوعاتو غږېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د قطر د بهرنیو چارو وزیر «محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» د افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په لومړي‌ ځل د یوه پلاوي‌ په ملتیا کابل ته راغلی او دلته یې د رئیس الوزرا «ملا محمد حسن اخوند» په ګډون له لوړپوړو چارواکو افغان چارواکو سره لیدلي.

دغه لیدنه چې په ارګ کې شوې د ملا محمد حسن اخوند تر څنګ مولوي عبدالسلام حنفي، شيخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارووزارت سرپرست خليفه صاحب ملا سراج الدین حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل اخند، د استخباراتو لوی رییس مولوي عبدالحق وثیق، انس حقاني او نورو مسوولینو هم ګډون پکې درلود.

دې ناسته کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د نړېوالو پر تعامل خبرې وکړې او افغان چارواکو له قطري پلاوي مننه وکړه چې تل په سختو شرایطو کې د افغانستان له ولس سره درېدلي او مرسته یې ورسره کړې ده.
قطري پلاوي‌ د افغانستان د فتحې مبارکي ویلې او په راتلونکو کې یې د ښو اړیکو درلودلو هیله څرګنده کړې.

لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی، چې د دوحې توافقنامه یوه تاریخي توافقنامه ده او ټول لوري باید ژمن ورته پاتې شي.

دا د افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ کې لومړۍ د بهرنیو چارو وزیر دی چې کابل ته راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x