ټولنیزه برخه

د یو چا په شخصي او رسمي ژوند کي مداخله او د هغې ناوړه پایلې

لیکوال: عمر افغان

دځمکی پرمخ دانسان ژوند که وڅیړونوپه زیاتوکته ګوریوبه وویشل شی ،دلته غواړم په لنډ دول یی یی په دوه دوه ډوله وڅیړو.

•    لمړی شخصی ژوند.
•    دوهم رسمی ژوند.

یو کس کوم چی سواداوزده کړه یی کړی وی نوژوند یی دوه اړخه لری چی یو یی شخصی ژوند دی اوبل یی رسمی ژوند چی داوړه یی سره تړلی دی.اماهیڅکله شخصی ژوند درسمی ژوند تابع نشی ګرځیدلی ژوندی مثال یی یو مدیرکوم چی دیوه مملکت په اداری ماشین کښی کارکوی هغه هم داسی یواداری ماشین کې ژوند کوی کوم چی دده له دین ،کلتور،رسم رواج اوعنعناتوسره مغایروی .

نونوموړی شخص هیڅکله نشی کولی چی خپل شخصی ژوند درسمی ژوند تابع وګرځوی اودهغی اداری ټول اصول په خپل شخصی ژوندکښی پلی کړی داځکه چی دده دین ،کلتور،رسم رواج اوعنعنات ورسره مغایردی.

چی داسی کسان نه یواځی په افغانستان بلکی دنړی په هرملک کې وجود لری چی دهغه ملک له اداری ماشین سره یی بعضی کارکنان (مامورین)کارکوی امادین،کلتوریی متقاوت یی.

رابه شو اصلی مطلب ته چی هغه هم دیوکس شخصی اورسمی ژوند کښی مداخله اوهغه ناوړه پایلی دی:

دیادونی وړدی چی دافغانستان په اداری ماشین کښی دوه ډلی په رسمی دندوکې کارکوی .

1.    هغه اشخاص دی کوم چی دپردیوګټولپاره په کارګمارل شویدی اوخپل شخصی ژوند یی هم درسمی ژوند تابع ګرځولی  دی (څرنګه  دافغانستا ن اداری نظام دډیموکراسی په قوانینوڅرخی نوځکه یی رسمی ژوند (دډیموکراسی په چوکات کښی محدودکړی دی) اوشخصی ژوند یی دډیموکراسی په قوانینوکښی نغښتی دی اودرسمی ژوند تابع یی ګرځولی دی ،افغانی عنعنی ،دین ،مذهب ،کلتوراوعنعنات یی دډیموکراسی تابع ګرځولی دی چی نوموړی اشخاص په سلو کښی ۲۰٪دی اوپاتی ۸۰٪څخه یی ۳۰٪داسی کسان دی چی نه په ډیموکراسی پوهیږی اونه هم دوطن استقلال اوازادی ته وزګاردی ځکه چی داقتصادی کمزوری ،بی وسی ،بی سوادی ،فقراوبی وزلی هرڅه ورنه هیرکړی دی.

2.    دوهم هغه اشخاص دی کوم چی په اوسنی اداره کښی په رسمی دندوګمارل شویدی شخصی ژوندیی درسمی ژوندتابع نه دی بلکی نوموړی اشخاص.خپلی خاوری،دین ،مذهب،کلتوراوافغانی عنعناتوته ژمن خلک دی اودمجبوریتونو په اساس په نوموړی اداری ماشین کښی کارکوی ،استعمارته استعماروایی اوپه خپل اداری اورسمی ژوند کښی دخپل هیوادپیشرفت ملی، منافعو،ارضی تمامیت دینی ارزښتونوته وفادارکسان دی چی تقریباً ۵۰سلنه دافغانستا ن دااوسنی اداره تشکلیوی کوم چی اسلام دین اوافغانی عنعناتوته ژمن دی اونوموړی نظام ته استعمارشوی نظام وایی.
لمړنی ډله همیش ددوهمی ډلی په شخصی ژوندکښی مداخله کوی اوهمیش یی دپردیوپه لمسون دوهمی ډلی ته دغلامانولقب ورکوی خووخت تیرنه وی چی بیالمړنی ډله غلامه اودوهم ډله ازاده وپیژندل شی چی داپه انسانی تاریخ کښی یومنلی حقیقت دی ،لنډ مثال یی دسره ښکیلاک په وخت کښی کمونستان اودهغوی نږدی ملګری وو ،هغه کسان کوم چی په شخصی ژوند کښی کمونیستی مفکوری ته ځای نه ورکولوهمیش به یی شکنجه کولواوغلام اواشراره ډله به یی معرفی کوله اوځانونه به یی ددی خاوری اصلی بچیان بلل اماوخت نه ووتیرچی خبره برعکس شوه .

دیادونی وړدی چی لمړنی ډله همیش ددوهمی ډلی شخصی ژوند کښی دمداخلی ګامونه پورته کوی.په یوه دفترکښی به کارکوی اوددوهمی ډلی دشخصی ژونددمداخلی هڅی کوی کله یی په کلتورباندی ملنډی وهی اوکله یی افغانی عنعنات لکه :دستار،څادر،افغانی ملی جامی ،جرګی اومرکی غندی اوکله یی بیادینی شعائرولکه :دستار،ږیره،امام،مدرسه،جهادی واقعی مشران ،علمای کراموباندی ملنډی وهی.

دوهم ډله همیشه په اوسنی اداره کښی له اداری فساد ،رشوت څخه پاکه اوسپیڅلی دی امابیاهم لمړنی ډله یی کله غلامه بلی اوکله یی بیادسیاسی مخالفت په وجهه ورته په نوموړی ډیموکراتیکه اداره کښی دکاردپریښودلوګواښونه ورته کوی،کله ورته دسنت طریقی دقواری له وجهی تروریست ،القائده وایی اوکله بیاورته دخاریجی استخباراتواجنت.هغه هم په داسی حال کښی چی لمړنی ډله غلامه ،دخاریجی اسخباراتومستقیمه اوغیرمستقیمه اجنټه دی.

وخت تیرنه وی چی نوموړی نظام سرنګون شی بیانولمړی ډلی ددوهمی ډلی دتعصب په بنیادلمړی ډلی په کامله معنی درامنځ ته شوی اداری له ماشین څخه وباسی اولمړی ډلی کوم چی دوخت دیرغلګرځواک په مټ یی په دوهمی ډلی مظالم کړی وی په کامله معنی بی برخی اودژوندانه په مشکلاتواخته اوله اداری نظام بی برخی پاتی کیږی چی دایی هغه دخپل عمل نتیجه اوناوړه پایله وی.

زماپه اند همیشه یوه داسی اداره اواشخاص یی چی دیو چاپه شخصی ژوند کښی مداخلی کوی ناوړه پایلی یی دتاریخ په اوږدوکښی درلودلی دی اولری یی چی نوموړی صفت یی دتباهی سبب هم ګرځیدلی دی.

کچیری لمړی  ډله کوم چی غولول شویدی اوددوهمی  ډلی په شخصی ژوند کښی مداخله کوی ،که له مداخلی څخه لاس پرسرشی لری نه دی چی دوخت په تیریدو به دیوه ښه زعامت لرونکی واوسی اودژوندانه ناخوالوته به دپای ټکی کښیږدی.اودادی هم په یادکښی واساتی چی هیڅوک نشی کولای چی دافغانستان دسپیڅلی اوداستقلال اوازادی له څپوډکی خاوری ته دخدمت کولو له حق یو افغان محروم کړی.ددی خاوری ازادی استقلال،پیشرفت،اوملی منافعوته ژمنتیادهرافغان دنده اووجیبه دی.

داسلامي امت دخپلواکی اوریښتینی اداری دراتلوپه هیله.

لیکونکی:عمرافغان
۱۳۹۳/۰۵/۰۳

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x